پورته چې ما څه بیان کړی دی اوس په پای کې یو ځل بیا دا په خپل ذهن کی را وګرځوی ستاسو ژوند یو ډیر اوګد او پرله پسی ژوند دی. مرګ د دی ژوند آخری حد نه دی بلکه هغه دی د یوه بل دور پیل دی. مرګ د زمونږ د ژوند د دوو پړاوونو په مینځ کې خنډ جوړ وی دا د مثال په توګه داسی وګڼی چې دهقان یو فصل کری او پری ځیار باسی او خپله پانګه پری لګوی تر دی پوری چې فصل تیار شی او وچ شی نو بیا یی ریبی چې ټول کال غله تری ترلاسه کړی. د فصل ریبل د یوه دور پایله او د دور پیل کیدل دی. د دی نه وړاندی کرل او فصل تیارول وو او د دی نه پس یی میوه ترلاسه کول او خپله اړتیا تری پوره کول دی د فصل نه وړاندی یوازی خرچ او ځیار کول وو او د ریبلو نه وروسته یوازی د خپل محنت نتیجه مندل او تری ګټه پورته کول دی.
بلکل همدغه حال د زمونږ ژوند هم دی مونږ په دی دنیا کې خپل د اخرت فصل تیاروو. مونږ ځنی هر شخص په اخرت کې خپل یو کښت لری چې پکی یا خو دیرمن کوی یا یی خالی پریښودی وی هغه یا خو خراب تخم کارولی دی یا یی ښه تخم ـ هغه د تخم کرلو نه پس یا خو هغه پریښی دی یا یی پر له پسی څارنه کوی هغه یا خو اغزی کرلی دی یا یی میوه داره ونی او ګلان هغه یا خو خپل ټول قوت د دغه کښت په ښه کولو کې لګولی دی یا یی په نورو غیر اړونده مشغلو او زړه خوښیو کې هم خپل وخت ضایع کوی. د دی فصل د تیاری مده تر هغه وخت پوری ده تر څو چې مونږ ته مرګ نه را نشی. مرګ او اخرت د درمن د ریبلو ورځ ده کله چې په دی دنیا کې زمونږ سترګی بندی شی نو په بله دنیا کې به زمونږ سترګی به خلاصی شی هلته به زمونږ د ټول عمر تیار کړی درمن زمونږ په وړاندی وی ـ
یاد لری چې د ریبلو په ورځ هماغه سړی به ریبی چا چی د ریبلو نه وړاندی دهقانی کړی وی او هماغه شی به ریبی کوم یی چې په خپل کښت کې کرلی وو. دغه شان په اخرت کې به هر سړی هماغه درمن ترلاسه کوی کوم چې هغه د مرګ نه وړاندی تیار کړی وی. هر دهقان پوهیږی چې د هغه کور ته په هغمره غله راځی څومره چې هغه ځیار کړی دی او هماغه شی به راځی چې کرلی یی وو دغه ډول په اخرت کې هم سړی ته همغمره ورکول کیږی څومره یی چې هلی ځلی کړی دی. او هماغه څه به ورکولکیږی چې لپاره یی ځیار کړی وی. مرګ د ځیار د مودی د پای ته رسیدو آخری اعلان دی او اخرت د خپل د ځیار د پای مندلو اخری ځای مرګ نه وروسته نه بیا د ځیار کولو فرصت شته او نه اخرت کله پای نه رسیدونکی دی. څومره درنده ده دا پيښه کاش انسان د مرګ نه وړاندی دغه حقیقت وپیژنی ځکه چې د مرګ نه وروسته پوهیدل څه پکار نه راځی. د مرګ نه پس د هوښیار کیدو معنی یوازی دا ده چې سړی پر دی خبره باندی افسوس وکړی چې هغه په ماضی کې څومره لویه خطا کړی ده یوه داسی غلطی چې اوس یی پوره والی نشی کیدی.
انسان د خپل انجام څخه غافله دی حال دا چې زما نه هغه لره ډیر په تیزی سره هغه وخت په لور ولی کله چې د کښت د ریبلو نیټه راشی. هغه د دنیا سپکو ګټو په ترلاسه کولو کې بوخت دی او ګټی چې زه کار کوم. حال دا چې په اصل کې هغه خپل ارزښتمند وختونه ضایع کوی. هغه مخی ته یو عظیم فرصت دی چې کارولو سره یی هغه خپل ځان لپاره نه بیانیدونکی حد پوری ځلانده راتلونکی جوړولی شی. خو هغه شګو سره لوبی کوی د هغه رب هغه د خپل جنت په لور رابلی چې نه ختمیدونکی او نه پای ته رسیدونکی عزت او ارام ځای دی خو هغه د څو ورځو د درواغو خوندونو کې ورک شوی دی. هغه ګټی چې زه ترلاسه کوم حال دا چې هغه ضایع کوی. په دنیا کې کور جوړ کړی هغه ګټی چې زه خپل ژوند ودانوم حال دا چې هغه یوازی د شګو دیوالونه پورته کوی چې دی لپاره جوړیږی چې د جوړیدو وروسته ړنګ کړی شی.
انسان خپل ځان وپیژند ته څه کوی او تا ته څه کول پکار دی. (۱۹۶۰)