د مرګ نه پس ژوند
کله چې زه مړ شم او خاوری شم نو آیا ما به بیا را ژوندی کوی، دا سوال پدی ډول تعین کولو سره ډیر کم خلک سوچ کوی خو هر هغه شخص چې پدی خبره باندی ژور نلری چې د مرګ نه وروسته له یو داسی نوی ژوند سره مخامختیا راتلونکی ده ـ هغه په ذهن کې دا پوښتنه پټه وی هیڅ ارزښت نلری کوم شخص چې د نن په ژوند کې د سبا د ژوند لپاره فکر مند نه وی هغه د دی خبری ثبوت وړاندی کوی چې هغه د سبا ژوند پحقله په شک کې اخته دی که هغه باقاعده پدی ستونزه باندی فکر کوی او که نه.
خو که چیرته مونږ په جدیت (رښتیا) سره غور وکړو نو په ډیر اسانۍ سره د دی په حقیقت پوهیدی شو. که څه هم خدای (ج) د مرګ نه بعد وړاندی راتلونکی حقیقتونه زمونږ د نظر څخه پټ کړی دی ځکه چې هغه زمونږ امتحان اخلی ـ خو په نړی کې داسی بی شمیره نښی نښانی خپری کړی دی چې پری غور کولو سره مونږ په ټولو حقایقو باندی پوهیدئ شو. دا د نړی یوه آینه ده په کومی کې چې د بلی دنیا عکس ښکاریږی.
لکه تاسو پوهیږئ چې مونږ په خپل اوسنی شکل کې له لومړئ ورځی راهیسی موجود نه وو. د انسان ابتدا د یوه بی ډوله سپکی مادی څخه کیږی چې د مور په ګیډه کې غټیدو سره د انسان صورت اختیار وی. او بیا د پیدايښت نه بعد د نوری پرمختیا کولو سره پوره انسان وګرځی (مطرح) شی. د یوه بی شعوره او سپکه ماده چې د وړکوالی له وجی په نظر نه راځی. د هغی غټیدل او شپږ فټه د تګ انسان ګرځیدل. یو داسی پیښه ده چې هره ورځ په دی دنیا کې واقع کیږی. بیا پدی پوهیدو کې تا ته څه مشکل پیښیږی چې زمونږ د بدن اجزا کوم چې بیخی کوچنۍ، کوچنی زری وګرځی او په ځمکه کې خپری شی نو بیا ځل هغه د پوره د انسان صورت اختیارولی شی.
هر انسان کوم چې تاسو نن ژوندی وینئ هغه په اصل کې د انسان په شکل بی شمیره اتومونه دی. کوم چې له وړاندی زمونږ په ځمکه او فضاء کې دننه په نا معلومه پراخیو کې خواره شوی وو ـ بیا هوا، اوبه او خوراک دغه اتومونه راوړل او یو انسانی بدن کې یی سره یو ځای کړل او اوس مونږ د دغو د منتشر شوو اتومونو مجموعه د یو ژوندی انسان په صورت کې وینو. همدغه عمل به بیا تکراریږی ـ زمونږ د مرینی نه پس به زمونږ د ژوند اجزاء هوا، اوبه او غذا په ځمکه کې حل شی ـ او کله چې د دی نه پس د خدای حکم وشی نو هغه به همدا ډول سره را یوځای او د یو بدن په صورت کې به سره مجسم شی ـ لکه څنګه چې هغه لومړی ځل سره مجسم شوی ووـ یوه پیښه چې شوی ده که چیری هماغه بیا مینځ ته راشی ـ نو پدی کې به د تعجب (حیرانتیا) څه خبر وی.
خپله په مادی دنیا کې دا ډول بیلګی موجود دی کوم چې د دغه حقیقت په لور اشاره کوی چې ژوند په دویم ځل تکراریدای شی ـ هر کال مونږ په اورښت کې وینو چې په ځمکه کې شنیلی را ټوکیږی او هغه طرف ته سمسورتیا خپریږی ـ بیا د ګرمی موسم د هغه لپاره د مرګ د پیغام په هیث راځي او ټوله ځمکه اوچیږي چرته چې شنیلی رپیده هلته شاړ میدان ښکاریږی دغه ډول یو ژوند پیل او بیا ختم شی ـ خو کله چې بیا د اورښت موسم راشی او باران وشی نو هماغه مړه شوی سبزی شنیلی یو ځل بیا را ژوندی کیږی او وچه ځمکه بیا سمسورتیا غوره کړی دغه ډول انسان هم د مړینی نه پس را ژوندی کیږی.
د یو بل اړخ نه ورته وګورئ د مرګ نه پس د ژوند په هلکه شک ځکه پیدا کیږی چې مونږ خپل تصویر د خپل اوسنی حسمانی وجود په شکل کې کوو- مونږ پوهیږو چې بهر یو ژوندی بدن ښکاریږی همدا اصلی انسان دی او کله چې دا وروست (خوسا) شی او د دی اجزاء په خاوره کې حل شوی وئ نو دا به دوباره څنګه یوځای او مجسم کولو سره ودرول شی ـ مونږ پخپلو سترګو سره وینو چې یو ژوندی انسان مړ شی هغه خاموشه کیږی، د هغه حرکت ودریږی، د هغه ټول صلاحیتونه له مینځه ځی، د دی نه پس هغه په ځمکه کې خخیږی یا د ځنی قومونو له دود سره سم سوځولو سره او په سیند کې لاهو کیږی، څو ورځی پس ذری، ذری کیدو سره دا شان د ځمکی حصه کیږی چې بیا د هغه څه وجود مونږ ته نه ښکاریږی ـ د یو ژوندی انسان دغه ډول له مینځه تلل مونږ هر ورځ ګورو بیا زمونږ په علم کې نه راځی چې دا انسان کوم چې مینځه تللی هغه به بیا څنګه مینځ ته راشی.
خو زمونږ اصلی وجود زمونږ دا جسم نه دی کوم چې زمونږ ظاهرً په حرکت کې وینو بلکه اصل وجود هغه داخلی انسان دی کوم چې په سترګو نه لیدل کیږی کوم چې فکر کوی، بدن په حرکت کې ساتی چه موجودیت یی بدن ژوندی ساتی او چې د وتلو سره بدن موجود وی خو پکی څه ډول ژوندون نه منده کیږی. حقیقت دا دی چې انسان د یو مخصوص بدن نوم نه دی بلکه د هغه روخ نوم دی چې په بدن کې موجود وی. د بدن په هکله مونږ نه معلومه ده چې دا ده ډیر وړو، وړو ذرو د یو ځای کیدو څخه جوړ شوی دی چې ورته ژوندی حجره (living cell) وئیل کیږی زمونږ په بدن کې د حجرو هماغه حیثیت دی چې په یو کور کې د هغه د خختو وی زمونږ د بدنی و دانی دا خختی یا په اصطلاحی ژبه کې حجری زمونږ حرکت او عمل په دوران کې پر له پسی ماتیږی چې کمی یی مونږ د خوراک په ذریعه پوره کوو. خوراک هضم کیدو سره همدغه مختلف ډول حجری حوړ وی کوم چې د بدن کمی پوره کوی. دغه شان د انسان بدن پرله پسی رژیږی او بدلیږی زړی حجری ماتیږی او نوی حجری یی ځای نیسی. دا عمل هره ورځ تر دی چې لږ موده پس ټول بدن بیخی نوی شی ـ
دا عمل اندازاً لسو کالو کې بشپړ کیږی. په نورو ټکو کې ستا کوم بدن چې لس کاله وړاندی وو. له هغه ځنی نن هیڅ هم پاتی نه دی. نن ستا بدن یو نوی بدن دی لس کالو په مده کې د ستا د بدن کومی حصی چې ماتی شوی دی هغه که یو ځای کړی شی ستا په شکل یو بل انسان ودرول کیدی شی تر دی چې که چری ستا عمر سل کاله وی نو ستا غوندی تقریباً لس انسانان جوړیدی شی دا انسانان به په ظاهره ستا په څیر وی خو هغه به ټول مړه جسمونه وی چې پکی ً ته ً به موجود نه وی ځکه چې تا پخوانی بدنونه پریښودی دی او یو نوی بدن دی خپل قالب ګرځولی دی. دغه ډول ستا بدن جوړیږی او ورانیږی خو په تا کې داخلی څه بدلون نه راځی. کوم شی چې تاسو ورته ً زهً وایی هغه همغه شان پاتی وی تا چې چا سره لس کاله وړاندی یو تړون کړی وه نو ته هر وخت هغه منی چې دا تړون ً ما ً کړی ووـ حال دا چې اوس ستا پخوانی بدن باقی نه دی ـ هغه لاس ستا بدن کې نشته کوم چې تړون په کاغذاتو باندی امضاء کړی وی او نه هغه ژبه موجود ده کومی چې د تړون په هکله خبری اتری کړی وی لیکن ًتهً اوس هم حاضر یی او منی چې لس کاله وړاندی کوم تړون وه چې ما کړی وو هغه هم ځما معاهده وه او اوس هم زه د هغی پابند یم. همدغه هغه داخلی انسان دی چې د بدن
سره نه بدلکیږی نه، بلکه سره د بدن د څومره بدلونونو هغه هماغه شان باقی وی.
د دی نه ثابت شوه چې انسان د یوه خاص بدن نوم نه دی چې مړینی سره یی انسان هم مړ شی بلکه هغه یو داسی روح دی چې د بدن نه بهر خپل وجود لری او د بدن اجزاء منتشر کیدو نه پس هم هماغه شان باقی وی د جسم په بدلیدو او د روح د نه بدلیدو کې د دی حقیقت واضحه اشاره موجود ده چې بدن فنا کیدونکی دی او روح نه فنا کیدونکی ـ بعضی نادانه خلک دا وایی چې ژوند او مرګ نوم دی د ځینی مادی اجزاء د یو ځای کیدو او بیا خوریدو کیدو ـ د دغو اجزاء د یو ځای کیدو څخه ژوندون جوړیږی
او د جدا کیدو سره یی مرګ پیښیږی ـ همدغه نظریه چکبست په دغو ټکو کې ادا کړی ده.
زندګی کیا ھے عناصر میں ظهور ترتیب
موت کیا هے انہں اجزاء کا پریشان ہونا
خو دا یوه داسی خبره ده چې د علم سره یی څه اړه نشته. که چری ژوند محض د د عناصرو کې د یوه خاص ترتیب دی نوم دی نو تر هغه وخت پوری یی باقی پاتی کیدل پکار دی تر کومی پوری چې د عناصرو دا ترتیب موجود وی او دا هم شونی کیدل پکار دی چې یو وښیار ساینسدان دغو عناصرو د یو ځای کولو سره ژوند پیدا کړی شی خو مونږ پوهیږو چې دا دواړه خبری نا شونی دي. مونږ ګورو چې په مړو کې یوازی هغه خلک نه دی کوم چې د داسی پیښو ښکار شی چې بدنونه یی ټوټی کړی. بلکه په هر حال کې او هر عمر کې خلک مړه کیږی. کله خو ښه تندرست انسان د زړه حرکت یو دم داسی بندیږی چې کوم ډاکټر داسی نشی ویلی چې داسی ولی وشوو مونږ ګورو چې د مړی بدن په خپل مخکې حالت کې ملاست دی ـ په نورو الفاظو کې ً عناسرو خاص ترکیب ً په مکمل ډول شته دی خو پکی چې کوم روح وو هغه وتلی دی ټول عناصر په هماغه خاص ترتیب سره اوس هم موجود وی کوم چې د اوس نه څو دقیقی وړاندی وو خو پکی ژوند موجود نه وی دا پیښه ظاهر وی چې د مادی عناصرو ترتیب ژوندون نه پیدا کوی بلکه ژوند د دی څخه جدا یو شی دی کوم چې خپل دائمی وجود لری.
په یوه لابراتوار کې ژوندی انسان نشی جوړیدی که څه هم د بدن شکل هر وخت جوړیدی شی. دا معلومه شوی ده د ژوندی بدن اجزاء بلکل عادی کیماوی ذری وی. په دی کی کاربن همغه دی چې په توروالی کې یی ګورو هایدروجن او آکسیجن هماغه دی کوم چې د اوبو اصل دی نائتروجن هماغه دی د ځمکی اکثر حصه تری جوړه شوی ده او دا ډول نور شیونه. خو آیا یو ژوندی انسان محض د عادی زرو یوه خاص مجموعه ده چې د یوه غیر عادی طریقی سره ترتیب ورکړل شوی دی یاهغه دی نه پرته څه نور دی.
ساینس پوهان وایی اګر چه مونږ پوهیږو چې د انسان بدن د فلانی مادی اجزاوو د یو ځای کیدو څخه جوړ شوی دی. خو همدغه اجزاء یو ځای کولو سره مونږ ژوند نشو پیدا کولی په نورو ټکو کې د یو ژوندی انسان بدن محیض د بی ساه ذرو مجموعه نه ده بلکه هغه ذره او ژوندون دواړه دی. د مړینی نه پس د ذرو مجموعه خو زمونږ مخی ته موجود وی خو ژوند د هغه نه رخصت شی او بلی دنیا ته ځی ـ د دی وضاحت څخه دا خبره په ډاکه کیږی چې ژوند ختمیدونکی شی نه دی. بلکه باقی پاتی کیدونکی شی دی اوس مونږ پوهیدی شو چې د مرګ نه پس د ژوندون نظریه څومره عقلی او فطری نظریه ده دا حقیقت غږ کوی چې ژوند صرف هغه کیدای نشی کوم چې د مرګ نه وړاندی مونږ وینوـ بلکه له مرګ پس هم پکار دی چې مونږ ژوندی پاتی شو. زمونږ عقل تسلیموی چې دا دنیا او د هغه عمر فانی دی خو انسان یو داسی وجود دی چې د دی نه پس هم باقی پاتی کیږی کله چې مونږ مړه کیږو نو په حقیقت کې مړه کیږو نه بلکه ژوندی پاتی کیدو لپاره بلی دنیا ته ځوو اوسنی ژوندون د زمونږ پر له پسی عمر محض یوه لنډه دمه ده .