د حقائقو پر ځای ښه خیالونو باندی د دین بنست
یهودو نظریاتی فضیلت لره د نسلی فضیلت په معنی کې اخستو دا معنی لرلۍ چې د یهودو نسل یوازی د نسل په حیثیت سره د خدای په واړاندی د احترام وړ دی . د دی نه پس بلکل قدرتی توګه باندی داسی وشوه چې خدای پرستی او یهودیت یو معنی لرونکی الفاظ وګرځیده. د هغوی خیال دا شو چې مونږ د الله ځامن او د هغه خوښ یوو (مائده – ۱۸) یهودی او عسایی پیدا کیدل هدایت مندنه ده ( بقره – ۱۳۵) زمونږ یو وګړی به هم جنهم ته نه ځی. او که چری لاړ هم شی د هغه تلل به یوازی د څو ورځو لپاره وی (بقره – ۸۰) قرآن د هغوی بی ځایه ښه ګومانونو ته امانی (بقره ـ ۸۲) وویل. وفرمائیل شوه چې دا ډول امانی که یهود قائم کړی یا مسلمان یی قائم کړی د خدای په وړاندی د هغوی څه څیثیت نشته. د خدای پاک تل پاتی قانون دا دی چې کوم کس څنګه وکړی د هغه مطابق به ورته بدله ورکولکیږی (نساء ۱۲۳)
د امانی معنا ده بی بنسټه امیدونه. عبدالله بن عباس، مجاهد او فراء وئیلی دی چې د دی نه مراد هغه موضوع روایاتو نه او بی سنده قصی دی کومی چې یهودی علماء او پیرانو وضع کړی دی او په ټول قوم کې رواج شوی دی ( کاذب مختلفة سمعوها من علما فهم قفلیصو ها علی التقلب ـ تفسیر نسغی) د یهودی قوم ډیر مبالغه نه ډک فضائل. یهودیت سره تعلق لرونکی وړو وړو شیونو د مقدس او تیرک کیدو طلسماتی داستانونه یه هغوی کې ډیر زیات خواره شوی وه. ټول قوم د حقیقی عمل څخه غافله وو او په دغو کمزوره رویاتو او خپل سری قصو باندی ژوندی وو مثال په توګه ـــــ د تورات الفاظ چې کوم غوږ واوریدل په هغه باندی دوزخ اور حرام دی د اسرائیلی بزرګانومونه چې چا په مینی او احترام سره واخستل د هغه په جنتی کیدو کې شک نشته. قیامت په ورځ په ابراهیم (ع) د دوزخ په دروازه کې ودریږی او یو ختنه شوی اسرائیلی به پکی غورځیدو ته نه پریږدی.
Talmud (every mans library series) edited by Dr. kohen. P 606
بیخی همدغه حال نن د مسلمانانو کیدونکی. د الله د کتاب پرځای کتاب لامانی د هغوی د دین سرچینه ګرځیدلی ده. د فضائل اعمال بی اصله رویات او د بزرګانو د کشف او کرامت فرضی داستانونو بی شمیره تعداد کې په قوم کې دننه خپری شوی دی او ټول قوم دغو ښه خیالونو په تکیه باندی ژوند کوی. سیاسی محرک لاندی پیل شوه. خپل سیاست په حق کې دینی تصدیق ترلاسه کولو لپاره هری ډلی بی شمیره حدیثونه د دروغو جوړ کړه او هغه یی پیغمبر او د هغه ملګرو پوری وتړل او په خلکو کې خواره کړل. وئیل کیږی چې اهل بیت فضیلت ثابتولو لپاره چې کوم حدیثونه وضع شول یوازی د هغوی شمیره تقریباً دیرش زره ده. په دی زمانه کې کله چې مسلمانانو کې ً فضائل اعمال ً حدیثونو د وضع کولو څخه را پورته شو. د دی محرک هماغه وو کوم چې د دی نه وړاندی په عسایانو کې مقدس درواغ (pious fraud) نظریه پیدا کړی وه. حضرت عیسی (ع) نه وروسته لومړی سلیزه کې عسیت ډیر بد حالت کې وو. په دی زمانه کې مسیحیت د پرمختیا لپاره یو تدبیر دا دی چې د افضلیت ثابتولو لپاره نا آشنا خبری او قصی جوړی کړی شی او به خلکو کط خپری کړی شی. دی مقصد لپاره وضع حدیث ثبوت خپله اوسنی انجیل کې شته دی. سینټ پال رومیانو په نوم خپل خط (رومیان ۷:۳ ) کې ولیکل :
که چری زما د درواغو په سبب سره د خدای حقانیت او د هغه جلال زیات ظاهر شو نو بیا ولی د ګنهګارو غوندی په ما باندی حکم ورکول کیږی. او مونږ هغه بدی ولی ونه کړو چې خبر تری پیدا شی.
راه وسیکون اخر اُمنی اناس محدثو نکم مالم سمعوا انتم ولا اباء کم فا یا کم وایاهم (رواه مسلم عن ابی هریره )
لومړی پیړی نه وروسته چې کله مسلمانانو کې خپل مینځی جګړی او سیاسی جنګونه ډیر زیات شو نو ځنی خلکو د ً فضائل ً په نوم باندی د درواغو حدیثونه پیل کړه تر څو چې خلک دینی اعمالو په لور راغب کړی شی. ظاهره ده چې پر دغو فضائلو باندی جهاد نفس او د خدای په لار کې خرچ کولو غوندی شیان نه عملی کیدل. نو ځکه به وړو، وړو شیانو کې طلسمانی ګڼی ښودل پیل شوه. مثال په توګه کوم کس فلانی سورة هره ورځ لولی نو هغه به د خدای په مقابله کې د سړی لپاره دفاع او حصار ګرځی. د دوزخ فرښتی چې هغه نه عذاب ورکولو لپاره راځی نو هغه ورسره جنګیږی او هغوی شړی. یوه شخص په سلګونه تعداد کې دا ډول حدیثونه د درواغو خپاره کړی چې فلانی سورة په فلانی وخت کې ً ولولی ً نو دومره ثواب لری او فلانی وخت کې یی ولولی نو دومره ثواب لری کله چې ترینه پوښتنه وشوه چې تا د دین په معامله کې د اجرات څنګه وکړه نو ځواب یی ورکړه چې:
قصدتُ ان اشعل الناس بالقران عن غیره
ترجمه: ما وغوښتل چې خلک د نورو مصروفیاتو څخه لری کړم او په قرآن لوستلو یی بوخت کړم
چا حدیث راودرا وه چې د یو سړی یو ځوی وی او نوم یی محمد کیدی نو پلار او ځوی ب۹ه دواړه جنت ته ځی (من ولد له مولود فسماء محمدا کان هو والوالد فی الجنة ) چا حدیث جوړ کړه چې کوم کس لا الا الاالله ووائی هغه ته به جنت کې اوه زره ښارونه ورکولکیږی. په هر ښار کې به اوه زره محلونه وی په هر محل کې به اوه زره حوری وی (من قال لا الا الا الله اعظی فی الجنة سبعین الف مدینة فی کل مدینه سبعون الف قصر فی کل قصر سبعون الف خوراد) چا وویل چې کوم کس په ۱۵ شعبان کې ۱۲ رکعته لمونځ وکړه او دغه شان په هر رکعت کې ۳۰ ځلی قُل هُوالله احد ولوستل نو هغه به نه یوازی خپله جنت ته لاړ شی بلکه د خپلی کورنی لس داسی وګړی هم خدای ته ووائی او جنت کې به یی داخل کړی په کومو چې دوزخ واجت شوی وی ( من صلی لبلة من شعبان تنی عشره اکعة یقراء فی کل رکعة ثلاثین مره قل هو الله احد شفع فی عشرة من اهل بینه قدا استوجبو النار )
د سخاوی یو کتاب دی چې نوم یی دی: القول الیدیع فی الصلواة علی حبیب الشفیع. دا کتاب په پیغمبر(ص) درود په هکله دی. ټول کتاب نا آشنا قصو نه ډک دی. مثال پخ توګه یوه قصه د هغوی د بیا سره سمه دا ده:
َ
یوه ښځه حسن بصری ته راغله او عرض یی وکړ چې دځما لور مړه شوه ځما خواهش چې زه هغه په خوب کې وګورم. حسن بصری وویل چې د ماسخوتن لمونځ کولو نه پس څلور رکعت نفل لمونځ وکړه او په هر رکعت کې د سورة فاتحه نه پس الهکم المتکاثر لوله او د هغی نه پس اوده شه او تر اوده کیدو پوری په پیغمبر (ع) درود لوله
هغی همداسی وکړه. هغی په خوب کې ولیدل چې جلی په ډیر سخت عذاب کې ده. د قبر جامی اغوستی دی دواړه لاسونه یی په نښتی دی. پیښی د اور په زنجیرونو کې بندی شوی دی. ښځه چې سهار را پاڅیده نو حسن بصری ته ورغله او څه یی چې لیدلی وو ورته بیان کړه. بله ورځ حسن بصری په خوب کې ولیده چې د جنت یو باغ دی په دی کې یو جګ تخت دی او په تخت باندی یوه ډیره ښائسته جلی ناسته ده په سر یی د نور تاج دی. هغی پوښتنه وکړه چې حسن! تا زه وپیژوندم. ما وویل چې نا ویویل چې زه همغه جلی یم چې مور می تا ته درغلی وه. حسن بصری وویل چې ستا مور خو د دی بر عکس حال ښودلی وو څه چې زه ګورم جلی ځواب ورکړ ځما حالت همغسی وو کوم چې ځما مور بیا کړ. بیا داسی وشوه چې یو بزرګ زمونږ په ادیره تیریده. هغوی یو ځل درود ولوسته او ثواب یی مونږ ته را وربښه. د هغوی درود د خدای په نزد داسی قبول شو چې په سبب یی مونږ ټول د دی عذاب نه خلاص کړی شو. او مونږ ته هغه رتبه نصیب شو چې ته یی وینی.
دا ډول بی شمیره روایاتو نه یی ځان نه جوړ کړه او په ټول امت کې خپاره کړی شوه. اوس که چیری څو خلک داسی وکړی چې دغه ً حدیثونه ً را ټول کړی او د فضائل اعمال صحیفه تری ترتیب کړی او په بنسټ یی خلک دین داره کول پیل کړی نو یو نا اشنا ډول دین به رامینځ ته شی. خلک به په ظاهره ذکر او درود او تلاوت او لمونځونو کې بوخت وی خو د مصروفیتونه به د هغوی په سینو کې د خدای ویره او لړځیدونکی زړه نه شی جوړولی. بلکه یو داسی زړه به رامینځ ته شی چې خپل ځان به د خدای د نیوکی څخه بخی خوندی ګنی عادی خبرو سره چې هر سهار او ماښام د جنت محلونه خاص کیږی نو د آخرت ویری نه د لړځیدو څه اړتیا. حقیقت دا دی چې دا ډول ًامانی ً د خدای دین عملاً ټوقه ګرځولی ده. هغه دین چې مقصدیی په بندګانو کې خشیت او ویری کیفیت پیدا کول وو. هغه یوازی د قساوت او سختوالی کې د زیاتوالی سبب وګرځیده.
ګومانونه
2026-03-20 16:37:05
لوستلو ته دوام ورکړئ
د خدای موندلو قیمت
الهي ادراک په حقیقت کې ترټولو لویه شتمني ده. دا په حقیقت کې د ایمان لوړ ادراک دی چې انسان له څارویو څخه جلا کوي. د لوړې کچې ادراک ترلاسه ...