قرآن پدې پلان باندې رڼا اچوي.
د اوبو څخه پورته، دا هغه و چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو [دورو] کې رامینځته کړ، ترڅو ازموینه وکړي چې ستاسو څخه څوک په عمل کې غوره دی. (قرآن، ۱۱: ۷)
موږ ځمکه په ښکليو شیانو ښکلې کړې ده، ترڅو موږ انسانان وازمایو چې کوم یو په عمل کې غوره دی. (قرآن، ۱۸: ۷)
هغه مرګ او ژوند پیدا کړ ترڅو ستاسو ازموینه وکړي، او معلومه کړي چې ستاسو څخه څوک په عمل کې غوره دی. (قرآن، ۶۷: ۲)
انسان د یو ابدي وجود په توګه رامینځته شوی، د انسان مرګ څخه مخکې دې نړئ کې د ژوند دوره او له مرګ وروسته د ابدي ژوند دوره. د دې مطلب دا دی چې مرګ او ژوند د انسانانو ابدي ژوند تعریفوي.
د انسان خالق هغه د یو ځانګړي پلان سره سم پېدا کړی. د هغه اراده دا ده چې انسان باید په دې اوسني، نیمګړي نړۍ کې د آزموینې دوره تیره کړي او له دې وروسته به هغه د خپلواعمالو سره سم د کامل او ابدي نړۍ کې د ژوند کولو حق ترلاسه کړي. د دې ابدي نړۍ بل نوم جنت دی.
خدای پاک د خپلې ارادې سره سم، د جنت په نوم یوه بشپړه نړۍ جوړه کړې: یوه داسې نړۍ چې د انسانانو د ټولو غوښتنو سره سم ده، دا د ټولو محدودیتونو او زیانونو څخه پاکه ده، له ویرې او درد څخه پاکه ده؛ له ټولو نیمګړتیاوو څخه پاکه ده. دا به یوه ابدي نړۍ وي چیرې چې به نه مرګ او نه زوړوالی شتون لري، یوه مثالي نړۍ چیرې چې به انسان وکولی شو بشپړتیا ترلاسه کړو.
یو بشپړ جنت د نابشپړشوي مخلوقاتو لخوا نشي ابادېدلی. نو ځکه خدای پاک یو بشپړتیا غوښتونکی مخلوق - انسانان - پیدا کړل. هغه موږ دلته د آزموینې دوره تیرلو په موښه پېدا کړی. له دې ژوندانه وروسته، زموږ د عملونو سره سم، موږ به د کامل او ابدي نړۍ کې د اوسیدو حق ترلاسه کړو. د دې ازموینې د یوې برخې په توګه جنت له موږ څخه پټ ساتل شوی.
خدای پاک یو بشپړ نړۍ جوړه کړې چې جنت نومیږي. خو یو بشپړ جنت د نابشپړ مخلوقاتو لخوا نشي اباد کېدلی، نو خدای پاک د بشپړتیا غوښتونکي مخلوق - انسان - یې پیدا کړ او موږ یې په دې محدوده نړۍ کې د ازموینې لپاره ځای په ځای کړلو. زموږ اعمال به دا معلومه کړي چې ایا موږ د جنت کې د اوسیدو وړ یو او کنه.
د خدای د تخلیق پلان جوهر دا دی چې دلته انسان ته بشپړه آزادي ورکړل شي - نه یوازې د ډالۍ په توګه، بلکې د ازموینې په توګه. د دې ازموینې پایله به خدای ته دا وښۍ چې چا د هغه له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې او چا خپله آزادۍ په غوره توګه کارولې. دا د انسان لپاره د الهي پلان دی. د ژوند د مرګ څخه مخکې دوره کې، انسان دا فرصت لري چې ځان د جنت مستحق کړي، ترڅو د مرګ وروسته دوره کې هغه په دې کامل نړۍ کې د یو مستحق نوماند په توګه میشت شي.
له همدې امله دا نړۍ د ازموینې لپاره ټولې اړینې اجزاوې لري. دا په یوه بې ساري نړۍ کې د کمال غوښتونکي مخلوق لري، یو داسې مخلوق چې ورته د خپلو کړنو د غوره کولو لپاره بشپړ آزادي او د انتخاب حق ورکړ شوی - موږ کولی شو د بد کار کولو لپاره له خپلې آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړو، یا موږ کولی شو له خپلې آزادۍ څخه په هوښیارۍ سره کار واخلو، خدای ته تسلیم شو او د جنت لپاره وړ شو. هغه کسان چې د خدای له خوا ورکړل شوې آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي په قرآن کریم ک ورته ویل شوي:
"دا ستاسو د رب له لوري حقیقت دی. څوک چې غواړي، په هغې ایمان راوړي، او څوک چې وغواړي، انکار وکړي. د ظالمانو لپاره موږ اور چمتو کړی دی چې دوې به د چترۍ په څیر پوښي، او که دوې اوبه وغواړي، دوی ته به د ویلې شوي سیسې په څیر ګرمې اوبه ورکول شي، چې د دوې مخونه به وسوځوي: څومره بد څښاک دی، او څومره بد آرام ځای دی!" (قرآن ۱۸: ۲۹)
د نړۍ خالق دا نړۍ د یوې جوړې نیمایي په توګه جوړه کړې - اوسنی نړۍ، چې موږ پکې د زیږون وروسته خپل ژوند تیروو، لومړۍ نیمایي ده؛ او راتلونکې ابدي نړۍ چیرې چې به موږ له مرګ وروسته ژوند کوو بله نیمایي ده.
د انسان خالق په دې توګه انسان د یو ابدي مخلوق په توګه پېدا کړی او د هغه ژوند یې په دوو دورو ویشلی دی - د مرګ څخه مخکې دوره یا په دې نړۍ کې ژوند او د مرګ وروسته دوره یا د مرګ وروسته ژوند. د مرګ څخه مخکې محدوده موده د انسان لپاره د ازموینې په توګه ده، پداسې حال کې چې د هغه له مړینې وروسته ابدي دوره به د هغې د اعمالو پراساس د اجر یا د سزا موده وي.

د خدای د پلان له مخې، انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې وخت په وخت د ازموینې په توګه له ستونزو سره مخ کېږي. ستونزې او غم د خالق د تخلیق پلان یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
هیڅ انسان د دې توان نلري چې دا آزموینې او کړاو له خپل ژوند څخه وباسي. دا ترتیب د دې لپاره دی چې انسان ته د دې حقیقت یادونه وکړي چې اوسنی نړۍ د عیش او آرامۍ ځای په توګه نه ده جوړه شوې، بلکې د آزموینې د دورې په توګه جوړه شوې اوانسان ته دا فکرهم پېدا کړي چې ایا هغه په جنت کې د تل پاتې ژوند قابل دی او که نه.
دا د انسان خالق لخوا جوړ شوی سکیم دی. د تخلیق هدف دا دی چې هغه کسان غوره کړي چې د جنت په نړۍ کې د اوسیدو لپاره مناسب وي.