د قرآن یو آیت دی: یا ایها الذین امنو اتقوالله وبتغو الیه الوسیلة
ترجمه: ای مومنانو د الله نه ویریږی او هغه ته وسیله ولټوی .
په دی آیت کې ً وسیله ً لفظ ځینی خلکو په هغه مفهوم کې واخسته کوم چې په اردو ژبه کې استعمالیږی. هغوی وویل څنګه چې د نیوی واکدارانو ته وسیلی وی. دغه شان خدای نه هم وسیلی وی. دا وسیلی انبیاء او اولیاء دی. دا وسیلی ونیسی ټوله خدائی به دی لاس ته راشی. دغه عقیده چونکه د عوامو مزاج ته لنډه وه دی ته ښه شهرت حاصل شو. اوس دا حال دی چې د خدای په مقابل کې ډیر مړه او ژوندی خدایان پیدا شوه د کومو لمنه چې خلکو نیولی ده هغوی باور لری چې دا خدایی وسیلی د دنیا نه نیولی تر آخرت پوری به د هغوی ټول کارونه جوړ وی. خو حقیقت دا دی چې یاد شوی پورتنی عقیدی د دی آیت سره څه تعلق نشته. په عربی ژبه کې د ً وسیلیً له سره دا مفهوم نه راځی. لفظ وسیله په یاد شوی آیات کې د اردو ژبی په مفهوم کې نه ده راغلی بلکه خپلی عربی ژبی مفهوم د لنډوالی کې راغلی ده. آیت مطلب دا دی چې د خدای نه وویریږی او د هغه د حکم منلو او د هغه د خوښی عمل په ذریعه د هغه نزدی والی تر لاسه کړی (تقربو ا اله بطاعته ولعمل بما یرضه، فتاده) ابن جریر طبری د دی تفسیر په دغو الفاظو کې کړی دی: طلبو القریة الیه بالعمل بما یرضه (د الله نږدیوالی په هغه عمل سره ترلاسه کولو ځیار وکړه کوم عمل چې هغه خوښوی)
د یو انسان د ټولو نه لویه بریا دا ده چې هغه نه نږدی ورسیدی شی. په دی آیات کې دا راز ښکاره کړی شوی وو چې د دی ترلاسه کول هر انسان ته شونی دی. او د دی صورت دا دی چې هغه خپل ځان د خپل رب د خوښی په لاره واچوی. خو غلطی شریح انسان د دی خزانی نه بی برخی کړه چې پکی ایښودی شوی وه. په کوم آیات کې چې د خدای د مندلو راز ښودل شوی وو هغه خلک یوازی قبرونو او زیارت ته د رسولو کار وکړه. هغه آیات چې پکې د خدای د ویری غذا وه. د یوی خپل سری تشریح په ذریعه په هغی کې د بی خوفی سامان ولټول شوه. کوم قران چې د الله د عبادت ښودنی لپاره راغلی وو د هغه نه خلکو د غیر الله د عبادت حکم را ووسته. د دی عقیدی لاندی چې کوم مذهب جوړ شو قدرتی توګه باندی پکی قبرونو عبادت او د ژوندو ً بزرګانو ً ښه ترقی وکړه ً اولیاء الله ً د فضیلت او کرامت بی شمیره فرضی کیسی جوړی کړی شوی تر څو چې دا ثابت کړی شی چې دا حضرات هم په خپل داخل کې خدا بی طاقتونه لری. د بزرګانو کراماتی قصو مقدس ً طلسم هوش ربا ً تیار کړی شوی او ټول قوم د دی په تلاوت کې بوخت دی. د دی بر عکس د خدای نه ویره او محبت د ګناهونو نه د ژغورنی لیوال تیا او د اخرت سوال ځواب نه د ځان ساتلو فکر بخی ختم شوی دی. ځکه چې ً وسیله ً ترلاسه کولو نه پس د دغوشیانو لپاره اندښمند کیدو څه اړتیا هم نه وه
دا ډول ټول عقاید په اصل کې د خدای د خدایی نا قصه اندازه (underestimation) ده. کوم خلک چې ژوندی یا مړه انسانانو څخه امیدونه تړی. هغوی نه پوهیږی چې دا ټولی هستی په مچ هم نشی پیدا کول (حج۷۴) کوم خلک چې دا ګڼی چې هغوی به د خپلو ً اکابرو ً لمن نیولو سره جنت ته ورسیږی. هغوی ته د خدای د جزا او سزا د سختی اندازه نشته (انعام ۹۱) کوم خلک چې د اخرت ورځ د خپلو مشرانو د ً جلوه کیدو ځای ګڼی هغوی ته پوهیږی چې کله آخرت راشی نو عالم به دا وی چې ټول اسمان په د خدای په یوه لاس کې را نعړل شوی وی او ځمکه به د خدای پاک په خپل مټی کې نیولی وی او فرمائی به . انا الملک انا اجبار انا المتکلیم ابن الجبارون ابن المتکبرون ابن ملوک الارض. ( زه یم بادشاه زهم یم جبار زه یم لویی والا چرته دی ده ځمکی باد شاهان چرته دی زورور چرته دی متکبر) پیغمبر(ص) په مدینه په جوماعت کې خطبه ورکوله او دا
الفاظ یی تکرار کړه نو راوی بیان دی چې :
فرجف رسول (ص) المنبر حتی قلنا لیخزن به (ابن کثیر)
ترجمه:رسول الله (ص) باندی داسی لړزه راغله چې مونږ وویل چې د منبر نه را وغورځیده.
بل لور ته مونږ داسی داسی ً بزرګان ً پیدا کړی دی کوم چې په میدان حشر کې بلکل د خدای پاک مخی ته زمونږ له لوری وکیلانو په حیث ودریږی. او د هغه وخت پوری به څوک جنت پرینږی تر څو پوری خپل ټول معتقدین جنت ته ونه لیږدی.