خو د معارفت موضوع په قران کې دې سره په بشپړ ډول توپيرلري او په بله طرېقه بیان شوی. قرآن معارفت یادوي مګرد دې په اړه هیڅ توضیحات نه ورکوي. د معارفت اصلي کلمه 'عرفه' ده. د معارفت نږدې اویا مشتقات په قرآن کریم کې څرګند شوي خو د دې توضیحات په هیڅ ځای کې ندي ذکر شوي. د مثال په توګه، د قرآن کریم دا آیت، "کله چې دوی هغه څه واوري چې رسول ته نازل شوي، تاسو ګورئ چې د دوی سترګې له اوښکو ډکې دي، د هغې حقیقت له کبله چې دوی یې پیژني" (۵:۸۳) یوازې دا ښیې چې د خلکو یوې ډلې قرآن کریم واورېد او  حقیقت یې درک کړ. مګر په قرآن کریم کې دا بیان په سمه توګه نه روښانه کوي چې دا درک څه دی چې دې ډلې ترلاسه کړ.

د قرآن کریم د پورته دوو آیتونو په پرتله کولو سره یو مهم حقیقت روښانه کیږي: د خدای پیژندنه کومه فقهي مسله نه ده چې په یوه ځانګړې ژبه کې تشریح شي. د خدای پیژندنه هغه څه دي چې د ځان کشف پر بنسټ ترلاسه کیږي. دا خو به یا د ځان کشف شوی حقیقت وي، یا به په بشپړ ډول کشف نه وي. د معارفت لپاره هم خدای خپل بنده ته همدغه طریقه غوره کړې، چې په اصطلاح د کشف طریقه بلل کیږي.

حقیقت دا دی چې معارفت د یو کس لخوا د خپل فکر او غور له لارې کشف کیږي. په بل عبارت، معارفت د دودیز (تقلیدي) موضوع پرځای یو تخلیقي موضوع ده. د خدای پیژندنه ترلاسه کول تخلیقي ذهن ته اړتیا لري. معارفت د کوم ټاکلي ځانګړي کورس یا د بل انسان څخه د تقلید له لارې نه ترلاسه کیږي. دا د ځان کشف دی او د اوږدې فکري مبارزې وروسته ترلاسه کیږي.

هغه څه چې په سیکولر اصطلاحاتو کې تخلیقي فکر بلل کیږي، په مذهبي اصطلاحاتو کې اجتهادي فکر بلل کیږي. اجتهادي یا تخلیقي فکر کول د قرآن په بیاناتو کې د پټ معنی کشف کول دي. د داسې معنی کشف یوازې د اجتهادي یا تخلیقي فکر له لارې ممکن دی. داسې  فکر د خدای د لوړ تحقق دروازه پرانیزي.

قرآن موږ ته وایي چې دا د الهي کتاب په توګه نازل شوی ترڅو موږ د هغې په آیتونو غور وکړو (۳۸:۲۹). د تخلیقي احساس په ترلاسه کولو کې قرآن د لارښوونې کتاب حیثیت لري. د تحقق اساسي اصل په قرآن کې ایښودل شوی دی. د لوړ تحقق دروازه د دې تخلیقي پروسې له لارې خلاصیږي.