ټولنه یوازې هغه وخت همغږې او سوله ایزه کیدی شي کله چې هر غړی دا "خپلمنځي انحصار" ومني. د طبیعت دې قانون ته په قرآن کې په دې ټکو کې اشاره شوې :
'ایا دوې ستاسو د رب نعمتونه ویشي؟ دا موږ یو چې د دوې په مینځ کې د دې نړۍ په ژوند کې د دوی ژوند ویشو، او ځینې یې په نورو باندې په رتبه کې لوړ کوو، ترڅو دوې یو بل په خدمت کې واخلي؛ او ستاسو د رب برکت د هغه [شتمنۍ] څخه غوره دی چې دوی یې راټولوي.' (۴۳:۳۲)
دا قرآني آیت دا روښانه کوي چې دا الهي حکم شوی چې انسانان به یو ډول نه وي، بلکې ددوې تر منځ به تل توپیر وي. دا توپیر د لوې حکمت پر بنسټ ولاړ دی، هر انسان باید په دې پوه شي چې د خالق د پلان سره سم، هیڅ انسان پدې نړۍ کې خپله له هر څه نه پوره نه دی بلکې انسانان نورو سره په ملګرتیا ځان بشپړوي. په بل عبارت، د ټولنې هر غړی باید دا ومني چې "خپلمنځي انحصار" د ټولنیز ژوند د دوامدار شتون لپاره اړین دی. دا اړینه ده چې خلک باید توپیرونه د واقعیت په توګه ومني. د دې حیقیقت منل به د ټولنیزې ناکرارۍ مخه ونيسي.
د دې منلو سره چې توپیر د انساني ژوند یوه مثبته ځانګړتیا ده، یو څوک باید دا ومني چې د خالق د تخلیق پلان سره سم، د نړۍ ټول سیسټم باید دخپلمنځي انحصار پر بنسټ ولاړ وي. د دې حقیقت منل به له ټولنې څخه د تاوتریخوالي له منځه وړلو کې مرسته وکړي. او کنه نو انسانان به له نړۍ څخه د توپیر لرې کولو په نوم یو بل سره په ټکر او تاوتریخوالي کې ښکیل شي. بیا به د تاوتریخوالي یو نه ختمیدونکی دوره رامینځته شي. ددې بر عکس که چیرې خلک توپیر د واقعیت په توګه ومني، نو په ټولنه کې به د همکارۍ کلتور وده ومومي.
هر فرد به هڅه وکړي چې له خپلو ملګرو سره همکاري وکړي او په دې توګه به یو ډله ایز کلتور وهڅول شي. د ډله ایزې همکارۍ کلتور بې له شکه په ټولنه کې د سولې په رامینځته کولو کې مرسته کوي. هغه کسان چې په تاوتریخوالي کې ښکیل نه دي، د کوم شخص یا ډلې په وړاندې نه جنګیږي، بلکې د خالق د تخلیق پلان ته غاړه ايږدي. په اسلامي صحیفو کې ډېر شمیر احکامات شته چې تاوتریخوالی څخه مسلمانان منعې کوي. دلیل یې دا دی چې د تاوتریخوالي کلتور د الهي تخلیق پلان په ضد دی. د دې پلان له مخې، که یو کس یا ډله سیاسي واک ولري، نور باید دا وضعیت د خدای لخوا ورکړل شوی وګڼي او باید خپل په سر د هغو کسانو د بې واکه کولو لپاره په کمپاین کې ښکیل نه شي