اوس په دی سوال باندی غور وکړی چې بل ژوندون به څنګه وی د خدای رسول وایی چې هلته جنت او دوزخ دی هر سړی چې مړ کیږی هغه د دی دواړو ځنی په یوه کې داخلول کیږی. څوک چې په دی دنیا کې د خدای د حکم منونکی وی او نیک عمل وکړی هغه ته به د جنت په آرام ګاه کې ځای ورکول کیږی او څوک چې بد کردار او د خدای نامنونکی وی هغه به د دوزخ په تکلیفونو کې غورځول کیږی.

 په دی باندی پوهیدو لپاره په دی حقیقت باندی دقت وکړی چې انسان کوم کار هم کوی د هغه دوه حیثیتونه یی وی. یو دا چې هغه یوه پیښه ده څنګه چې نوری پیښی وی او بله دا چې هغه د یوی خاص اداری لاندی کړی شوی ده لومړی حیثیت ته مونږ پیښه وئیلوشو او بلی ته اخلاقی یوه مثال به یی نور وضاحت وشی مثال سره وضاحت وشی.

که چیری په ونه کې یوه تیږه را ځوړنده وی او ته تری لاندی تیریږی او یو دم تیږه په تا باندی راوغورځیږی او سر دی مات شی نو ته ونی سره جنګ نه کوی نه پری خفه کیږی بلکه چپیتا سره خپل سر نسی او کور ته ځی د دی برعکس که چیری یو سړی قصداً ته په تیږه وولی او ستا مخ پری زخمی شی نو ته پری غصه کیږی او غواړی چې سر یی مات کړی لکه څنګه چې هغه  ستا سر مات کړی دی.

ونی او انسان کې دا توپیر ولی دی. ځکه چې ته د ونی نه غچ نه اخلی او د انسان نه غچ اخستل غواړی. د دی سبب یوازی دا دی چې ونه د هغه احساس او شعور څخه خالی ده کوم چې انسان ته حاصل دی د ونی عمل یوازی د پیښی حیثیت لری ولی چه د انسان عمل پیښه او اخلاق دواړه دی.

د دی نه ظاهره شوه چې د انسان د عمل دوه حیثیوته دی یو دا چې په سبب یی یوه پیښه په دنیا کې ظاهره شوه بل دا چې هغه عمل جایز وو او که نا جایز. صحیح جذبی سره شوی وو یا غلطی جذبی سره دا کول پکار وو یا نه تر کومه ځایه پوری چې د عمل د لومړی د حیثیت اړه ده د هغه پوره پايله په دی دنیا کې ظاهر کیږی خو د دی د دویم حیثیت انجام په دی دنیا نه ظاهریږی. او کله چې ظاهریږی نو ډیر په ناقصه صورت کې.

چا چی ته په تیږ ووشتی د هغه د عمل دا انجام خو زر ښکاره شو چې ستا سر مات شو خو د هغه د عمل دا بل اړخ چې هغه د خپلو قوتونو غلط استعمال وکړه د دی انجام ظاهریدل ضروری نه دی هغه غوښتی وو چې سر مات کړی او سر مات شو هغه غوښتی وو چې غلط کار وکړی خو د هغه د بلی ارادی کومه نتیجه زمونږ مخی ته را نه غله  د انسانی ارادی خارجی ظهور ته نتیجه وایی. مونږ ګوزو چې د انسانی ارادی یوه نتیجه . د پیښی نتیجه. تل ظاهریږی. بیا د انسانی ارادی بله نتیجه اخلاقی نتیجه. هم ظاهریدل پکار دی. آخرت د دی ځای دی چې د انسانی عمل د همدی بل اړخ بشپړ انجام ظاهر شی څنګه چې د سړی د عمل یو اړخ څه پیښی مینځ ته راوړی. دغه شان د هغه د عمل بل اړخ ځینی نوری پیښی پیدا کوی. توپیر یوازی دا دی چې لومړی ډول پیښي مونږ په دی دنیا کې په خپلو سترګو سره وینو او بل ډول پیښی به مونږ د مرګ نه وروسته ګورو

هر انسان کوم چې په دنیا کې ژوند تیروی هغه په خپل عمل سره ځان لپاره څه نا څه نتیجه پیدا کولو کې مصروف وی که هغه بیکاره ناست وی یا په کوم کار کې بوخت وی د هغه هر حالت موفق یا مخالف رد عمل پیدا کوی. د هغه د عاداتو او اخلاقو څخه خلک د هغه په هکله رایی قایموی. هغه چې خپل قوتونه څه ډول کاروی د هماغه لحاظ سره د هغه کار جوړیږی یا خرابیږی هغه خپل کوښښونه چې په کوم اړخ کې لګوی د هماغه اړخ شیونو باندی د هغه حق جوړیږی. خلاصه هر شخص خپل ګیر چاپیره خپله یوه دنیا تخلیق کوی کومه چې عین د هغه د عمل سره یو شان وی. دا د انسان د عمل یو اړخ دی کوم چې د اوسنی دنیا سره متعلق دی دغه راز د هغه د کار بل حیثیت صحیح یا غلط کیدو حیثیت هم خپل یو انجام پیدا کوی کوم چې په بله دنیا کې ذخیره کیږی. د زمونږ د عمل اخلاقی اړخ مستقل توګه باندی خپل پای تخلیق کوی او د همدی نوم د مذهب په اصطلاح کې جنت او دوزخ دی مونږ کې هر شخص هره لحظه خپل ځان لپاره جنت یا دوزخ ودانوی چونکه په دی دنیا کې انسان د امتحان په غرض مشته کړی شوی دی. ځکه دا جنت او دوزخ د هغه د نظر پټ کړی شوی دی کله چې د امتحان موده پای ته ورسیږی او قیامت راشی نو هر سړی به خپلی ودان کړی دنیا ته ورسول شی.

دلته یوه پوښتنه پیدا کیږی که چیری زمونږ د عمل کوم اخلاقی انجام شته نو هغه مونږ ته ښکاریږی ولی نه ـ مثال په توګه کور جوړول یو عمل دی چې یو انجام یی دا دی چې کور جوړ شو دا انجام ښکاریږی او مونږ یی په سترګو وینو خو د دی عمل دا اړخ چې هغه په روا طریقه باندی جوړ شوی یا نا روا دا هم که چیری کوم انجام پیدا کوی نو هغه به کوم ځای کې آیا داسی هم کوم انجام کیدی شی کوم چې نه کیدل کیدی او نه لمس کیدی شی. د دی ځواب خپله د عمل په دی دواړو حیثیتونو کې شته دی. د یو عمل چې کوم کیدونکی حیثیت دی دا هر کس ګوری تر دی چې د کامری بی ساه سترګه یی هم په پاکه توګه باندی ګوری خو د یو عمل اخلاقی حیثیت په نظر راتلونکی شی ندی هغه یوازی محسوس کیږی، لیدل کیږی نه ـ عمل د دواړو حیثیتونو دا توپیر خپله اشاره کوی چې دواړو قسمونو انجام څنګه ظاهریدل پکار دی دا د دی خبری واضحه اشاره ده چې د عمل د لومړی حیثیت انجام په همدی دنیا کې ښکاره کیدل پکاری کوم چې مونږ په سترګو وینو او د عمل د بل حیثیت انجام دی په هماغه دنیا کې ظاهر شی کومه چې اوس زمونږ د سترګو نه پناه ده لکه چې څنګه ده همدا په اصل کې کیدل هم پکار وو.

خو دا یوازی د عقلی امکان خبره نه ده د کاینات مطالعه مونږ ته ښایی چې عملاً دلته دواړه ډول انجام منده کیږی. داسی هم کوم چې مونږ د پښیدو نه وروسته زر وګورو او داسی هم چې زمونږ په سترګو نه ښکاریږی خو هغه د یوه حقیقت په توګه باندی موجود وی په نړی کې د داسی نه ښکاریدونکو نتائجو شتون په سرګنده توګه ظاهروی چې دا ډول نور نه ښکاریدونکی نتائج هم موجود کیدی شی د نړی تخلیق په خپل داخل کې داسی نتائجو د کیدو اقرار کوی. مثال په توګه غږ خلی تاسو پوهیږی چې غږ نوم دی د داسی څپو چې په سترګو باندی نشی لیدل کیدی. کله چې مونږ د خبر لپاره ژبی ته حرکت ورکوو نو په دی حرکت سره یی په هوا کې ځنی څپی پیدا کیږی. دغو څپو ته مونږ غږ وایو. غږ یو ډول نه لیدل کیدونکی نقش دی کوم چې زمونږ د ژبی د خوځییدو سره په هوا کې پیدا کیږی. کله هم چې یو کس خبری کوی نو غږ یی د څپو په صورت کې نقش کیږی. او مستقل توګه باندی پاتی وی تر دی چې د سائنس پوهانو خیال د نن څخه زرګونه کاله وړاندی چې یوه انسان کوم غږ د خپلی خلی نه را وښکلی وو. کومی خبری اتری یا تقریر یی کړی وی ټول په هوا کې د چپو په صورت کې موجود دی که څه هم نن مونږ دغه غږونه ګورو او نه یی اورو. خو که چیری مونږ سره د دی د نیولو وسایل وی نو څه وخت هم مونږ هغه هماغه شان په پخوانی صورت کې ګردانولی شو.

د دی مثال په ذریعه مونږ د بلی دنیا په قضیه په ښه ډول پوهیدی شو. څنګه چې زمونږ څلورواړو طرفته د هوا یو پوښ دی او زمونږ هر غږ د خلی څخه چې را وځی په هغه باندی نقش کیږی. حال دا چې مونږ نه هوا ګورو او نه د خپل د غږ نقش. بخی همدا ډول هغی بلی دنیا هم مونږ د څلورو واړو اړخونو څخه را نیولی یو او زمونږ نیتونه او ارادی پر له پسی ثبت کوی او په پرده باندی د زمونږ اعمالو نقشونه ثبت کیږی کوم چې د مرګ نه پس به ظاهریږی.  ګرافون چالان وی او ټیکلی پری تاویږی نو ستنه پری کیښودو سره چپ تاویدونکی ټیکلی نا څا په داسی په غږیدو شی لکه چې هغه د دی په انتظار وو چې څوک پری ستنه کیدی او هغه خپل داخلی غږ را وباسی. دغه ډول د زمونږه ټولو اعمالو ثبت تیاریږی او کله چې د نړی څښتن حکم ورکړی نو ټوله دوسیه به دغه شان زمونږ مخی ته راشی چې لیدو سره به یی انسان بی اختیاره ووایی: ﴿مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا (الكهف: 49) ﴿ دا څنګه کتاب دی

"دا څنګه کتاب دی زما وړوکی او لوی یو عمل داسی نشته کوم چې ده محفوظ کړی نه وی"