په ورته ډول په حدیث کې هم موږ داسې کلمې ګورو، لکه څنګه چې پیغمبر یو ځل وییلې و:"زما چوپتیا باید د فکر کولو چوپتیا وي، زما مشاهده باید سبق اخستلو لپاره وي". (مسند الشهاب القضای، حدیث نمبر 1159)

د ایمان یا حقیقت ادراک کول هم د دې نوعیت یو شی دی. د ایمان ادراک کول څه شی دی؟ دا په دې معنی دی چې انسان خپل خالق د هغه د مخلوق په اړه د فکر کولو او په لیدل شوي نړۍ کې د ناڅرګندې نړۍ موندلو له لارې کشف کړي. د قرآن په الفاظو کې، هغه د خدای د نښو له لارې داخلي واقعیتونه کشف کوي. يعنې، د بهرني ليدلوري څخه پورته هغه خپل بصيرت پیاړوی کوي.

غور کول يا ژور فکر کول د مومن لپاره دوهم طبيعت ګرځي. داسې طبیعت په هر ځای کې اغېزمن وي. د داسې مزاج درلودل مومن ته په دوامداره توګه د خدای يادونه کوي. هره ورځ، هغه يو څه کشف کوي چې په خدای د هغه باور زياتوي، پداسې حال کې چې نور خلک يوازې ظاهري حقايق ويني. مومن د خپل د مزاج له امله کولی شي د ظاهر څخه پورته حقايق وګوري. د فکر او غور کولو پروسه ځانګړی ځای يا يوازيتوب ته اړتيا نلري. دا پروسه د مومنانو په ذهنونو کې هره شېبه دوام لري. حتی د ګڼې ګوڼې په منځ کې هم هغه په ​​ژور فکر کې بوخت وي. (قرآن، 24:37)

سبق اخستل مومن لپاره روحاني خواړه دي. مومن لپاره که مادي خواړه د فزیکي ځواک سرچینه دی، نوسبق اخستل د هغې لپاره د روحاني خواړو مقام لري. د مادي خواړو پرته بدن نشي کولی روغ پاتې شي. په ورته ډول  فکري خواړو پرته روحانيت وده نشي کولی.