پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو په ۶۲۲ میلادي کال کې له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ. وروسته له هغه چې اسلام د مدینې خلکو ته معرفي شو، داسې شرایط رامنځته شول چې په مدینه ښار کې دولت جوړولو لپاره مناسب و. تر ۶۳۲ میلادي کال پورې، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وفات په وخت کې، ټول عربستان لا دمخه د مدینې د سیاسي مرکز تر واکمنۍ لاندې راغلی و. وروسته د مسلمانانو سیاسي ځواک په چټکۍ سره پراخ شو تر هغه چې د آسیا، افریقا او اروپا په لویه برخه کې د اسلام رڼا خوره شوه. دا مسلمان واکمني کله پیاوړی او کله کمزوري حالت کې د زرو کلونو څخه زیات دوام وکړ.

د دې مسلمان سیاسي ځواک خپریدل د امپراتورۍ پراخوالي ته ورته وو. په اصل کې دا د اسلام د ایډیالوژۍ پر بنسټ ولاړه وه. د مسلمانانو د واکمنۍ په دې اوږده دوره کې انسانیت ډېرې ګټې ترلاسه کړې. د مثال په توګه، د انساني مساوات د دورې راتګ، د توهم پرستۍ د دورې پای ته رسیدل، د عدالت تاسیس، د ټولو طبقو ترمنځ د زده کړې خپرول، او داسې نور. که څه هم - لکه څنګه چې دا د طبیعت عمومي قانون دی - د مسلمانانو واکمني په بشپړه توګه له نیمګړتیاوو څخه پاکه نه وه؛ دې د انسان په تاریخ کې د پرمختګ یو نوی دور معرفي کړ.

د مسلمانانو د واکمنۍ ترټولو ارزښتناک نوښت دا و چې د انسان په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره زده کړه په ډله ایزه کچه عامو خلکو ته ورسوله. د اسلام څخه مخکې زده کړه ډیره محدوده وه، او خلک عموما بې سواده وو. د کتابونو مطالعه یوازې د مذهبي متنونو لوستلو معنی لرل او یا د شاهي ژوندلیکونو مطالعه.

د زده کړې د خپریدو دلیل

قرآن په فکر او غور ټینګار کوي. اسلامي انقلاب نه مخکې خلکو طبیعت ته د معبود په سترګه ليدله. د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال طبیعت د قرآني ایډیالوژۍ تر اغیز لاندې د عبادت له مرکز څخه بې ځایه شو. وروسته طبیعت د څیړنې او پلټنې موضوع شو او په حقیقت کې همدغه د ساینسي انقلاب لامل شو.

د دې بې ساري هڅونې اصلي دلیل، بې له شکه، د قرآن اغیز و، چې د انسان په تاریخ کې لومړنی ساتل شوی الهي کتاب دی او کوم چې انسان ته پر طبیعي پیښو غور کولو ډیر ټینګار کوي.

قرآن په فکر او غور دومره ټینګار کوي چې تقریبا دا ذهني فعالیتونه د عبادت حیثیت ته رسي. د قرآن د دریم سورې وروستي آیتونه د هغو کسانو یادونه کوي چې په کایناتو او د اسمانونو او ځمکې په جوړولو کې فکر کوي (۳:۱۹۱). د ۳۵ سورې په ۲۸ آیت کې، هغه کسانو ته چې د بارانونو په سیسټم، د نباتاتو نړۍ، څارویو، د غرونو په جوړولو او داسې نورو پدیدو فکر کوي، د عالمانو حیثیت ورکړل شوی دی. د لومړي ځل لپاره، موږ له قرآن څخه پوهیږو چې "خدای هر څه چې په اسمان او ځمکه کې دي ستاسو تابع کړي دي" (۴۵: ۱۳). د دې نتیجه دا شوه چې طبیعت د انسان معبود نه بلکې دانساني فکر، غور او څېړنې تمرکز شو.

داسې څو آیتونو مومنان په قرآن کې د پوهې یوې پراخې ساحې ته معرفي کړي دي. په همدې اساس، ټول کائنات د غور کولو لپاره یو پراخ کتابتون شو. زده کړه نور محدوده ساحه پاتې نه شوه بلکې په یوه داسې ساحه بدله شوه چې ټولو ته د لاسرسي وړ وه.

دا کومه ساده خبره نه وه. شرک، چې د اسلام له ظهور څخه مخکې په ټوله نړۍ کې غالب و، د طبیعت عبادت بل نوم و. د شرک په ایډیالوژۍ کې، طبیعت د معبود یو شکل و او هیڅکله د څیړنې د موضوع په توګه نه شو ګڼل کیدی.

د مسلمانانو د واکمنۍ پرمهال د قرآني ایډیالوژۍ تر اغیز لاندې د طبیعت پیښې د څیړنې او پلټنې یوه لویه موضوع شوه. مدینه د دې نوي کلتور لومړی مرکز شو، او وروسته دا دمشق، قاهره او بغداد ته ورسید. په بغداد کې دې علمي بحثونو او څېړنو ډیره وده وکړه. وروسته دا د مسلمانانو هسپانیې ته ورسید، چې قرتبا او ګراناډا یې مرکزونه شول. د مسلمانانو د واکمنۍ لاندې د زده کړې دوره پیل شوه؛ د کایناتو ټول شیان د مطالعې او څیړنې موضوع شول، پداسې حال کې چې مخکې به دوی سره په جدي د معبود چلند کیده.

ډیری پوهانو دا حقیقت منلی دی. د مثال په توګه برتانوي تاریخ پوه آرنولډ ټوینبي (مړینه 1975) دا پوښتنه راپورته کړه چې کله چې فزیکي ساینس د طبیعت کشف پرته بل څه نه وو - طبیعت چې تل په نړۍ کې شتون درلود - او انسان ترې له پیل څخه خبر و، ولې د طبیعت کشف دومره وځنډېډ؟ د دې پوښتنې د ځوابولو په هڅه کې، آرنولډ ټوینبي لیکلي چې، په لرغونو وختونو کې انسان طبیعت ته د مقدس څیز په سترګه کتلو سره، هغه ته د الهی حیثیت ورکړی و. له همدې امله انسان هیڅکله د طبیعت د پلټنې یا فتح کولو فکر نشو کولی. د آرنولډ ټوینبي په وینا، د انساني تاریخ په وروستیو دورو کې کله چې توحید ایډیالوژیکي عروج ترلاسه کړ، د شرک ایډیالوژۍ ته یې د پای ټکی کېښود، انسان د طبیعت په اړه ډیر مختلف فکر کول پیل کړل. دا وروسته د ساینسي انقلاب لامل شو. (د جزیاتو لپاره، د لیکوال لخوا لیکل شوی "اسلام: د عصري عصر خالق" وګورئ)