د دین اصل حقیقت خو دا دی چې بنده د خپل رب څخه د خوف او محبت اړیکی جوړی کړی اود آخرت بری لپاره فکر مند وی. خو د دنیا په ژوند کې د مومن یو بل خوښ شی هم (صف ۱۳) وی او هغه د اسلام علیه. یعنی اهل حق د نورو قومونو په مقابله کې ټیټ نه وی بلکه دوی ته په ځمکه باندی سر لوړی حاصل وی. خو مومنانو ته دا حکم نه وی ورکړل شوی چې هغوی نیغ په نیغه اسلامی حکومت قائمولو تحریک وچلوی قرآن کې په واضح لفظو کې وئیل شوی دی چې اقتدار خاوند الله پاک دی هماغه چا ته چې غواړی اخلی یی (ال عمران ۲۶) په انبیاء کې یوه هم د حکومت جوړولو کمپائن ونه چلاوه. حضرت داود ته حکومت ورکړی شو خو قرآن کې وفرمائیل شوه چې. ای داود تا ته دا حکومت مونږ در کړی دی (ص ۲۶) د پیغمبر(ص) د ملګرو په هکله په قرآن کې وفرمائیل شوه.
ترجمه : وعده کړی الله له هغو کسانو سره چه ایمان راوړی په تاسی کې او نیک عمل کړی چې قسم دی خامخا خلیفه ګان کړی دوی په ځمکه کې لکه چې خلیفه ګان کړی وُ هغه کسان چې پخوا وو له دوی نه او خامخا به ثابت وګرځوی دوی نه او خامخا به ثابت وګرځوی دوی ته دین د دوی هغه چې غوره کړی دی دوی لپاره او خامخا به بدل ورکړی دوی ته وروسته له ویری د دوی له دښمنانو امن. عبادت به کوی دوی ځما شریک به نه پیدا کوی له ما سره هیڅ شی او هر څوک چې کافر شو پس له دغو لویو انعاماتونو دغه کسان هم دوی فاسقان دی او قائموی تاسو لمونځ او ورکوی زکواة او اطاعت وکړی د رسول ښائی چې پرتاسی رحم وکړی شی.
ګویا د مسلمان اصل مسولیت دا دی چې هغه لمونځ قائم کړی. په نورو الفاظو کې د الله سره تړلی اوسی. زکواة ورکړی یعنی د بندګانو په حقوقو په ادا کولو کې چمتو وی. د پیغمبر اطاعت وکړی په نورو الفاظو دا چې په خپل مینځ د سمع او اطاعت نظام انتهایی حد پوری مظبوط کړی. همدا هغه اعمال دی کوم چې د خدای د رحمت (حکومت ورکړی) سبب به ګرځی. همدا هغهه مومنه ډله ده کومه چې خدای پاک حکومت ورکولو لپاره ټاکی ځکه چې هم دوی یی اهل وی چې د ځمکی اقتدار د خدای د پلان سره سم وچلوی. دوی ته حکومت ورکولو مطلب دا وی چې بی ویری او بی خطره د خدای د عبادت کولو فرصت ورکړی شی. هغوی د الله نه پرته کوم بل شی د خپل پام مرکز نه ګرځوی خپل ځان د کبر او ظلم نه پاک ساتی او د حکومت لاس ته ورغلی فرصتونه د دین د تمکین لپاره کاروی نه چې خپل ځان د ثبات لپاره.
علیه اسلام
2026-03-20 16:27:02
لوستلو ته دوام ورکړئ
سپکاوي ته پیغمبر څه ځواب ورکول؟
د یو فابریکې پراختیا په ښه شهرت ساتلو پورې تړاو لري. په ورته ډول، د اسلام د پیغام په اغیزمنه توګه رسولو لپاره، د دین مثبت انځور ساتل خورا...