انسانه! خپل ځان وپیژنه!
که چیری په یوه مجلس کې دا سوال را پورته کړی ـ شی چې نن د انسان تر ټولو لویه ستونزه څه ده. نو مختلف خلک به د دی مختلف نظرونه ورکړي. څوک به وایی چې د ټولو نه لویه سټونزه دا ده چې ذره وې وسلو آزموینی دی بندی کړی شې. څوک به د دنیا زیاتیدونکی نفوس د ټولو نه لویه ستونزه وګرځوی. څوک به وایی حاصل او ویش نظام اصلاح کول د انسان تر ټولو لویه ستونزه ده لنډه دا چې ډول ډول ځوابونه به واورو.
د دی نه جوته کیږي چې انسان اوس انسان نه پیژنی که چیری هغوی خپل ځان پيژندی نو د ټولو ځوابونه به یو وو. ټولو به دا ویل چې نن د انسان د ټولو نه لویه ستونزه دا ده چې انسان خپل حقیقت هیر کړی دی، هغه د دی حقیقت څخه ناخبره دی چې هغه به یوه ورځ مړکیږي او د مړنی نه وروسته به خپل خدای ته حساب لپاره ورځی. که چیری مونږی د ژوند حقیقت وپيژنو نو مونږ به د دنیا نه بلکه آخرت لره خپله اصله ستونزه وګرځوو.نن هم د دنیا اکثره خلک خدای پاک او آخرت منی. داسی نه ده چې هغوی یي منکر شوی وی. خو دی منلو اړه د هغوي د عمل سره نشته دي په حقیقی ژوند کې د هر سړی مخی ته یوازی دا سوال دی چې هغه د خپل نن دنیا څنګه کامیابه وګرځوی که چیری زمونږ رصد خانی یوه ورځ دا اعلان وکړي ـ چې د ځمکی د جاذبی قوه ختمه شوی ده او هغه شپږ زره میله په یو ساعت رفتار سره ـ د لمر په لور را کښل کیږي نو په ټوله دنیا کې به چپتیا خپره شی ـ ځکه د دا ډول یوه راپور معنی به دا وی ـ چې په څو اونیو کې دننه به د ځمکی په سر د هر ډول ژوند پائله وشې. خو دا دنیا هر لحظه د دی نه زیاتو شدیدو خطرونو سره مخامخ ده. او څوک هم نشته چې تری د ویری اړتیا محسوس کړي. دا خطر چې دی د قیامت خطر دی چې د ځمکی او د آسمان د پیدا کولو له ورځی څخه د هغی لپاره ټاکل شوی دی او د کوم لور ته چې مونږ ټول ډیر په تیزی سره روان یو د عقیدی پوری ټول خلک دا منی خو داسی خلک ډیر کم دی چې د دی په هکله جدیت سره څه فکر کولو اړتیا محسوسوی.
که چیری ته د شپی مهالی په کوم خلاص شوی بازار کې ودریږی او وګوری چې ټول خلک څه لپاره منډی ټړلی کوي. نو درته به معلومه شی چې د نن انسان کوم شی لره خپله اصله ستونزه ګرځولی ده. لږ تصور وکړی په ډک بازار کې د موټرانو تګ را تګ: څه لپاره کیږي؟ دوکاندار څه لپاره خپل دوکان ښائسته کړی، د انسانانو غولی،غولی چیرته ځی راځی، د خلکو د خبرو اترو موضوع څه ده، او د یوه بل سره کتنه د څه غرض لپاره کیږي، د کومو شیانو سره خلک مینه کوی، د هغوی اعلی صلاحیتونه او د هغوی د جیب پیسی د څه مقصد لپاره خرچ کیږي، څوک چې خوشحاله دي د څه شی لاسته راوړنی باندی خوشحاله دي، او کوم مخونه چې خفه ښکاریږي د څه شی بی برخی هغه حفه کړی دی، خلک د خپلو کورونو څخه څه شیانو سره را وځي، او څه شیانو سره هغوی بیرته ګرځیدل غواړي، که چیری ته د خلکو د مصروفتنو او د هغوی د خلو څخه را وتونکو غږونو څخه د هغوي د مختلفو حرکاتو او ناستی پاستی څخه د هغوي د پوښتنو ځوابونه معلوم کړی شی نو همدی ځنی تا ته د دی سوال ځواب هم معلوم شی چې د نن انسان کوم شی خپله اصله ستونزه ګڼی او څه ترلاسه کول غواړی.
ریښتیا دا ده چې د بازارونو بروبار او په ډيرو مصروفو سرکونو باندی پر له پسی د انسانانو تګ را تګ دا غږ وهی ـ چې د نن ورځي انسان د خپلو خواهشونو پسی منډی وهی. هغه آخرت نه بلکه یوازی دنیا ترلاسه کول غواړی. که چیری هغه خوشحاله دی نو ځکه خوشحاله دی چې د هغه دنیوی خواهشونه پوره کیږی که غمګین دی نو ځکه غمګین دی چې دنیوی خواهشونه یی پوره کیدونکی نه ښکاریږی. د نن اړتیاوی. د نن آرام، د نن عزت، دنن فرصتونه بس همدغولاسته راوړلو نوم د خلکو په وړاندی بری دی ـ او د دغو څخه بی برخی کیدل د خلکو په وړاندی نا کامی ده. همدا هغه شی دی چې ورپسی ټوله انسانی قافله منډی وهی چا ته هم د راتلونکی ورځی فکر نشته هر شخص بس د نن پسی لیونی کیږی. یوازی د غټو،غټو ښارونو دا حال نه دی بلکه چیر ته هم چې څه انسانان وسیږي ـ او څو ګرځیدونکی خلک موجود وی. د هغوی ټولو همدغه حال دی ته چې څوک ګوری هغه په همدی خیال کې ډوب شوی ښکاریږی سړی وی او که ښځه مالداره وی او که غریب زوړ وی او که ځوان جاهل وی او که عالم، ښاری وی او که کلی وال تر دی چې مذهبی وی یا غیر مذهبی ټول په همدغه یوه لور منډی وهی.
نن د انسان تر ټولو لوی خواهش او تمنا یوازی دا ده چې په دنیا کې هغه څومره څه ترلاسه کولی شې ترلاسه یی کړی همدغه هغه د خپل ځان لپاره ًکارً ګڼی همدغه لپاره خپل غوره وختونه او صلاحیتونه کار وی. د همدی په فکر کې ورځ او شپه مشغول دی تر دی که چیری ضمیر او ایمان قربان نولو سره دا شی ترلاسه شې ـ نو هغه خپل ضمیر او ایمان هم د دی معبود نذر کولو لپاره تیار دی. هغه دنیا حاصلول غواړی خواه که هغه په څه ډول هم ترلاسه شی ـ خو دا ډول هره بری یوازی د دنیا بری دی په آخرت کې هغه بخی څه په کار نشی راتلی ـ کوم کس چې یوازی د خپل د نن دنیا جوړلو په فکر کې وی او آخرت په لور غفلت کې دی دهغه مثال د هغه کس غوندی دی چې په خپله ځوانی کې زړښت لپاره څه پانګه نه جمع کوی تر دی پوری چې کله د هغه قوتونه ځواب ورکوی او هغه د کارکولو څخه معذوره کیږی نو ورته معلومیږی چې اوس د هغه څه ځای نشته.
هغه ګوری چې ما سره کور نشته خو اوس هغه خپل کور جوړولی نشی هغه ګوری چې ورسره د موسمونو څخه د ژغورنی لپاره کالی او بستره نشته خو اوس پکی دومره شومه نشته چې هغه ځان لپاره کالی او بستره جوړه کړی شی هغه ګوری چې د خوراک یی څه انتظام نشته خو اوس هغه د خپلو خوړو لپاره څه کولی نشی هغه ارمان سره د یوه دیوال سوری ته جنبړی اغوستی پروت وی چې سپی ورته غپیږی او هلکان یی په تیږو ولی. مونږ په خپلو سترګو سره دا ډول مثالونه ګورو چې تری یوه سپکه اندازه کیدی شی چې څوک د آخرت لپاره ګټه نه کوی د آخرت ژوند به یي څنګه وی، خو سره د دی په مونږ کې څه وارخطائی نه پیدا کیږی ـ په مونږ کې هر کس یوازی د خپل نن ودانولو کې مصروف دی هغه د خپل سبا څه فکر نه کوی. د جنګ په زمانه کې کله چې د هوایی حملی زنګ وهل کیږي او په خپل هیبت ناکه غږ سره دا اعلان کوی چې د دښمن آتشی بمونه سره عولی،عولی را روانی دی او په لږ ساعت کې به ښار د اور او لوګی څخه ډک کړی ـ
خلک زر تر زره مورچو ته ولاړ شی ـ نو یو دم هر سړی به لنډی مورچی په لور ځی او په لږ وخت کې ډیر ودان سرکونه بیخی چپ او خاموشه کیږی کوم کس چې داسی ونه کړی د هغه په هکله به ویل کیږی چې هغه ناپوهه دی یا یی عصاب خراب شوی دی. دا د دنیا د وړی خطری معامله ده بله یوه د دی غټه او د دی نه ډیره یقینی خطره ده چې په هکله یی د کائنات څښتن له لوری خبرداری ورکړی شوی دی. خدا پاک د خپلو رسولانو په ذریعه دا اعلان کړی دی چې ً خلکو ځما عبادت وکړی ً د یو بل حقونه پوره کړی او د ځما د خوښي سره سم ژوند تیر کړی. څوک چې داسی ونه کړی زه به ورته داسی سخته سزا ورکړم چې هغه یی تصور نشی کولی دا به یو دایمی عذاب وی چې پکی به هغه تل کړیږی او کله به تری وتی نشی. دا اعلان هر غوږ اوریدلی دی او هره ژبه یی په څه نه څه شکل کې د هغی اقرار کوی. خو د خلکو حال چې وګوری نو داسی معلومیږی چې څه خبره هم نه ده. د دنیا ګټی ترلاسه کولو لپاره خلک هغه هر څه کوی چې ورته ندی کول پکارـ د ژوند قافله ډیره په تیزی سره په هغه لاره منډی وهی چې د تلو نه یی ایساره کړی شوی ده. د فوځیانو د قرار ګاه څخه چې کوم زنګ وهل کیږی په هغه باندی عمل کولو لپاره خلک زر په منډه کیږی او د کاینات د څښتن له لوری چې د کومی خطری اعلان کړی شوی دی د هغه نه چاته پریشانی پیداکیږی نه خلک د هغه په بلنه باندی منډی نه وهی.
د دی سبب څه دی؟ د دی سبب دا دی چې فوځی قرارګاه زنګ چې د کومی خطری اعلان کوی د دی اړه د نن دنیا سره ده چې سړی په خپلو سترګو سره وینی او نتیجه یی زر محسوسوی . خو د خدا له لوری چې د کومی خطری اعلان کړی شوی دی هغه د مرګ نه وروسته مخی ته راځی زمونږ او د هغه په مینځ کې د مرګ دیوال خنډ دی. هغه په وسنی سترګو سره مونږ ته نه ښکاریږی مونږ نه د هغه الوتکی ګورو نه یی بمونه او نه یی د اور او دود د بارانونو لره ځکه د هوایی حملی د زنګ خو خلک زر یقین کوی خو خدای چې د کوم عذاب خبر ورکړی دی په اوریدو سره یی په هغوی کې څه حیرانتیا نه پیدا کیږی د هغه به هکله هغه یقین نه پیدا کیږی کوم چې د عمل کولو لپاره سړی لیواله کړی. خو خدای پاک مونږ ته یوازی هغه دوه سترګی نه دی را کړی چې له ټنډی لاندی ښکاریږی او مخامخ شیونه ګوری. مونږ سره یوه بله سترګه ده چې ډیر لری پوری کتلی شی کومه چې پټ شوی حقیقتونه هم ګوری دا سترګه د عقل سترګه. د خلکو د بی یقینی سبب همدا دی چې هغوی خپله همدا بله سترکه نه کاروی. هغوی چې مخامخ څه ګوری ګڼی چې بس همدا حقیقت دی. حال دا چې که چیری د غور او فکر نه کار واخلی نو معلوم به شی چې کوم شی زمونږ سترګو مخی ته دی د دی نه ډیر د باور وړ دی هغه شی کوم چې زمونږ د سترګو مخی ته نشته.
که چیری دا پوښتنه وکړی شی چې په دی نړی کې هغه کوم حقیقت دی چې هر سړی یی منی نو د هغه به یو ځواب وی یعنی مرګ، مرګ یو داسی حقیقت دی چې هر لوی او وړوکی یی منی ـ مونږ کی هر سړی پوهیږی چې کله هم د هغه مرګ راتلی شی خو کله چې د مرګ خیال راځی نو په عام توګه خلک دومره فکر کوی چې ځما مرګ نه پس به ځما د اولاد څه کیږی. د مرګ نه وړاندی خو هغه د خپل ژوند په هکله ډیر سوچ کوی خو د مرګ نه پس هغوی ته یوازی د کور او اولاد فکر وی. د اولاد راتلونکی خوندی کولو لپاره خو هغه ټول عمر لګوی خو کوم راتلونکی چې خپله د هغه مخی ته را روان دی د هغی ودانولو لپاره څوک هم ځیار نه کوی. لکه د هغوی د مړینی نه پس یوازی د هغوی د اولاد وجود باقی وی خپله د هغوی به نه څه بدن وی چې لپاره یی د تیاری کولو اړتیا وی.
په دی انداز کې د خلکو سوچ کول ښایی چې هغوی ته کیدایشی د دی احساس نه وی چې د مرګ نه پس هم یو ژوندون شته بلکه اصل ژوند د مرګ نه پس پیل کیږی. که چیری هغوی ته د دی خبری باور وی چې د مړینی نه پس کله چې هغه په قبر کې خخیږی نو په حقیقیت کې هغه خخیږی نه بلکه یوه بله دنیا کې داخلول کیږی ـ نو هغه به او الاد د راتلونکی په هکله فکر مند کیدو نه وړاندی به یی دا فکر کړی وی چې ً د مړینی نه پس به ځما څه انجام وی. ریښتیا دا ده چې د اوسنی دنیا اکثره انسانان که هغه مذهبی وی یا غیر مذهبی د دی یقین نه خالی شوی دی چې هغوی د مړینی نه پس نه ختمیږی بلکه نوی ژوند ترلاسه کوی. یو داسی ژوندون چې د اوسنی ژوند نه ډیر حقیقی اوغوره دی.
د مرګ نه پس د راتلونکی ژوند په هکله شک له دوو سببونو څخه پیدا کیږی یو دا چې انسان مړ شی په خاورو کې حل کیږی. کله چې مونږ ګورو چې انسان مړینی سره ختم شو نو زمونږ په یوهه کې نه راځی چې هغه به یو ځل بیا څنګه ژوند ومومی او بل سبب دا دی چې د مرګ نه پس چې کومه دنیا ده هغه مونږ ته نه ښکاریږی. اوسنی دنیا خو هر کس خپلو سترګو سره ګوری خو راتلونکی دنیا تراوسه پوری چا لیدلی نه ده. ځکه زمونږ باور نه کیږی چې د دی ژوند نه پس به هم کوم ژوند کیدی شی. راځی چې په دغو دواړو سوالونو باندی غور وکړو.