د عصري ساینس له مخې د اوسني کایناتو عمر پنځلس ملیارده کاله دی. خدای لومړی د کاینات ذراتو ترکیب جوړکړ چې د سوپر اتوم په نوم یادیږي. په دې سوپر اتوم کې یوه چاودنه وشوه چې د لوی چاودنې په نوم یادیږي او متمرکز ذرات د فضا په پراخوالي کې خپاره شول. له دې ذراتونه د وخت په تېرېدو سره ستوري او سیارې جوړې شوې. له دې وروسته لمریز نظام جوړ شو او له دې نظام څخه زموږه اوسنی ځمکه وجود کې راغی. د دوو ګازونو، هایدروجن او اکسیجن، له یو ځای کېدو وروسته مایع اوبه تخلیق شو. بیا نباتات او حیوانات رامنځته شول. بالاخره انسان تخلیق شو او په ځمکه کې انساني ژوند پیل شو.
که دا ټوله پدیده ناڅاپه د تخلیق د معجزې په توګه رامنځته شوې وای، نو دا به یوازې د انسان لپاره د حیرانتیا لامل وای او د فکر کولو لپاره به یې هیڅ دلیل نه وای. خالق د دې پر ځای چې کاینات په یو ناڅاپي ډول پیدا کړي، د یوې اوږدې پروسې له لارې یې د دې ستر نظام تخلیق رامینځته کړ. د کایناتو په جوړولو کې ډیری عوامل ښکیل وو. په دې توګه د انسان لپاره دا ممکنه شوه چې په کایناتو کې فکر وکړي او فزیکي قوانین کشف کړي. په دې سره کاینات د انسان لپاره د ابدي معارفت یا د خدای پیژندنې سرچینه شوه. انسان لپاره دا ممکنه شوه چې د کایناتو تخلیقي پروسې باندې شپه او ورځ فکر وکړي. په ورته ډول، انسان لپاره دا ممکنه شوه چې د دې الهي تخلیقي نظام رازونو مطالعې ته دوام ورکړي او خپل د معارفت یا د خدای پیژندنې سفر جاري وساتي.