څوک مومن دی. قرآن په الفاظو کې مومن هغه دی چې دا یی حال وی چې د هغه مخی ته د الله یادونه وکړی شی نو د هیبت څخه د هغه زړه ولړځیږی. کله چې ورته د قران آیټونه واورول شی نو پکی ورته د ایمان د زیاتوالی غذا ترلاسه کیږی. چا لپاره چې خدای یو داسی لازوال ذات وګرځی چې پری هغه کامله بهروسه کولی شی (انفال ) ایمان د خدای او د بنده د ارتباط ځای دی د دی ربط حقیقی توګه باندی مینځ ته راتللی دغو کیفیاتو واقع کیدو یقینی ضمانت دی د بریښنا برج او برق ارتباط که چیری د یوی نتیجی نه پرته نشی پاتی کیدی نو د خدای او د بنده ربط ولی بی نتیجی پاتی شی .
خو په اوسنی زمانه کې د اسلام یو عجیبه ډول مینځ ته راغلی دی چې پکی هر څه ښکاریږی.خو هماغه شی نه ښکاری چې ورته حقیقةً ً اسلام ً ویل کیږی. زمونږ د زمانی په عجائبو کې دا عجوبه د ټولو نه زیاته حیرتونکی ده چې هر لور ته د اسلام غوغا ده. خو حقیقی اسلام چرته وجود نشته . د لمونځ کونکی تعداد زیاتیږی. خو ً صلات خشوع ً نه جوماتو نه خالی دی. اسلامی مدرسو ودانی اوچتیږی. خو د اسلام ودانولو اړتیا نه محسوس کوی، د اسلام د تعریف څخه په فضا ګانو کې انکاری کیږی خو د هغه اسلام وجود نشته چې په یوازی والی کې سړی نا آرامه کړی د نورو په ملا باندی اسلامی دوری لګیږی خو خپله ًملک ً خدای ته سپارونکی څوک نشته د اسلامی تقریرونو سپرلی را روان دی خو د خدای ځمکه د داسی خلکو نه خالی ده کوم چې د خدای ویری بی ژبی کړی وی. د نړی د احتساب چغی صوری هر لور ته وهل کیږی، خو د نفس د احتساب اړتیا چا ته محسوس کیږی نه .
د دی سبب دا دی چې د اسلام د بدن څخه د هغه روح وښکل شوی دی. د خپل ځان ته د اسلام یو داسی چاپ جوړ کړی شوی دی. چې په ظاهره اسلام دی خو هغه شی پکی شته نه دی. کوم چې د خدای او رسول په نزد د اسلام اصل هدف وو. په دی باندی پوهیدو لپاره د یهودو تاریخ مطالعه کړی. ځکه چې کوم قومونه اسمانی کتاب لری د هغوی د بی لاری توب اسباب تل یو ډول د یهودو په هکله قرآن کې وئیل شوی دی چې وروسته دور کې هغوی کې قساوت (زړونو سخت والی ) راغی. د قساوت حالت دا نه دی چې دین په خپل صورت کې باقی پاتی نشی. داسی کله هم نه کیږی. د دین صورتونه تل هماغه شان وی. البته د قوم نه یی روح ووځی. قساوت په اصل کې د ذکر او د ویری د ختمیدو نوم دی (زمر ۲۲ – ۲۳) نه د دین د ظواهرو د ختمیدو.
قوم کې دننه دا خرابی د دین د انکار په نوم نه راځی بلکه د اقرار په جلووو کې راځی. د قرآن د وینا سره سم شیطان هغوی نه داسی داسی ناویلونه ښائی چې په رنړا کې یی هغوی ته خپل انحراف بلکل دین ښکاریږی. هغوی خپل عملونه په ښائسته الفاضو کې بیانولو سره خپل ځان ته مزین (ښکلی) کوی (انعام – ۴۳) د دی تزئین د ټولو نه زیات مشهور صورت هغه دی چې په قرآن کې ورته د یحرفون الکلیم عن مواضغه ( مائده ـ ۱۳) وئیل شوی دی. تحریف معنی ده اړول. وینا د خپل اصل ځای نه اړولو مطلب دا دی چې داسی معنی او هدف یی بیان کړی شی چې د متکلم مراد نه وی لکه د یهودو تزئین دا وو چې هغوی به خپل قساوت یا بی روحه دینداری لفظی تاویلاتو سره داسی ښائیسته کوله چې هماغه به اصل دین ښکاریده.
تحریف صورت په عمومی توګه هماغه وی چې په اوسنی زمانه کې ورته غلط تعبیر Minister predation وئیل کیږی په دی معامله باندی پوهیدو لپاره یو مثال را واخلی: یهودو ته دا خبر ورکړی شوی وو چې تاسو ته په ټوله قومونو باندی فضلت او غوره والی درکړی شوی دی (بقره ۴۷) د دی مطلب دا وو چې الله تعالی تاسو په دنیا کې خپلی نمائندګی لپاره ټاکلی یاستی. تاسو یی په هغه مقام ودرولی یاست چې تاسو د خدایی لارښوونو حامل وګرځی او د خدای له لوری نورو قومونو ته ورسوی په خپل اصل مفهوم کې دا آیت نظریاتی فضیلت په معنی کې وو خو یهودو په نسلی فضیلت په معنی کې واخسته. د یهودو په نسل کې پیدا کیدل د دی خبری لپاره بس وګرځیده چې سړی د دی فضیلت مستحق شی او د خدای انعامات ورته حاصل شی د خدای کتاب دا تحریف (لفظ د خپل ځان او موقع نه اړولو، یی په قرآن کې داسی واضح کړی دی.
وقالو کونو هود او نصری تهتدو قل بل ملة ابراهیم و ماکان من لمشرکین (بقره ۱۳۵)
ترجمه: او وایی دوی چې شی! یهودان یا نصرانیان چې سمه لاره ومومئ. ووایه بلکه د دین د ابراهیم چې یوه لوری ته مائل وو او نه وو له مشرکانو څخه.
لکه د ملت ابراهیم وګړی هغه څوک دی چې د شرک څخه خپل ځان وژغوری او په رښتونی توحید باندی ولاړ وی. یوازی ابراهیمی نسل کې کیدو سره څوک د ابراهیمی ملت وګړای کیږی نه . یهودو ته چې کوم فضیلت ورکړی شوی هغه په خپل اصل مفهوم کې یو دروند مسولیت ور یادوی شی وو خو د ځای او موقع نه اړولو نه پس هغه د بی ویریتوب محرک وګرځیده. الله تعالی یو حکم کوم چې د خشیت پیدا کولو سبب ګرځیده هغه د قساوت پیدا کونکی وګرځیده ـــــ دا وو د یهودو تحریف په دی ډول تحریفونو په ذریعه هغوی د خدای دین یو بی روحه دهانچه ګرځولی وه.
حدیث کې وړاندوینه شوی ده چې تاسو به د پخوانیو امتونو په لاره باندی لاړشی ـــ (سعن سنن من کان قبلکم ) نو ځکه په مسلمانانو کې نن هغه ټول انحراف لیدل کیدی شی کوم چې په پخوانیو امتونو کې لیدل کیدیږ څنګه چې یهودو ګټلی وه چې هغوی د الله خصوصی بندګان او ضرور به نجات مومی دغه شان مونږ دا عقیده جوړه کړی ده چې ً مسلمانان خیر امت دی او ټول مغفور او مرحوم دی ً دا خبره پخپله سل فیصده صحیح ده. خو هغه د مسلمان امت په هکل ده نه د کوم مسلمان نسل په هلکه . امت لره د نسل په معنی کې اخستل بی شکله یحرفون الکلم عن مواضعه دلیل دی. په خپل نظریاتی مفهوم کې دا خبره د مسولیت احساس پیدا کوی. خو کله یی چې په نسلی مفهوم کې واخستل شوه نو هغه یوازی د قساوت او بی خوفی محرک پاتی شو .
دینی روح ولی نشته
2026-03-20 16:33:08
لوستلو ته دوام ورکړئ
یوه تېروتنه
په عصري ساینس کې کشفونه د خدای معجزې وې. طبیعت دومره ښه ډیزاین شوی چې دا د تصور وړ نه ده چې دا باید هیڅ ډیزاینر ونه لري.