یو سوداګر تاسو وګوری هغه به په مختلفو وختونو کې مختلف کارونه کوی. چر ته به چپ چر ته به خبری کوی. چر ته به ناست وی او چر ته به سفر کونکی وی. چر ته به خبری کوی . چر ته به لانجه حله وی خو د هغه په ظاهره مختلفو کارونو حاصل په یوازی یو یو: دنیا دولت ترلاسه کول. دغه شان یو مومن په مختلفو وختونو کې په ظاهره مختلف عباداتو او اعمالو کې بوخت ښکاریږی. خو د دی ټولو مقصد یو وی: آخرت دولت ترلاسه کول. د آخرت دولت څه دی. هغه دا چې سړی په پوره معنو کې موحد وګرځی هغه د هر ډول شرک څخه بچ شوی خپل رب سره مخ شی:
ترجمه: کوم کس چې خدای سره په داسی حال کې مخ شی چې هیڅ کوم شی خدای سره شریک کړی نه وو. هغه په جنت کې داخل شو. کوم چې داسی مخ شو چې هغه خدای سره کوم شی شریک کړی وو هغه په اور کې داخل شو.

د توحید او شرک مطلب یوازی دا نه دی چې کوم شخص د خدای په وړاندی عبادتی رسمونه تر سره کړی هغه مو حد دی او کوم شخص د یوه بت مخی ته عبادتی رسمونه ترسره کوی هغه مشرک دی. دا خو د دواړو د ظاهری نښو ځنی یوازی یوه نښه ده. توحید او شرک په اصل کې د طالب او مطلوب (حج ۷۳) ګرځیدو معامله ده. دا د سړی د پوره شخصیت قربانی ده. د یو کس معبود هماغه دی کوم یی چې هدف او مقصود وی او چې لور ته یی پوره وجود سره ټیټ شوی وی. کوم شی ته چې انسان د عظمت مقام ورکړی چې پری اعتماد کوی او د تقدس او احترام جذبات یی وقف کړی وی. د چا په یادولو کې هغه غرق کیږی. د کوم تصویر څخه چې د هغه نازک احساسات را خوټیږی. د کوم نه چې هغه زیات یریږی او د ټولو نه زیات ورسره محبت کوی. د کوم سره چې هغه خپل ځان دومره ډیر شامل کړی (involve) چې هغه یی هر څه او هغه یی اخری امید وګرځی. چا ته په خپل ژوند کې دا ډول غوره او لوړ مقام ورکول هغه خپل الا ( معبود) ګرځول دی. که هغه کوم بت وی یا د انسان خپل نفس. کوم ساه لرونکی شی وی یا بی ساه. کوم ژوندی ذات وی یا مړه او هغه ډیر وی یا یوازی یو.

د ټول شریعت حاصل دا دی چې انسان یو خدای خپل الا وګرځوی هغه د شرک د ټولو قسمونو نه وژغورل شی او صحیح معنو کې توحید پرست وګرځی. هر ډول لویی او کبر یایی خاوند یوازی یو الله دی. کوم سړی چې ختیار او اقتدار کې کوم بل څوک شریک کړی. هغه د همدغی یوازنی سهاری څخه بی برخی کیږی چې پرته د دی په دنیا کې بله نشته. د داسی سړی مثال د هغه شخص غوندی دی چې د اسمان څخه را وغورځیږی (حج ۳۱) او د دی نه پس په ټوله نړی د هغه لپاره د بربادی نه پرته بل څه نه وی. خدای نه پرته بل څوک د اعتماد او عبادت مرکز جوړول دا د خدا برابر ګرځول دی. داسی عمل په دی نړی کې ً عظیم ظلم ً دی او انجام یی دائمی عذاب دی (من مات وهو ید عو الله ندا دخل النار )،( بخاری ) تر دی چې دا هم شرک دی تر ټولو لوی شرک دی چې سړی د خپل ذات نمو د غواړی. چې احترام یی وکړی شی نو خوشحالیږی . احترام یی ونشی نو غوریږی. داسی شخص پخپله خپل ځان معبود ګرځولی دی. هغه په یوه داسی بدی کې اخته دی چر ترینه زیات بل بد شی په دی دنیا کې بل شته نه دی.
اخوف ما اخاف علیکم الشرک الا صغر فسئل عنه فقال الریاء ( احمد، طبرانی، بيهقی)
ترجمه: نبی (ص) وفرمائیل چې ستاسو په هکله د ټولو نه زیاته چې د کوم شی انديښنه ده هغه شرک اصغر دی. پوښتنه وشوه چې شرک صغر څه دی ویفرمائیل چژ ریاء .
د انسان عبادت او د هغه اسلامی هلی ځلی که چری دا نتیجه پیدا کړی چی هغه په حقیقی معنو کې الا تتخد من دونی وکیلا (اسراء) ګرځیدلی وی. د خدای ذات د هغه د ټولو یادونو او توجیهاتو مرکز وګرځی. خدای پاک الا ګرځول د هغه لپاره ساده معنو کې یوازی د یوی عقیدی شی نه وی بلکه هماغه د هغه نفسیاتی اکسرا وی چې پری هغه ژوندی وی. د انسان دینی ژوند که چری دا نتیجه پیدا کوی نو بی له شکه هغه په دین باندی ولاړ دی او که چری داسی نه وی نو اندیښنه ده چې تر اوسه پوری یی دین ونه مندی شو. د دین په نوم باندی هغه کوم بل ځای کې زوړنده دی.

د صریح څخه ثابت ده چې د عمل دارمدار ټول ټال پر نیت بادی دی. الله پاک لره یوازی هماغه عمل هدف دی چې خالص د هغه رضا لپاره کړی شوی وی په یو عمل کې چې کوم بل غرض شامل شی. د الله په نظر کې د هغه څه قیمت ارزښت نشته. کوم خلک چې د خدای دین تجارت وګرځوی. کوم چې دنیوی ګټو او مصلیحتونو لپاره دینی عمل اختیار کړی. څوک چې یو دینی عمل لر د مسلک په حیث پیل کړی. کوم چې داسی دینی کارونو کې جدیت لری چې په ذریعه یی عزت او مشهورتیا حاصلیږی. چې ورسره عوامی مشری ترلاسه کیږی. داسی خلک شدید توګه باندی په دی خطر کې اخته دی چې د هغوی عملونه په قیامت کې بی وزنه وګرځول شی. خواه په هغوی کې دا د قوی هڅون شعوری توګه باندی شامل وی یا غیر شعوری توګه باندی.