په دې حدیث کې د مومن حکمت د هغه کس د حکمت معنی لري چې الهي ادراک یا د خدای پېژندنه یې تر لاسه کړی وي. دا یو حقیقت دی چې هغه څوک چې الهي ادراک یې ترلاسه کړی وي، یو بې قیده انسان جوړېږي. هغه د خدای په رڼا کې ګرځي، او هیڅوک د خدای د رڼا د مړ کولو توان نلري.
هغه څوک چې ایمان یې تر ډیره حده د معارفت په کچه وي، یو باخبره انسان وي، په دې معنی چې هغه د فکري بیدارۍ تجربه کوي. هغه یو پیچلی مګر آزاد روح جوړېږي. هغه د حق او باطل ترمنځ د توپیر کولو استعداد تر لاسه کوي (قرآن، 8:29). پدې توګه هغه د یو ژور فکرخاوند جوړیږي او هغه خپل ځان کې د شیانو د وړاندوینې استعداد پیاوړی کوي.
د خدای ادراک انسان ته له دنیاوي شیانو نه د بې غرضۍ فضیلت ورکوي. دې ته زُهد (پرهیزګاري) ویل کیږي. دا هغه فضیلت لرونکی کس دی چې په یو حدیث کې داسې تشریح شوی: "هغه د خدای بنده دی چې د دنیا له شیانو سره هیڅ علاقه نلري. خدای د هغې په زړه کې حکمت ځای پر ځای کړی دی، هغه د حکمت خبرې کوي. خدای هغې ته د دې نړۍ بدۍ او د هغوی د درملنې لارې ښودلې دي. خدای هغه په سوله او امنیت سره جنت ته بوځي، کوم چې د سولې کور دی." (شعب الایمان، البیحقي، حدیث نمبر 10050)