یهودانو ته دا حق د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې ترمنځ د محدودې کوټې سیسټم لاندې ورکړل شوی و. د اسراییلو پراختیا، چې وروسته وشوه، د بالفور اعلامیې پایله نه وه بلکې د عربانو لخوا تعقیب شوې غلطې پالیسۍ پایله وه.

  د مثال په توګه په ۱۹۵۶ کې د سویز شرکت د اجارې یو اړخیزه پای ته رسیدل او همداسې د فلسطیني عربانو لخوا په لوړه بیه یهودانو ته د ځمکې پلورل ډېرې جدي پایلې درلودلې.

یهودیان یا اسراییلیان څوک دي؟ دوی د حضرت يعقوب اولاده او د حضرت ابراهيم لمسيان دي. په ځانګړي ډول، د نن ورځې يهوديان د حضرت يعقوب د څلورم زوی يهودا اولاده دي (چې د اسرائيل په نوم هم يادېږي، چې په عبراني ژبه کې د "خدای بنده" معنی لري).

د ابراهيم تاريخ څلور زره کاله پخوانۍ ده. ابراهيم دوه زامن درلودل، اسماعيل او اسحاق. مشر اسماعيل د هاجرې زوی و، او کشر اسحاق د سارا زوی و. د خدای په امر، ابراهيم اسماعيل په عربستان او اسحاق په فلسطين کې مېشت کړ. اسحاق يو زوی درلود چې يعقوب نومېده. هغه ته اسرائيل هم ويل کېده، د بني اسرائيلو اولاد. په دې توګه، فلسطين د اسرائيليانو وطن شو، لکه څنګه چې عربستان د اسماعيليانو وطن شو.

څرنګه چې د يهودي مذهب د خپلو نيکونو، اسحاق او يعقوب سره په مستقيمه توګه سمون لري، د ټولو يهوديانو ګډه ځمکه، پرته له دې چې د نړۍ په کومه برخه کې ژوند کوي، فلسطين دی. د اسماعيليانو وطن تل او اوس هم عربستان دی. دواړه د خدای په امر په دې ځمکو کې میشت شول.

لرغوني وختونه کې مذهبي مسلو کې تبعیض ډېرعادي و او یهودیان به ډېری وخت د عیسویانو لخوا ځورول کېدل. له دې کبله د پیړیو په اوږدو کې یهودیان په لویه کچه له خپل ټاټوبی فلسطین څخه ووتل او د جلاوطنۍ ژوند ته اړ شول. د بالفور اعلامیې له مخې دا پریکړه وشوه چې هغه یهودیان چې د جلا وطنۍ ژوند تېروي بیرته کولی شي فلسطین ته راستانه شي.

له ۱۹۴۸ کال وروسته کله چې د دې یهودانو یو شمیر چې په مختلفو هیوادونو کې یې ژوند کول فلسطین ته راغلل، عربانو د دوی په وړاندې سخت منفي غبرګون وښود. د عربانو ترټولو لوی سازمان، الاخوان المسلمون، د یهودانو لپاره د دې دښمنانه احساساتو له امله رامینځته شو. په هغه وخت کې، د عربي مشرانو شعار دا و چې 'موږ به یهودیان په سمندر کې وغورځوو.'

 د عرب مسلمان مشرانو لخوا د یهودیانو فلسطین کې مېشتېدو په کلکه مخالفت وشو، اند دا چې ټوله اسلامي نړۍ د یهودانو په وړاندې راپورته شوه. د ځانمرګو بریدونو په ګډون هر ډول تاوتریخوالی د دوی پر وړاندې حلال ګڼل کیده. خو دا ټول فعالیتونه چې یهودیان یې په نښه کول، بې ګټې ثابت شول.

مسلمانانو او یهودیانو دواړو په مساوي ډول د تاوتریخوالي فعالیتونو له امله زیان لیدلي دي. په داسې قضیو کې، قرآن کریم وایي، 'که تاسو زخم زغملی وي، نو دوی هم ورته زخم زغملی دی. موږ دا ورځې په وار وار خلکو ته راوړو' (۳:۱۴۰). په بل عبارت، د الهي پلان سره سم، الله پخپله هر ملت ته د دوی د ازموینې لپاره په وار وار سیاسي ځواک ورکوي.