قرآن موږ ته وایي "هر هغه بدبختي چې تاسو ته راځي ستاسو د خپل کار له امله ده." (۴۲:۳۰) دا قرآني آیت یو بنسټیز حقیقت بیانوي - چې دا نړۍ د علت په بنسټ ولاړه ده. لکه څنګه چې لامل دی، نو پایله به یې همغسې وي. دا آیت موږ ته درس راکوي چې هرکله چې موږ له کومې بدبختۍ سره مخ کیږو، موږ باید د هغې لامل په خپل ځان کې ولټو، نه له خپل ځانه بهر. که یو څوک دا بنسټیز حقیقت درک کړي او په ژوره توګه پرې پوه شي، نو هغه به هیڅکله د خپلو بدبختیو لپاره نور ملامت نه کړي او د هغوې په مقابل کې به تاوتریخوالی پیل نه کړي.

 یوازینی شی چې هغه یې باید وکړي دا دی چې د خپل ژوند په معاینه کې ښکیل شي. هغه به خپلې غلطۍ ومومي، ترڅو د دوی په اصلاح کولو سره هغه ځان د نورو ستونزو څخه وژغوري. د خپلو ستونزو لپاره نور ملامتول د یو ناروغ سړي په څیر دي چې خپل ګاونډی د خپلې ناروغۍ لپاره ملامتوي او بیا ورسره جګړه کوي. فرض وکړئ چې په یوه ښار کې د ترافیک قوانین له مخې موټر باید ښي خوا ته وچلول شي. اوس که تاسو په چپ لوري موټر چلول پیل کړئ نو تاسو به د پیښې سره مخ شئ. دې صورت کې یو موټر یا بل موټر سره ټکر یقیني دی. په ظاهري ډول، داسې ښکاري چې دا حادثه ستاسو د موټر سره د بل موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. مګر تاسو به یقینا دا حق ونلرئ چې ددې پړه په بل موټر چلوونکی واچوۍ. تاسو باید دا ومنئ چې ګناه ستاسو وه - ځکه چې تاسو د سړک په غلط اړخ کې موټر چلولو - او دا د بل کس تېروتنه نه وه، چې ېې په ښي اړخ کې موټر چلول.

 همدغه مثال زموږ د ژوند هر اړخ باندې تدبیقیږي. هرکله چې تاسو په ژوند کې له کوم زیان یا بدبختۍ سره مخ شئ، تاسو باید مخکې له مخکې پوه شئ چې هر څه چې پیښ شوي دي ستاسو د خپلو غلطیو له امله دي.

 دا د ژوند سره د چلند سمه لاره ده. که تاسو په دې ډول فکر وکړۍ نو تاسو به ځان اصلاح کړئ او خپل راتلونکی به وژغوروئ. مګر که، برعکس ددې، تاسو د خپلو بدبختیو لپاره نور ملامتوئ، نو تاسو به یوازې خپل راتلونکی ته تاوان ورسوۍ .