دین چې په یو دینداره کوم خصوصیات پیدا کوی. هغوی ځنی یو دا دی ـــــــ دین نورو ته رسول . د دی رسولو دوه صورتونه دي. قرآن کې یوه ته تذکر او بل ته انذار (اعراف ۲) وئیل شوی دی. لومړی تعلق د مسلمانانو سره دی او بل د غیر مسلمانانو سره . تذکیره معنی ده ور یادول. د دی نه مراد مسلمانانو ته وعظ او نصیحت کول دی. مسلمانان هغه خلک دی چې دین یی قبول کړی وی. هغوی د دینی مسولیتونو څخه خپرول هغوی ته خپل عهد ور یادول. ځکه ورته د تذکیر نوم ورکړل شوی دی.
تذکیر مقصد د مسلمانانو اصلاح (نساء ۱۱۴) ده ځکه اړین ده چې په دی کې د ټولو ادابو لحاظ وساتل شی کوم چې اصلاحی تحریک نتیجةً د فساد تحریک ونه ګرځی ــــ غلطی باندی نیولو کې د نرمی چلند (ال عمران ۱۵۹) اختیار کړی شی.
سورة نحل آیت ۱۲۵ کې وئیل شوی دی چې مدعو سره چې کومه خبره کوی حکمت سره یی وکړی شی یعنی د دلائلو په ژبه کې وی نه چې محض زورور انداز کې. هغه موعظت حسنه وی. یعنی خبرو اتری د شفقت او زړه خوږی نه ډکی وی. هغه جدال احسن په صورت کې وی یعنی په بحث کې تفهیم او حق ثابتولو انداز. نه چې یو په بل باندی د تور لګولو او ټیټ ثابتولو. تذکیر کار که چری ځواکمنه طبقه ته کیږی او مسئله نوره زیاته نازکه شی ځکه چې د تذکیر غلط انداز سره که چری واکداران را وپارول شی نو هغوی به د مسلمانانو قتلول او وینه بیهول پیل کړی. او د مسلمانانو په مینځ کې قتل او جنګ مینځ ته راتلل خدای پاک ته دومره ناخوښه دی چې په هر قیمت باندی تری بچ کیدو حکم کړی شوی دی. واکدارانو په هکله خصوصیت سره تاکید کړی شوی دی چې دوی ته نصیحت کول وی نو په یوازی والی کې دی وکړی شی نه د نعرو او تقریرونو په ذریعه :
سئل ابن عباس (ض) امرا سلطان بالمعروف ونهیه عن المنکر فقال: ان کنت قاعلا ولا بد فقیما بینک وبینه
ابن رجب خبلی، جامع العلوم الحکم مکتبة الریاض الحدیثیه قاهره ۱۹۶۲ صفحه ۷۱
ترجمه : عبدالله بن عباس (ض) څخه پوښتنه وشوه چې باد شاه ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کولو څه حکم دی ځواب ورکړه که چری تاسو ته یی کول دی او د دی نه پرته بله لاره نه وی نو بس ستا او هغه په مینځ کې په دی لړ کی بل شی انذار دی ـ انذار معنی ده د کوم خطر نه خبرول تنبه ورکول. د دی نه مراد کافرانو ته د اسلام پیغام رسول دی. چونکه د اسلام پیغام رسولو کې ټول زور د اخرت په ستونزه باندی وی ځکه دی کار ښودلو لپاره دا لفظ کارول شوی دی. قرآن کې د پیغمبر په هکله وفرمائیل شوی چې هغه خو یوازی د یوه سخت عذاب نه ویرونکی دی سبا ۴۶. فرمائیل شوی دی. وکذالک اوحینا الیک قرآناً غریباً لتنذر ام القرى .....
ترجمه: او همداسی وحی مو کړی ده تا ته قرآن عربی د پاره د دی چې وویروی مکی وال او هغه کسان چې چاپیر دی له دی نه او چې وویروی له ورځی د جمع کیدلو چې
شته څه شک پکی یوه فرقه به وی په جنت کې او بله به وی دوزخ کې .
د قرآن مطابق د انذار د کار محرک دوه وی. نصیحت (خیرخواهی او امانت (اعراف ۷۸) مومن سړی چې د خدای دین نورو بنده ګانو ته د دین رسونی کوم کار کوی هغه ټول ټال د همدی جذبی لاندی کیږی چې خلک د خدای د عذاب نه وژغورل شی او د جنت په لاره لاړه روان شی. د الله دین چې کوم هغه سره دی. هغه د خدای له لوری رالیږل شوی امانت ګڼی او په خپل ځان باندی دا فرض ګڼی چې دا امانت خپلو امانت داروه (عام وکړو) ته ورسوی.
د دین خپرونه
2026-03-20 09:31:19
لوستلو ته دوام ورکړئ
د عصري دور څلور مرحلې
په اسلام کې انسان یو ریښتینی او بې عیبه دین موندلی دی، دا په دې معنی چې اسلام د خدای او انسان ترمنځ ټول مصنوعي خنډونه د تل لپاره له منځه ...