کله هم چې د خدای یو بنده سوچه او بی ګټه خدای پلوی دعوت، دعوت ورکوی نو ده دی امکان وی چې د نورو خلکو له لوری ورته ناموافق رد عمل مخامخ تیاکیږی. دا رد عمل لومړی الغارفی الکلام (فصلت ۲۶) په صورت کې ظاهر کیږی. یعنی داعی په کلام کې عیب را وښکل. د حق دعوت سره د خدای مرستی نصرتونه وی. هغه چې کله په یوه چاپیریال کې راپورته کیږی نو دمره حقیقی او په دلیل ولاړ وی چې اوریدونکی پکی څه واقعی نیمګرتیا او وښکلو څخه ځان عاجز محسوسوی. دغه وخت هغوی د عیب راوښکلو طریقه اختیاروی. هغوی ډول، ډول بی ځایه خبری راو وباسی او عام وګړی بدګمانه کولو ځیار کوی. دا فکری کښ مکښ کله عملی ډغرو ته رسیږی. دا جنګ او لانجی مومنانو لپاره چې کوم صورتونه پیدا کوی. د دغو اخری انتهایی صورتونو نوم هجرت او جهاد دی. هجرت او جهاد د دین هغه اجزء ګانی دی کوم چې د مخالفینو د را پیدا کړو حالاتو په پائله کې را ولاړیږی.
هجرت معنی ده پریښودل ـ ابتدایی توګه باندی تری مراد دا دی چې سړی هغه شیونه پریږدی چې تری الله پاک منع کړی دی (مدثر ۵) خو په خپل اخری پړاو دا کله کور پریښودو په معنی کې کیږی. د داعی په مقابله کې مدعو تل زورور حیثیت خاوند وي. ځکه کله چې هغه مخالفت بډی ووهی نوری تولی طریقی کارولو نه پس هغه دا اخطار ورکوی چې ته یا خو خپل دین پریږده یا زمونږ د وطن نه ووځه (ابراهیم ۱۲) هغه وخت د خدای بندګان خپل وطن پریږدی او یو داسی ځای ته ځې چر ته چې هغوی په خپل دین باندی ولاړ پاتی شی.
جهاد معنی ده ـ کوښښ او ځیار کول . حق پیغام نوروته رسولو لپاره چې کوم ځیار کیږی هغه هم جهاد د دی (فرقان ۵۲) خو د مخالفینو ضد او سر غړونه کله زیاته شی او دی نوبت ته رسیږی چې هغوی د حق د داعیانو د سر دښمنان وګرځی. هغوی یی بخی د له مینځه وړلو پسی ګیږی. دغه وخت حق پلوو ته د خپلی ژغورنی لپاره را پورته کیدل وی. دغه ډول کومه مقابله چې کیږی ورته جهاد وایی.
جهاد په معنی د قتال همغه شی دی چې ورته په اوسنی زمانی په اصطلاح کې دفاعی جنګ وئیل کیږی. د دی په شرائطو کې یو لازمی شرط دا دی چې د جنګ ابتدا بله لور کوی (توبه ۱۳) مومنانو ته په هر حال کې د امن سره تبلیغ کولو حکم دی. د جنګ اجازه هغوی لپاره یوازی په هغه صورت کې ده کله چې هغه د جنګ لپاره مجبور کړی شوی دی (حج ۳۱) همدی سره نور شرطونه هم دی. د مسلمانانو قوت متحد وی. د هغوی یو امیر وی چې ټول خلک یی اطاعت وکړی. هغوی د منکرینو د ځای څخه جدا یو اجتماعی مرکز جوړ کړی وی. هغوی په خپل ځان کې د صبر صفت تر دی حده پوری پیدا کړی وی چې سره د لږوالی د مخالفینو د ډیر تعداد سره مړانه مقابله وکړی شی. همدغه سبب دی چې سره د هر قسم ظلم او ځیاتی په مکی دور کې توری را اخستو اجازت ور نه کړی شو. د دی اجازه یوازی مدینه کې ورکړی شوه کله چې یاد شوی شرطونه پوره شوی وو. د حضرت عبدالله بن عباس (رض) د روایت له مخی دا ویانه زیات ځلی د قتال ممانعت راغی د دی نه پس سوره حج کې د قتال د اجازت لومړی آیت نازل شو.
هجرت، جهاد
2026-03-20 16:10:03
لوستلو ته دوام ورکړئ
د خلقت حکمت
قرآن کریم فرمايي: "ای انسانانو، له خپل رب څخه ووېرېږئ، چې تاسو یې له یوه نفس څخه پیدا کړي یاست. هغه د هغه له بدن څخه د هغه جوړه پیدا کړه،...