"دا نړۍ د انسان د الهي آزموینې د اهدافو د پوره کولو لپاره ډیزاین شوې ده." هر هغه حالت چې یو څوک ورسره مخ کیږي د هغه لپاره د ازموینې په توګه معنی لري. دا روحاني مبارزه د یو مومن دننه د الهي شعورپېدا کوي او هغې کې د جهاد ریښتینې روح تشکیلوي. دا د یو مومن په ټول ژوند کې دوام لري.
لومړني مسلمانان د یرغلګرو سره د جګړو پرمهال سختې هڅې کړې وې، نو وخت تېرېدو سره جهاد همدغې معنی کې تعریف شو. خو حقیقت کې د داسې جګړې لپاره عربي کلمه "قتال" ده، نه جهاد. په اسلام کې، جګړه کومه شخصي پرېکړه نه ده بلکې د یو منل شوي حکومت فیصله ده. د اسلامي نظره، جګړه یوازې د یو تاسیس شوي دولت لخوا ترسره کیدی شي، نه د غیر دولتي استاذو لخوا. په اسلام کې د غیر دولتي جګړې لپاره هیڅ ځای نشته. همدارنګه، په اسلام کې جګړه یوازې د دفاعي موخو لپاره ده کله چې د سولې او خبرو اترو هڅې مطلق ناکامې شوی وي.
د اسلام هدف د انسان اصلاح کول دي. کله چې د جګړې او تاوتریخوالي حالت حاکم شي، نو مثبته فضا خرابیږي. داسې شرایط چې روحاني اصلاح او فکري حرکتونه هڅوي په مؤثره توګه نشي رامینځته کیدی. دا پدې معنی ده چې سوله د اسلامي ماموریت لپاره یو شرط دی. ټول رغنده فعالیتونه - یعنې تعلیم، سوداګرۍ، صنعت، حتی عبادت کې - یوازې هغه وخت وده کولی شي چې سوله وي.
ریښتینی جهاد په ځان کې د یو مثبت شخصیت رامینځته کولو لپاره مبارزه ده چې په نتیجه کې انسان د خدای لخوا د ابدي جنت مستحق وګڼل شي.