. تر ټولو غوره هغه څوک دی چې د دې ادراک کچې ته ورسېږي. دا ادراک درې ډوله دي. د لومړي او دوهم ډول د ادراک مثالونه په تاریخ کې وجود لري. تر هغه ځایه چې د دریم ډول ادراک خبره ده، د دې امکان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوازې په شلمه پیړۍ کې پېدا شوی.

د لومړي ډول کشف تجربه د پیغمبرانو لخوا ترلاسه شوه. دا تجربه د هغه څه په کچه وشوه چې لیدل کیږي (رویت). دا په قرآن کریم کې په دې آیت کې تشریح شوی: "موږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمکې سلطنت وښود، ترڅو هغه د ایمان ډاډ ولري." (قرآن، ۶:۷۵) د اسلام د پیغمبر په اړه الفاظ ورته دي. "او یقینا هغې هغه دوهم ځل ولېدل چې راښکته شو." (قرآن، ۵۳:۱۳). دا ډول ادراک د "لیدل شوي" په کچه ترلاسه کېږي او یوازې د پیغمبرانو لپاره ځانګړی شوی. 

د ادراک دوهمه کچه د یو چا د "بې وسۍ د کشف" په کچه ده. انسان د لوې خدای د ټول ځواک په پرتله خپله بشپړه بې وسۍ کشفوي. پدې توګه هغه د خدای ادراک ترلاسه کوي. دا په مناسب ډول په دې کلمو کې بیان شوی چې څلورم خلیفه علي ته منسوب شوي: "ما خپل رب د خپلو ارادو د ماتېدلو له لارې وموند."

د درک دریم ډول په "رضاکارانه یا اختیاري" کچه دی. دا په دې هکله دی چې که انسان بشپړ قدرت لري خو بیا هم د خدای عظمت کشف کوي او په خپله خوښه ځان د هغه په ​​وړاندې تسلیموي. دا بې له شکه تر ټولو ستونزمن کار دی. کله چې فیلسوفانو او مذهبپوهانو په داسې بحثونو کې برخه اخستل لکه "کله چې خدای قادر مطلق وي نو د انسان دریځ یوازې د بشپړ بې وسۍ دی،" دوې دې پایلې ته ورسیدل چې د انسان د ځواک درلودلو مفهوم یوازې خیالي دی.

دا دریم ډول ادراک "پخپله خوښه" کچه دی، انسان د دې ډول هیڅ پخوانۍ مثال نه درلوده. له همدې امله انسان د دې ډول درک هییڅ تصور نشو کولی. او کوم شی چې تصورنه بهروي هغه کشف کېدی هم نشي

په اوسني وخت کې د تیاره مادې (په انګیسي کې ډارک میټر) کشف د لومړي ځل لپاره پدې برخه کې یو غوره مثال دی. دا کشف موږ ته وایی چې شاوخوا 95٪ فضا د روښانه ستورو څخه ډکه ده، مګر د دوې ځلا نه لیدل کیږي، ځکه چې د تور سوري (په انګیسي کې بلېک هول) جاذبه کشش دومره زورور دی چې دوې د ستورو رڼا دروي او نه پریږدي چې  دوې روښانه شي.

دا کشف یو الهی مظاهره ده. دا مظاهره د فزیکي پیښې په بڼه موږ ته وایی چې د ځواکمن خدای لپاره دا هم ممکنه ده چې هغه ممکن د ځینو مخلوقاتو لپاره خپل قادر مطلق ځواک وساتي. له همدې امله د انسان د ځواک ریښتیني کولو لپاره خدای په لنډمهاله توګه د انسان په تړاو خپل ځواک درولی. د خدای د مطلق قدرت سره سره انسان ته تر قیامت پورې په ریښتینې معنی کې آزادي ورکړل شوې ده. دا کشف یوداسې مثال دی چې د دریم ډول درک ترلاسه کولو احتمال پېدا کوي.

د دې کشف وروسته هغه څه چې انسان باید وکړي دا دي چې په شعوري ډول ځان خدای ته په بشپړ ډول تسلیم کړي سره له دې چې دی بشپړ آزادي لري دا بې له شکه ترټولو ستونزمن کار دی. پدې کې انسان باید د دوو متضادو شیانو سره ژوند وکړي - له یوې خوا بشپړه بې وسۍ او له بلې خوا بشپړه ازادي. هغه څوک چې کولی شي خپل شعورته ترهغه حده پورې وده ورکړي چې وشي کولی د دوه داسې مخالفو سره ژوند وکړي، هغه به دا دریم ډول ادراک ترلاسه کړي. دا ادراک د انسان لپاره ناممکنه نه دی. انسان په طبیعي ډول دا وړتیا لري چې د تضادو مرکب په توګه ژوند وکړي. دا خبره د لویدیځ مفکر والټ ویټمن په دې ټکو کې بیانه کړې: زه دومره لوی یم چې دا ټول تضادونه ځان کې شامل کړم.