۱: د قرآن په سوره نمبر ۵۴ کې وئیل شوی دی. ولقد یسرنالقرآن للذکر فهل من مذکر د دی ترجمه ځنی خلکو په دی ټکو کې کړی: مونږ آسان کړه قرآن د حفظ کولو لپاره بیا څوک شته چې حفظ یی کړی. د دی ترجمعی سره سم وګڼل شوه چې په دی آیت کې کولو نصیحت کړی شوی دی. اوس بی شمیره خلک د قرآن په بی فهمه زده کولو کې بوخت دی او ګڼی چې هغه د دی آیت حکم عملی کوی د قرآن سورتونه یادول پخپله د مومن یوه اړتیا ده. خو دا یو حقیقت دی چې د یاد شوی آیت د دا ډول عمل سره څه تعلق نشته.
شاه عبدالقادر صاحب د دی آیت ترجمه کړی ده ً چې مونږ آسان کړی قرآن د پوهیدو لپاره بیا څوک شته سوچ کونکی ً مطلب دا چې قرآن کې د دین حقایق ډیر په دلیل او فهم وړ ژبه کې وړاندی کړی شوی دی. بیا څوک شته چې پری سوچ وکړی او تری نه خپل ځان لپاره د نصیحت او اصلاح سامان تر لاسه کړی. په دی آیت کې خدایی کتاب لپاره هڅه ونه شوی ده. قرآن کې دننه د سړی زړه او دماغو لپاره کومه خدایی غذا ایښودی شوی ده. د هغی خپله حصه حاصلولو لپاره پام راګرځول شوی دی. خو یو معنوی حقیقت لره لفظی تکرار په معنی کې اخستو نتیجه دا شوه. چې آیت د انسان لپاره د دا ډول غذا مصدر پاتی نشو. هغه الفاظو لره زبانی توګه باندی یو بی کیفیته عمل په څیر شو.
۲: حدیث کې راغلی دی.
من قال لا اله الاالله دخل الجنة.
چا چې وویل لااله الا الله هغه به جنت ته داخلیږی.
دا ډول روایاتو کې لفظ ً قول ً کتلو سره ځنی خلکو وګڼله چې بس د کلیمی زبانی تلفظ د جنت داخلی لپاره کافی دی. په کې شک نشته چې د سړی یوه وینا د هغه لپاره د جنت دروازه خلاصوی. خو د وینا نه مراد د یوه حقیقی انسان وینا د هغه پوره شخصیت څخه را څاڅی نه محض د ژبی د حرکت سره مینځ ته راځی. یو تن چې کله په حقیقت کې دا وینا کوی چې ً الله نه پرته بل اله نشته ً نو هغه یوازی څه الفاظ نه وایی. هغه د دی خبری اقرار کوی. چې هغه د خدای د کامل قدرت په مقابله کې خپل کامل عجز منده کړی دی. دا وینا د هغه د داخلی هستی لفظی اظهار وی نه د هغه د حقیقی هستی نه جدا محض په خله باندی څو خبری.
د ًوینا ً دا حقیقت د قرآن او حدیث نه په ښه توګه سرګند دی. مثال په توګه باندی په سوره مايده کې د یوی ډلی یادونه ده چې ویلی یی وو ً ای زمونږ ربه مونږ ایمان راوړه. زمونږ نوم په ګواهی ورکونکی کې ولیکه د دی ډلی په هکله قرآن کې ویل شوی دی چې د دوی د دغه وینا په سبب الله دوی ته جنت ورکړه (فا ثا بهم الله بما قالو / جنات – ۸۵)
خو د قرآن د مطالعه څخه معلومیږی چې دا وینا محض د ژبی حرکت نه وو. بلکه اعلی سطح باندی د حق د معرفت مطالعه ده دا د هغوی ټول شخصیت وو. چې د الفاظو په صورت کې را وخوټیدلی وو. دا ډول پیښه که څه هم په ظاهره یو قولی اقرار وی خو په حقیقت هغه د نړی تر ټولو جدی معامله وی چې جلوی یی غر هم زغملی نشی. دا صورت حال دا اقرار ډیره درنده پیښه ګرځوی. سره د خپل ټول تنګی والی کله چې دا ً وینا ً دنیا کې مینځ ته راځی نو د انسانی شخصیت لپاره هغه دومره درنده وی چې د سترګو له لاری نه د اوښکو سیلاب روانیږی (تری اعینم تفض من الدمع مما عرفو من لحق )
هغه اقرار چې انسان د جنت مستحق ګرځوی. قرآن او د حدیث سره سم د سړی د پوره شخصیت قربانی ده خو د دی څخه دا مفهوم را ووستل شو چې په ژبی سره د کلیمی تلفظ وکړه او سیده جنت ته ځه.
۳: قرآن کې حکم ورکړی شوی دی:
یایهاالدین امنو اذکرو الله ذکراً کثیرا (احزاب)
ترجمه:ای مومنانو یاد کړای الله په یادولو ډیر زیات.
په دی آیت کې ًذکر کثیر ً لفظ ځنی خلکو د شمار په معنی کې واخسته هغوی په دی فکر کې بوخت شوه چې څومره ډیر ذکر دی ورته به کثیر وویل شی. ځنی خلکو د دری سوه نصاب جوړ کړه چا د پنځوس زرو، چا د یولاکو. دغه شان د شمیریز نصاب دا تقاضا هم وه چې د ذکر لپاره ټاکل شوی لفظ یا جمله وی. ځکه چې د الفاظو د ټاکلی په صورت کې دا اندازه کیدی شی چې د ټاکلی نصاب شمیر یوره شو او که نه
خو د دا ډول یوه عمل د یاد شوی آیت سره څه اړه نشته. دلته د الله د ذکر څخه مراد د الله یادونه مطلب دا دی چې خدای پاک ډیر زیات یادوه. د خدای او د خدای د خیرو تصور په خپل ځان باندی دومره خپور کړه چې هغه هر وخت تا ته در یاد شی دا ذکر په اصل کې د خدای سره د ژور تعلق پائله وی. هغه په مصنوعی توګه باندی نه کیږی. بلکه فطری توګه باندی هغه وی مینځ ته راځی کله چې د انسان داخل د خدای د خوف او د ویری نه ډک شوی وی. انسان نفسیاتی توګه باندی خپل رب سره تړل شوی وی. د حقیقی ذکر نښه دا ده چې په یواځی والی کې بنده خپل خدای یاد کړی او د شدت څخه یی د سترګو اوښکی راوانی شی( ذکر الله خالیا فضاضت عیناه )
د خدای تعالی ذکر په اوښکو بیښدو سره کیږی نه د تسبیح د دانو سره.
د قرآن یو حکم چې پکی د روح نا آرامیدو او زړه اوبه کیدو سامان وو. هغه د ژبی د ورزش په معنی کې وګنل شو کوم چې زړه یوازی سختوی نه چې زړه او احساس نرم والی هغی درجی ته چې ورته ذکر ویل شوی دی.
د دعا پرځای عملیات
دعا ( د الله تعالی نه غوښتل) غوره عبادت دی. حدیث کې راغلی دی الدعاء عبادت مغز دی) الدعاء هی العبادة (هم دعا عبادت دی) خو د یهودو له اثره مسلمانانو کې د دعا پرځای عملیاتو رواج پیل شو.
د دواړو په توپیر باندی پوهیدو لپاره یو مثال ته وګوری. یو شخص د دولت په یوه شعبه کې ځای لاس ته راوړلو لپاره د وظیفی فورمه ډکوی. بل کس همدی وظیفی حاصلولو لپاره دا کوی چې خپل کور کې سر لاندی او پیښی بره کولو سره ودریږی. هغه یقین کوی چې همدی حال کې اوه ورځی به اوسم نو ما ته به وظیفه ترلاسه شی لومړی مثال د غوښتن لیک مثال دی او دویم مثال د ګوډو یا عملیاتو مثال دی
د خدای نه د غوښتو طریقه یوازی د دعا طریقه ده. دعا یا غوښتن لیک هغه شی دی چې سړی نیغ په نیغه د خدای سره ټړی کوی. هغه یی د دین د اعلی حقیقتونو سره آشنا کوی. دعا کې بنده خپل رب یادوی هغه یی رابلی. هغه ته ژاړی او زاری کوی هغه ورته لنډیږی او خدایی کیفیاتو تجربه کوی چې په کوم بل ډول سړی ته حاصلیدی نشی. د الله نه دغوښتو کیفیت را پورته کیدل د ټولو نه لویه دینی لاس ته راوړنه ده خو عملیات او کوډی ښودل دومره بی معنی دی چې د دین سره بی څه اړه نشته.
عملیاتو دوه ډولونه دی ــــــــ عبادتی عملیات او جادوګری عملیات عبادتی عملیاتو نه مراد هغه طریقی دی چې په هکله باور شوی وی چې ګردانولو سره یی د آخرت نعمتونو دروازی سړی ته حلاصیږی. جادوګری عملیات هغه دی چې د دنیا حاجتونه پوره کولو لپاره د ځان جوړ شوی دی. ځما ملاقات د یوه عالم سره وشوه. د کتنی پر مهال هغوی د یوه کتاب یادونه وګړه چې پکی د محدثینو د خدماتو اعتراف کولو سره دا جمله لیکل شوی وه. هغوی ډیر زیات ځیار کولو سره ټول حدیثونه راټول کړه او د تل لپاره یی کتابونو صورت کې خوندی کړه. یاد شوی ډیر خفګان سره د دی جملی یادونه وکړه. زه حیران وم چې په دی جمله کې اخر هغه کوم خرابی دی چې هغه پری دومره تند رد عمل اظهار کوو. معلومولو سره هغوی وویل چې ً تاسو څنګه دعوه کولی شی چې محدیثنو ټول حدیثونه را جمع کړی دی. نوره را ټینګولو سره هغوی وویل چې د مثال په توګه باندی صلاة معکوس روایت محدیثنو ته ترلاسه نشو. ولی چې فلانی بزرګ هغه په خپل کتاب کې لیکلی دی.
صلاة معکوس مطلب دی سرچپه لمونځ . د دی طریقه دا ده چې د کلی نه بهر یو داسی وچ کویی ولټول شی چې ورسره ونه را شنه شوی وی. سړی ونی نه پړی را زوړنده کړی بیا یی خپلی پښی پوری وتړی او کویی کې سر لاندی اوپښی پورته ژوړنده شی او په داسی حالت کې لمونځ وکړی ویل کیږی چې کوم سړی یو ځل هم دا لمونځ وکړی هغه د دواړه جهانو نیکمرغی ترلاسه کیږی. ما وویل چي یاد شوی بزرگ دی روایت سره یی سند نقل نه کړه. ځکه پردی ولی اعتبار وکړی شی. پردی باندی یاد شوی سړی غصه شو او خبره پای ته ورسیده. وروسته دور کې خصوصاً صوفیانو حلقو. مسلمانانو په مینځ کې ډیری عملیاتی طریقی رواج کړی. دا وکنړل شوه چې دغه پټ شوی رسمونه ظاهری ادابو سره تکرارولو کې معجزیی نتایج راوځی.
دغه ډول عملیاتو د خدای دین هغه سطحی ته ورساوه چرته چې د دودیزو کیسو طلسمی خزانه وه. هغه د ً بسم بسم ً ویلو سره خلاصیده. بل کوم لفظ جم،جم یا دم، دم وئیلو سره نه خلاصیده. دغه ډول دغه شان لکه چې هم څو منتر وو سړی که چری دغه د ظاهری صحت سره ګردان کړه نو د دی نه پس د خزانی او خوشحالی ټولی دروازی د هغه لپاره خلاصیږی. بلکل هماغه شان لکه چې ً سم، سم ً وئیلو سره چې طلسماتی خزانی دروازی خلاصیدل. خو دا هغه اسلام دی کوم چې د نورو قومونو د اثر ه اخستل شوی دی. د قران او د حدیث د اسلام سره یی څه تعلق نشته. اسلامی عبادت انابت الی الله (زمر ۱۷) نوم دی. د ده حقیقت خدای ته د زړه له کومی ټیټیدل دی نه د اعضاء او اندامونو په ذریعه کوم منتر ښودل.
قرآن کې جادوګرو عملیاتو ته کفر ویل شوی وو (بقره ۱۰۲)
خو یوه ښائسته تاویل کولو سره هغه اسلام کې کړی شو. مولوی اشرف غنی تهانوی د یاد شوی آیت لاندی لیکلی : ً سحر کې که چری کفر یه کلیمی وی مثال په توګه ستورو یا شیطانانو نه مرسته داسی نور نو کفر دی. او که چری مباح کلیمات وی او د چا پر ضد شرعی ډول څه ضرر ورسول شی او کوم ناروا مقصد لپاره وکارول شی نو فسق او ګناه ده. او که ضررونه رسول شی او نه کوم ناروا عمل لپاره وکارول شی نو ورته جادو نه و پیل کیږی. بلکه تعویذ او غوټه ویل کیږی او هغه مباح عمل دی ( تقسیر بیان لقرآن) د دی تاویل نتیجه دا شوه چې قرآن کوم چې د اخرت د کامیابی لاری ښودلو لپاره راغلی وو. هغه د دنیا د کامیابی موضوع وګرځول شوه. هر ډول دنیوی مقاصدو کې قرآن استعمالول پیل شوه. د اسرائیلو د روایاتو لاندی عملیاتو کوم علم سینی نه سینی ته را روان وو. د دی نه پرته خپله د ً ژغورل شوی ګناه ً هم د ډول، ډول عملیاتی نسخو قیمتی سره چینه وګرځیده.
قرآن اعمالو ً په نوم باندی مسلمانانو چې کومی سپکی طریقه رواج کړی د هغو ځنی یوه هغه ده چې ورته قرآنی سورتونو ً خواص ً وئیل کیده. دا خواص ټول ټال د دنیوی ډول دی. تر دی چې د بهبودو په تقلید کې د هر سورة عددونه ټاکل شوی دی او د هغوی نقشی جوړلو سره دنیو حاجاتو کې کارول کیږی. بی شمیره خلکو د تعویذو او غوټو دوکانو نه خلاص کړی دی او قرآن یی یو تجارت ګرځولی دی
مثال په توګه وئیل کیږی چې د سورة مریم شمیره دوه لکه تهنوی زړه شپږ سوه څلور څلویښت دی. د هغه د شمیریزه نقشه لاندی ده.
۹۴۵۵۱ ۹۴۹۴۴ ۹۴۵۴۹
۹۴۵۴۹ ۹۴۵۴۷ ۹۴۵۵۳
۹۴۵۴۷ ۹۴۵۵۲ ۹۴۵۴۵
یو ډیر لوی بزرګ لکی، ً که چری سړ شوی باغ کې ونو سره د سورة مریم دا نقشه وتړل شی نو باغ به ګل غوټی او مبوی ته ډک شی. دغو اعمالو په نتیجه کې نه یوازی قرآن یوه ارزانه دنیوی نسخه وګرځیده بلکه هغه په قوم کې دننه توهیماتو پیدا کولو سبب وګرخیده. ځکه چې دا ډول تعویذی نقشو سره کله هم کوم وران باغ د کلانو میوو نه ډک چمن نه ګرځی. نور دا چې کوم قوم کې دا ډول عملیاتو رواج شی هغوی کې کله هم صحیح معنو کې خدای پرسته مزاج پیدا کیدی نشی. سړی چې دعا کوی نو د خدای ته یی غواړی هغه پام ټول د خدای په لور وی. د دی برعکس چې کله هغه د عملیاتو طریقه خپله کړی نو په یی ټول د هغه عمل په پټو خواصو باندی تمرکز وی. په دعا کې سړی خدای سره ټړل کیږی. او په عملیاتو کې خپله عملیاتو سره یا هغو پټو اسبابو سره چې په هکله یی د هغه ګمان وی که د عملیاتو تر شاه کار کوی ــــــ صلاة التسبح او ختم خوا جګان نه نیولی. تعویذونو د نقشو پوری کوم بی شمیره عملیات چې په مسلمانانو کې رواج شوی هغوی خدایی دین یهودی دی وګرځاوه .