د خدای معارفت پدې معنی ده چې انسان خدای د هغه د نښانیو په ژور غور او فکر کولو سره کشف کوي نه د هغه په وجود باندې د غور کولو له لارې. (المفردات فی غریب القرآن، الراغیب الاصفهاني، مخ. ۳۳۱) دا ښیي چې معارفت یوازې د پوهې سره تړاو نلري بلکې اصل کې معارفت په غور او ژور فکر سره ترلاسه کېږي. کله چې انسان په معارفت تمرکز کوي، هغه خپل خالق په مخلوق کې مومي. د دې ژورې شخصي هڅې په پایله کې هغه د پوهې مقام ته رسېږي.
هغه څوک چې دا ډول معارفت ترلاسه کړی وي یو ډیر سنجیده انسان جوړېږي. هغه هرڅه ته په ژوربصیرت سره ګوري. هغه په خپل عبادت، چلند او په خپلو ټولو معاملو کې په شدت سره ځان دقت کوي. دا ټول شیان د معارفت هغه حالت منعکس کوي چې هغه ترلاسه کړی دی. هغه د ملائکو سره د خبرو اترو توان لري. هغه یوازې په هغو شیانو کې لیوالتیا لري چې د معارفت په اړه د هغه فکر لوړوي. هغه اوس د معارفت په نادره چاپیریال کې ژوند کوي.