دا آیت د سوله ییزو هڅو له لارې خلکو ته د قرآن پیغام رسولو ته اشاره کوي. دعوت په اصل کې یوه ایډیالوژیکي مبارزه ده. دا یوه پراخه هڅه ده او ډېر خواري غواړي. دا هڅه هغه وخت موثر او اغېزناکه کیږي کله چې دا خپلو ټولو اړینو غوښتنو سر سم تر سره کېږي. له همدې امله د دعوت کار ته "جهاد" ویل کیږي.
خو له بده مرغه ځینې وختونه د "جهاد" کلمه د جنګي مبارزې په معنی هم کارول کیږي، مګر د جهاد او جګړې احکامات او آداب سره ډېر توپیر لري. د دعوتي جهاد اصلي هدف د بل لوري فکر بدلول دي، برعکس د دې جنګي دعوت د بل لوري له منځه وړل دي.
د جهادي او جنګي دعوت ترمنځ یو بنسټیز توپیر دا دی چې جهاد د دعوت په معنی کې یو عمومي امر دی. دا په دې معنی دی چې دعوتي جهاد باید په ټولو شرایطو او هر حالت کې ترسره شي. د دعوتي جهاد هدف ټولو خلکو ته د خدای پیغام رسول دي. دعوت یو رغنده عمل دی او موښه یې نورو ته خیر غوښتل دي، او دا باید په هر نسل کې په هر وخت کې دوام ولري. برعکس د دې جنګي جهاد یو موقتي، استثنایي او لنډمهاله عمل دی، دا یوازې هغه وخت ترسره کیږي کله چې بل هیواد په نظامي ډول په یو مسلمان هیواد برید وکړي. د دې برید سره د مقابلې مسؤلیت د اشخاصو سره نه دی، بلکې دا د یو تاسیس شوي دولت مسؤلیت دی چې د دې هدف لپاره اړین ترتیبات ونیسي.
دین کې د شرایطو موښه دا وي چې اسلامي احکامات واضحه او اعمال اداره کړي. د جګړې په معنی جهاد یا جنګي جهاد هم د ځینو شرایطو تابع دی. اوسني اسلامي جنګي تحریکونه چې د جهاد په نوم پیل شوي دا شرایط نه پوره کوي. یوازې د یو چا عمل د جهاد په توګه نومول پدې معنی ندي چې دوې د جهاد په توګه مشروع دي. پدې مسله کې دا اړینه ده چې د جهاد په اړه اسلامي تعلیماتو ته یعنې قران ته مراجعه وشي، نه دې تحریکونه ته.
ابدي جهاد د دعوت جهاد دی؛ د هر نسل په اوږدو کې ټولو انسانانو ته د خدای پیغام رسول ابدي جهاد دی. له همدې امله په قرآن کریم کې ورته جهاد کبیر یا 'لوی جهاد' ویل شوي دي (۲۵:۵۲).