سربیره پردې، د انسان شخصیت به د پرمختګ نوي لوړوالی هم ترلاسه کړي. دا به د انسان لپاره د پای ټکی وي: هغه به کامل انسان شي. هغه به یو ابدي ژوند ومومي چې پکې زوړوالی، حادثې، ناروغۍ او مرګ شتون نلري. دا به هغه مثالي نړۍ وي چیرې چې به انسان د خپل شخصیت له بشپړ ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې په حالت کې وي، په دې توګه به انسان مکمل بشپړتیا تجربه کړي.
جنت به د انساني تمدن د ارتقايي پروسې پای ټکی وي. جنت به د هغه کامل او مثالي نړۍ پیل وي چې انسان یې تل خوب لیدلی دی. جنت ته په رسیدو سره، به انسان د تل لپاره له ټولو غمونو او ستونزو څخه خلاص شي. جنت به د خوښۍ، سولې او ابدي خوښۍ مثالي سیمه وي.
دا باید په پام کې ونیول شي چې جنت د رکود (بندښت یا په ټپه درېدل) ځای نه دی. په جنت کې به انسان هروخت نوي کشفونه کوي او د کشفونودا لړۍ به نه ختمیدونکې وي. د دې دلیل لپاره به په جنت کې هیڅ ستړیا نه وي، ځکه چې ستړیا یوازې هغه وخت غالب وي چیرې چې نوي کشفونه نه کیږي. د انسان لپاره، تازه تجربه د خوښۍ ترټولو لویه سرچینه ده، او په جنت کې، د لامحدود حقیقت دروازې هره ورځ خلاصیږي. له همدې امله، د جنت خالص نعمت به په طبیعت کې لنډمهاله نه وي مګر په ریښتیا سره ابدي وي.
د جنت جوړول د ځمکې د جوړولو او په ځمکه کې د مختلفو تمدنونو د پراختیا په څیر امکان لري. په لرغوني ډبره دوره کې، یو پرمختللی کرنیز دوره پټه وه، چې په خپل وخت راڅرګنده شوه. په ورته ډول، په کرنیز دوره کې خورا پرمختللی صنعتي دوره پټه وه، او دا هم په مناسب وخت کې راڅرګنده شوه. موږ کولی شو په ورته ډول ووایو چې په دې صنعتي دوره کې یو ډیر پرمختللی او اصلاح شوې روحاني دوره پټه ده، چې په وخت سره به د ټولو لپاره ښکاره شي. د دې روحاني یا آسماني دورې راڅرګندیدل په عملي لحاظ د تاریخ د تیرو دورو په څیر امکان لري.
د نننئ صنعتي دوره کې ساینس او ټیکنالوژۍ پرمختګونو ځمکه د ژوند کولو لپاره پر خورا غوره ځای ګرځولی ده. په ورته ډول، د وروستي دورې، یعنې روحاني دورې، د پیل سره به ځمکه نوره هم ښه شي او بیا به مځکه په یوې مثالي نړۍ کې بدله شي. په قرآن کریم کې یو شمیر آیتونه شته چې د دې روښانه نښې نښانې ورکوي. د مثال په توګه، د ۸۴ سورې دریم آیت د ځمکې د پراخېدو په اړه خبرې کوي، او په بل آیت کې ویل شوي: "د هغه خدای ستاینه ده چې زموږ سره یې خپله ژمنه پوره کړه او موږ یې د دې ځمکې وارثان کړو، موږ ته یې اجازه راکړه چې په هر ځای کې چې وغواړو په جنت کې ځای په ځای شو." (قرآن، ۳۹:۷۴) د ۵۷ سورې ۲۱ آیت کې ویل شوې چې جنت د "اسمان او ځمکې په څیر پراخ دی، کوم چې د هغو کسانو لپاره چمتو شوی چې په خدای او د هغه په رسولانو باور لري."
د اسلامي تعلیماتو له مخې، ځمکه په پیل کې د جناتو په واک کې وه. بیا انسانانو ته وسپارل شوه. وروسته به یوه دوره راځي چې ځمکه به په بشپړ ډول د پرښتو تر واکمنۍ لاندې راشي. په هغه وخت کې به په ځمکه کې لوی بدلونونه راځي چې د بیان په بشپړ معنی کې به یو مثالی او کامله نړۍ وي. د ځمکې دا ارتقايي دوره په قرآن کې په دې ډول تشریح شوې ده:
"ځمکه به د خپل رب په رڼا سره ځلیږي." (قرآن، ۳۹:۶۹)
نن ورځ زموږ نړۍ په بالقوه توګه جنت ده. سبا به دا وړتیا په واقعیت بدله شي او بیا به ځمکه د تلپاتې خوښۍ ځای شي.
پیښو ښودلې چې د ځمکې اوسنی حالت مثالی نه دی، که څه هم په ځمکه کې د طبیعت د ژوند ملاتړې سیسټمونه لکه اوبو او اکسېجن وغېره په خپل بشپړ شکل کې شتون لري. په ځمکه کې، دا سیسټم ممکن په خپل غوره حالت کې وي، خو دې سره سره دلته ښه او بد خلک د یو بل تر څنګ شتون لري، دا یوه لویه نېمګړتیا ده او دې سره دا خبره واضحه کېږي چې مځکه خپل اوسنی حالت کې تکمیله دنیا نه ده چې هر نیمګړتیا نه پاکه وي. مګر کله چې د تمدن وروستۍ مرحله نږدې شي، ټول بد خلک به له ښو څخه جلا شي. دوې به د ځمکې له ټولو سرچینو څخه محروم شي، او ځمکه به یوازې نیکو خلکو ته وسپارل شي. دا هغه حقیقت دی چې په لاندې آیت کې یې ذکر شوی: "او په حقیقت کې موږ په زبور کې لیکلي دي چې زما نیک بندګان به د ځمکې (یعنې د جنت ځمکې) وارثان وي. (قرآن، ۲۱: ۱۰۵). دا بیان چې په قرآن کې شوی او انجیل او زبور کې هم په تفصیل سره تشریح شوی: "صالحان به د ځمکې وارثان وي او تل به پکې اوسیږي." (زبور، ۳۷:۲۹).
څیړنې ښیې چې زموږ په دې پراخه کایناتو کې ځمکه یو نادره استثنا ده. د فضا په پراخوالي کې، لوی ستوري په دومره ګڼه ګوڼه کې شتون لري چې شمې
ر یې د سمندر په غاړه د شګو د ذرو څخه ډیردی. مګر ډیری یې یوازې د اور ګولۍ دي. دا یو پیژندل شوی حقیقت دی چې دا ستوري د تیرو ۱۳ ملیارده کلونو راهیسې په ورته حالت کې پاتې دي. پدې ظاهر کایناتو کې، یوازې زموږ ځمکه په دوامداره توګه بدلون مومي او وخت په وخت "نوى" کېږي. بې له کومې شکه ځمکه کې د تکامل پروسه په جریان کې ده، ځکه چې ځمکه د اوسنی حالت ته رسېدلو نه مخکې ډېر بدلونونو نه تېره شوې. لس ملیارده کاله دمخه، ځمکه یوازې د اور ګولۍ وه. مګر بیا سړه شوه او په یوه معتدله سیاره بدله شوه. وروسته د درنو بارانونو یوه مرحله راغله چې نباتاتو ته یې زمینه برابره کړه. بیا حیوانات راغلل. په پایه کې انسانان راڅرګند شول.
د انسانانو له ظهور وروسته، د تمدن پروسه په ځمکه پیل شوه. په لومړي پړاو کې انسان یوازې د یوې ابتدايي نړۍ د جوړولو توان درلود. مګر وروسته هغه د یوې خورا پرمختللې نړۍ په جوړولو کې بریالی شو. دا انساني بریالیتوب د ارتقایي پروسې سره یوځای روان دی. او دا طبیعي ده چې باور وکړو چې یو بل پړاو په نږدې کیدو دی - د یوې بشپړې نړۍ پړاو. جنت د دې ارتقایي پروسې وروستۍ مرحله ده، هغه کامل نړۍ چیرې به چې ټول ډول محدودیتونه پای ته ورسیږي. دا هغه ابدي نړۍ ده چې انسان یې د زرګونو کلونو راهیسې د خپلو طبیعي غوښتنو په ځواب کې لټوي.
جنت یو پراسراریا عجیبه شی نه دی: دا د پیژندل شوي ارتقایي پروسې وروستۍ مرحله ده. د دې طبیعي قانون له مخې، د جنت راتګ په بشپړه توګه عقلي او منطقي پېښه ده. مطالعه ښیې چې نږدې 10 ملیارده کاله مخکې زموږ ځمکه مخکې لدې چې سړه سیاره شي او د انسانانو ژوند ته برابره شي د اور یوه ګولئ وه. بیا کله چې انسان لومړی ځل په ځمکه کې اوسیدو ته راغی، دا د ساده پرممختګ یا د پرمختګ کمښت دوره وه. له دې وروسته د صنعتي انقلاب په پایله کې یو بل ارتقایی پړاو راغی - د پرمختګ دوره.
اوس پخپله د ارتقایی قانون له مخې، ځمکه د یوې غوره مرحلې په لور روانه ده. دا به د ځمکې وروستۍ ارتقایی مرحله وي چې موږ یې کامل نړۍ بللی شو. پدې مثالي نړۍ کې به د هرډول انساني او دنیوي محدودیت پای ته ورسیږي. د الهي ترتیب له مخې، عدالت به په خپل خورا بشپړ شکل کې غالب شي. بدکاران به له ځمکې څخه لرې شي او یوازې نیکمرغه به دې مثالي نړۍ ته ننوځي، چیرې به چې هیڅ ډول فساد یا کرکه شتون ونلري. آفتونه به پای ته ورسیږي او ټول تکلیفونه لکه ناروغۍ، ناوړي پیښې، زوړوالی او مرګ به د تل لپاره له منځه یوړل شي.
په اوسني نړۍ کې، ټول کارونه د زحمت له لارې ترسره کیږي: په حقیقت کې، سختي او بریالیتوب نه جلا کیدونکي دي. په جنت کې به داسې حالت نور نه وي ځکه چې داسې اصلاح شوي بدلونونه به رامنځته شوې وي چې هر فعالیت به خوندور وي. لکه څنګه چې په قرآن کې ویل شوي: "په حقیقت کې، د جنت اوسیدونکي به په هغه ورځ (د قیامت په ورځ) په خوښۍ سره په فعالیتونو کې بوخت وي." (قرآن، 36: 55)
په جنت کې، د انسانانو د انحراف لپاره ځانګړي ترتیباتو ته اړتیا نشته، ځکه چې هلته به ټول فعالیتونه د تفریح او خوند سرچینه وي.
هغه نړۍ چې انسان یې د زرګونو کلونو راهیسې په لټه کې دی، د خپلو طبیعي غوښتنو په ځواب کې به یې د بشپړتیا په حالت کې ومومي. هغه به په دې نړۍ کې د تل لپاره د خوښۍ او سولې ژوند ومومي. د فزیکي کار لپاره به هیڅ اړتیا نه وي؛ د ټولو مطلوبو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به خوشحاله فکري فعالیتونه کافي وي.
انسان د زرګونو کلونو راهیسې په ځمکه کې د جنت په لټه کې دی، د خپلو طبیعي غوښتنو په ځواب کې. د صنعتي انقلاب او د ټیکنالوژی دورې په راتګ سره انسان په حقیقت کې فکر کاوه چې هغه به ځمکه کې جنت جوړ کړي. خو دې صنعتي دورځان سره ککړتیا، تیزابي بارانونه، اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې حد نه پورته کېدل هم را منځته کړي. او اوس د کوویډ-۱۹ وبا انسان ته وښودله چې هغه نشي کولی په ځمکه جنت جوړ کړي.
نن موږ پوه شوي یو چې په ځمکه کې جنت چې انسان یې د زرګونو کلونو راهیسې د خپلو غوښتنو په ځواب کې لټوي، نشي جوړیدلی. دا به په آخرت کې په بشپړ حالت کې وموندل شي. او هلته به انسان د تل لپاره د خوښۍ او سولې ژوند ومومي. د فزیکي کار اړتیا به نه وي؛ د ټولو مطلوبو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به خوندور فکري فعالیتونه کافي وي.
انسان باید پوه شي چې هغه د جنت په درشل کې ولاړ دی. اوسنی ځمکه جنت نه دی بلکې دا ځمکه د "جنت جوړیدو حالت" کې دی. سوال دا دی چې انسان څنګه کولی شي دا جنت ترلاسه کړي؟ د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره اړینه ده چې انسان د خدای د تخلیق پلان څخه ځان خبر کړي.