دا په بشپړه توګه سوله ایزه مبارزه ده، او د تیري یا یرغل هیڅ ډول جواز په دې کې نشته. د جګړې اصلي عربي معادل قتال دی، او هغه هم په دفاعي معنی کې.
د اسلامي تعلیماتو له مخې، جهاد دوه ډوله دی. یو ځان سره جهاد (جهاد بن نفس). د دې مطلب دا دی چې په ځان کې د منفي احساساتو د کنټرول ساتلو لپاره ستره هڅه کول. د بیلګې په توګه، تکبر، حسد، حرص، غچ، غوسه، او نور. د داسې زغم ژوند د خپلولو لپاره هڅې هغه څه دي چې جهاد بن نفس بلل کېږي. په ټولنیز ژوند کې دا ډیری وختونه پیښیږي چې د انسان دننه هر ډول بې بنسټه، منفي احساسات راپورته کیږي، چې هغه انسان په نفس کې د حرس لامل کیږي. په داسې حالت کې د نفس د وسوسو د له منځه وړلو او د اصولو په لارښوونه د ژوند د دوام لپار داخلي هڅې ریښتینې اسلامي جهاد بن نفس دی.
د حدیث له مخې، مؤمن هغه څوک دی چې د خدای د اطاعت په لاره کې له ځان سره جهاد کوي (مسند احمد، حدیث نمبر ۲۳۹۵۱). یعنې په هغه شیبو کې چې نفس د کوم فتنې له امله غولیږي او د خدای له لارې څخه د انحراف کولو اراده لري، هغه پرې کنټرول ساتي او په الهي لاره کې ثابت قدمه پاتې کیږي. دا د هغه جهاد دی - دا د یو رېښتېنې مومن د ژوند یوه تلپاتې ځانګړتیا ده، چې شپه او ورځ دوام لري او یوازې په مرګ سره پای ته رسیږي.
د جهاد بله بڼه هغه هڅې دي چې موښه یې د اسلام د رغنده پیغام خپرول دي. ټول هغه کسان چې په داسې لاره روان دي باید لومړی په بې طرفه او په دقت سره قرآن او سنت مطالعه کړي. هیڅ ډول شرایطو ته باید اجازه ورنکړل شي چې د داسې مطالعې په لاره کې خنډ شي. یوازې د دې فکري جهاد څخه د تیریدو وروسته به دا انسان د خپل دین ریښتینی استازیتوب وشي کولې.
په قرآن کریم کې د اسلام د تعلیماتو د نورو ته د رسولو لپاره دوه شرطونه ټاکل شوي دي - ناصیح، خیر غوښتونکی او امین، امانتداري. لومړی شرط د خدای سره دی او دوهم شرط د انسان سره دی
د ناصیح (ښه هيله) څخه مراد د حق د مبلغ له خوا نه یوازې د خپلو نږدې مخاطبینو، بلکې د ټول بشریت د هوساینې لپاره جدي هیله ده. دا خیرخواهي باید دومره ثابته وي چې حتی د بې عدالتۍ او ظلم په وړاندې هم پیاوړی پاتې شي. د خپل ځان په وړاندې د خلکو د منفي چلند باوجود مبلغ باید د دوې خیرخواه اوسي.
د امانت (آمین) عنصرمطلب دا دی چې هغه دین چې خدای نړۍ ته لیږلی دی خلکو ته به پرته له حذف، اضافه یا تحریف څخه وړاندې شي. د مثال په توګه، که د خدای لخوا د لېږل شوي اسلام تمرکز اخرت وي، نو باید نړۍ تمرکز جوړ نه شي؛ که د اسلام بنسټ روحانيت باندې ولاړ دی نو دين نه یوه سياسي فلسفه جوړه نه شي؛ که جهاد په سوله ایزه مبارزه پورې محدود دی، نو دا باید د تاوتریخوالي په معنی کې تعبير نه شي
اسلام له موږ څخه د قرآن له لارې د 'لوې جهاد' (25:52) غوښتنه کوي. مګر دا هیڅکله له خپلو مومنانو څخه نه غواړي چې د ټوپک په واسطه 'لوی' جهاد وکړي.
دا یو څرګند ثبوت دی چې جهاد په حقیقت کې یو بشپړ سوله ایز فعالیت دی چې د سوله ایزو لارو چارو له لارې ترسره کیږي. دا د تاوتریخوالي فعالیتونو یا تاوتریخوالي ګواښونو سره هیڅ تړاو نلري.
د قرآن له لارې جهاد پدې معنی دی چې د خلکو په وړاندې د قرآن تعلیمات وړاندې کولو لپاره تر ټولو غوره هڅه وشي. دا د ډیرو خدایانو د تصور په مقابل کې د یو خدای مفهوم وړاندې کول دي؛ دا د آخرت پر بنسټ ژوند د نړۍ پر بنسټ ژوند څخه غوره وړاندې کول دي؛ دا د ګټو پر بنسټ ژوند په مقابل کې د اصولو پر بنسټ ژوند کول دي.
جهاد، د اسلام له نظره، هغه څه نه دي چې په اړه یې کوم راز شتون ولري. دا یوازې د ورځني ژوند طبیعي اړتیا ده. دا د یوې مفکورې او عمل په توګه خورا مهم دی ځکه چې په دې نړۍ کې د خپل ژوند په اوږدو کې انسان بیا بیا داسې شرایطو سره مخ کیږي چې احتمال لري هغه د لارې څخه بې لارې کړي.
دا عوامل کله ناکله د انسان دننه د منفي احساساتو په بڼه څرګندیږي. دا هغه څه دي چې هرڅوک باید ورته په فکري توګه هوښیار وسي، ترڅو که د کوم دلیل لپاره د منفي ذهنیت د لوړوالي خطر وي، نو هغه ممکن په شعوري او قصدي ډول ځان مثبت فکر ته واړوي. حتی که د ژوند شرایط په تکراري ډول هغه په داسې حالتونو کې واچوي چې خپه کونکې وي، هغه باید هیڅکله په داسې مواردو کې خپل جرأت او خپل عالي اهداف له لاسه ورنکړي. د هغه د اخلاقي احساس بیا تایید کول ریښتینی جهاد دی.
د اسلامي نظره نیت خورا مهم دی. هر هغه کار چې د ښه نیت سره ترسره کیږي د خدای رضا به ترلاسه کړي، او هرهغه څه چې د بد نیت سره ترسره کیږي د خدای لخوا رد کېږي. په حقیقت کې نیت د الهي پلان کې د ښو یا بدو کړنو یوازینۍ معیار دي.
دا حقیقت جهاد د انسان ټول ژوند او د هغه ټولو فعالیتونو سره تړاو لري. هر هغه څه چې انسان په دې نړۍ کې کوي، که هغه په کور کې وي، یا په خپل مسلکي کار کې، په کورنۍ کې وي یا په ټولنیز ژوند کې، د هغه اصلي موښه باید دا وي چې دا د ښه نیت سره ترسره کړي. خو دا کومه ساده خبره نه ده. په ټولو معاملو کې په سمه لاره تګ دوامدارې ارادې ته اړتیا لري. دا یوه اوږده او نه ختمیدونکې مبارزه ده. او همدا هغه څه دي چې جهاد بلل کیږي.
که څوک په ښو کارونو کې هم بوخت وي، لکه د هغو ادارو جوړول او چلول چې ټولنیزې هوساینې یا اکاډمیک اړتیاوې پوره کوي، یا که څوک په شخصي توګه په ټولنیزو کارونو کې بوخت وي یا په سیاسي ډګر کې کوم خدمت ترسره کوي، په دې ټولو کارونو کې دا خطر تل وي چې انسان اخلاص په ځای ظاهري ستاینې یا نمايش باندې توجو مهم وګڼي. له همدې امله، په داسې ټولو مواردو کې، دا اړینه ده چې په اړوندو اشخاصو کې باید د خپل نیت څارنو لپاره قوي تمایل شتون ولري، ترڅو دوې په هر وخت کې هدف د ځان جلال نه بلکې د خدای لوی جلال وګڼي.
دا د یو چا داخلي مبارزه ده چې د هغې ټول فعالیتونه خدای ته متوجې کوي، اوهمدغه داخلي مبارزه په حقیقت کې اسلامي جهاد دی.