په قرآن کې الله پاک خپلو بندګانو ته حکم ورکړی دی: واقیمو لوزن بالقیسط ولا تخسرو المیزان ( او ټول برابر کوی په انصاف سره او کمی مه کوی په تله کې ) د دی مطلب دا دی خلک په خپل مینځی اړیلو کې په عدل او انصاف باندی ولاړی وی. څوک په چا تیری ونه کړی نه د چا حق عقب کړی. ترازو غوندی هر یوه سره د انصاف معامله وکړی شی دا ایت سړی را پاروی چې هغه خپل ځان د عدل او انصاف په لاره باندی واچوی. خو که چری د چا په ذهن کې د ایت دا مطلب کښنی چې ً د خلکو ترازو سیده او نیغ کړه. نو ټوله معامله په سرچپه شی. اوس په دی ایت کې د هغه خپل ذات لپاره څه عدا او خوراک نه وی. هغه به د دی ایت حکم د ګڼی چې پر نور باندی ً څارونکی ً وګرځی. هغه به د خپلی اصلاح فکر کولو پر ځای د نرور سره جنګونه پیل کړی. خواه که د هغه د جنګ نتیجه عملاً د نوری بی انصافی راوستلو په معنی کې ولی ونه ګرځی.
همدغه شان د هغو خلکو سره مخی ته راغلی دی کوم چې دین ً ایالتً په معنی کې ګڼی. دا خلک د خپل ذهن له کبله دین یو دولتی نظام په روپ کې لیدل پیل کړی . دین هغووی لپاره د حکومتی عوامرو موضوع ده نه حقیقتاً شخصی اصلاح موضوع خپل دینی مسولیت تصور د هغوی په ذهن دا دی چې دین د یوه حکومتی نظام په حیثیت په ځمکه باندی جاری او عملی کړی شی چون ټول قرآن کې یو داسی ایت نشته چې تری دا ډول دینی مسیون اخستل کیږی ځکه د هغوی ذهن ډیره آسانه لاره دا راوښکل چې انفرادی احکام یی اجتماعیاتو په لور ته وکړه. ً وزن صحیح تله ییً په دی مفهوم کې واخسته چې د خلکو ً ترازو صحیح کړه ً نتیجه دا شوه چې کوم احکاماتو کې د فرد د خپل ځان لپاره غذا ایښودی شوی وه. هغه د نورو پر ضد د تقریر او احتجاج د خوراک اخستو سرچینه وګرځیده.
۱ قرآن کې حکم ورکړای شوی دی ــــــ واقیموالدین ( شورا ۱۳) د دی نښانه د سړی د خپل ځان دی د دی مطلب دا دی چې د خپل ژوند په پوره ډول د دین په قلب کې واچوه. د خدای سره خپل تعلق صحیح کړه او د بندګانو کوم حقوق چې په تا باندی راځی . هغه سمه توګه پوره کوه. خو د کومو خلکو په ذهن کې د دین یاد شوی ً انقلابی ً مفهوم ناست وی. د هغوی لپاره دا ایات د دا ډول ذاتی خوراک سبب نشی ګرځیدلی. هغوی د خپل ذهنی ساخت سره سم یی د دی مطلب دا راوښکه چې ـــــــ دین د یو دولتی نظام په حیث په ځمکه باندی نافذ کړه. هغه ایت کوم چې د خپل داخل لړزونکی وو. هغه یوازی خارجی اخو ډب عنوان وګرځیده. دا آیت لوستلو نه پس یاد شوی یاد شوی ذهن به فوراً دا ډول تقریر پیل کړی:
قرآن چې کوم کس هم سترګی خلاصی کړی او ویلولی هغوی په ډاګه شی چې دا کتاب خپلو منونکی ته د ګفر او کفارو تر ولکی لاندی مغلوب حیثیت کې مذهبی ژوند تیرولو پروګرام نه ورکوی بلکه دا په ډاکه خپل حکومت جوړول غواړی. د خپلو پیروانو څخه غوښتنه کوی چې هغوی حق دین په فکری، اخلاقی، مذهبی او قانونی او سیاسی حیثیت سره غالبولو لپاره هلی ځلی وکړی او دا هغوی ته د انسانی ژوند د اصلاح هغه پروګرام ورکوی چې په ډیره لویه حصه باندی یوازی په هغه صورت کې عمل کیدی شی کله چې د حکومت واګی د مومنانو په لاس کې وی.
دا تقریر صرف ځکه مینځ ته راغی چې هغه حکم چې مطلب یی وو ً په دین باندی قائم وسیږه ً دا په دی معنی کې واخستی شو چې ــــ دین په نورو باندی نافظ او قائم کړه.
۲ : قرآن کې حکم ورکړی شوی دی: یاالهاالذین امنو کونو قوامین بالقسط (نساء ۱۳۵) د دی ایایت مفهوم دی چې ای مومنانو! اوسی تاسی ځنی هر شخص دی. تل محکم ولاړ په انصاف سره عدل په چلند باندی ښه ښه ولاړ شی. د دی حکم نښه نه د سړی خپل ځان دی. هغه انسان لره د خپل ځان د اصلاح په هکله ښه متحرک کول غواړی. خو د یاد شوی ذهن مخی ته چې دا آیت راغی نو هغه یی ترجمه وکړه: ای مومنانو ! د انصاف بیرغ وړونکی وګرځی ً او د دی نه پس هغه په دغو ټکو کې تفسیر پیل کړه.
دی فرمائلو باندی قناعت ونه کړه چې د انصاف په روش باندی لاړشی. بلکه دا یی وفرمائل چې د انصاف بیرغ وړونکی وګرځی. ستاسو کار یوازی انصاف کول نه دی بلکه د انصاف جنډی سره راپورته کیدل. تاسو ته دی کار لپاره ملا تړل پکار دی چې ظلم ختمولو او پرځای یی عدل قائم شی. عدل ته د خپل قیام لپاره چې د کوم ضامن اړتیا ده. د مومن په حیثیت سره ستا مقام دا دی چې هغه اړم ته وګرځه .
د دی تقریر لوستونکی چې دی آیت نه اثر اخلی. هغه دا چې سړی د انصاف بیرغ سره راپورته شیږ او په خلکو باندی د انصاف نظام قائم کړی. په نورو الفاظو کې دا ایت د یاد شوی تشریح په خانه کې خارجی دندی پیغام ګرځی. حال دا چې د آیت دا ډول خارجی مسیون سره څه اړه نشته. د آیت صحیح ترجمه ده چې: ً ای مومنانو ! انصاف باندی ښه قائم وسیدونکی ورګرځی دا آیت هر مومن بنده شخصی توګه باندی مخاطب کوی او ورته د خدای دا پیغام رسوی چې تاسو د خپل ژوند معاملاتو کې د انصاف په چلند باندی ټینګ پاتی کیدو زیات نه زیات اهتمام وکړی خپل ځانونه اخری حد پوری انصاف باندی عمل کونکی وګرځوی ــــــ آیت مخکی الفاظ نور تاکید کوی چې کله دی چا سره اختلاف شی نو هغه وخت هم د انصاف چلند مه پریږدی. یو خدای خکم چې پکی د هدایت شخصی خوراک وو. د کتلو زاویه بدلیدو له کبله هغه د خارجی دنیا پرضد د تقریر کرامت ښودلو عنوان وګرځیده
۳: قرآن کې فرمائل شوی دی ـ
یاایهاالذین امنو دخلو فی سلم کافة (بقره – ۲۰۸) دا آیت هم مومنان په شخصی توګه سره خطاب کوی. او هر کس ته وائی چې ته خپل ژوند د اسلام په رنګ کې رنګ کړه . خپلو عقائدو او خپل اخلاق او معاملاتو کې اسلامی تعلمات په پوره ډول اختیار کړه. په دی کې د هر مومن بنده لپاره د شخصی هدایت سامان دی. په دی آیت کې هر کس خپل رب خپل ځان لور ته خطاب کوونکی مومن. خو یاد شوی دینی مزاج پیدا کیدو نه پس چې آیت لولی نو ذهن یی خارجی دنیا په لور تاویږی. اوس چې دا تلاوت کړی نو لاندنی تقریر به پیل شی: خلکو د قرآن دا ایت مونږ ته یو عظیم انقلابی پروګرام را کوی. هغه مسلمانانو ته حکم ورکوی چې راپورته شی او د ژوند په ټولو شعبو کې اسلامی حکومت نظام قائم کړی. د کورنی نه نیولی تر پارلمان او نړیوال ژوند پوری کومه څنډه د خدایی حکومت نه بیرون پاتی نشی. په ظاهر دا تقریر ډیرعالی شان معلومیږیږ خو هغه یو داسی ثبت شوی تقریر غوندی دی چې په خالی میدان کې غږول کیږی چې نه یی اوریدونکی وی او نه یی اثر اخستونکی.
۴: قرآن کې فرمائیل شوی دی ان الحکم الا الله (یوسف ۶۷) د دی ایت ترجمه دا ده نه دی حکم مګر خاص الله ته دی ــــ مطلب دا چې دی عالم کې زور او اقتدار ټول واګې د خدای په لاس کې دی . انسان خواه که څه هم سوچ وکړی او څومره هم چلونه وکړی. خو هماغه به کیږی چې اجازه یی خدای ورکړی. د خدای د رضا نه پرته به دی نړی کې کومه پیښه نشی کیدی. دا آیت سړی ته وریادوی چې هغه د خدای په مقابله کې څومره کمزور دی. هغه دا سبک ورکوی چې انسان د تکبر چلند پریږدی. هغه بشپړه توګه باندی په خدای باندی اعتماد او بروسه وکړی. په خپلو معاملاتو کې د هماغه نه د مرستی غوښتنه وکړی.
خو یا د ذهن لپاره په آیت کې به دا ډول شخصی غذا نه وی په آیت کې د یوی داسی اقتدار یادونه ده چې عملاً ولاړه دی. خو هغه به ترینه یو داسی اقتدار را وباسی چې هغه ته یی په خپلو انقلابی هلوځلو په ذریعه جوړول دی. هغه به یوازی د ً حکم ً ټکی را واخلی او بیا په خپل تقریر پیل کړی.
اقتدار یوازی د خدای دی. یو کس یا یوی ډلی ته حق نشته چې په ځمکه باندی خپل قانون نافظ کړی. حکومتتی اقتدار ټول ټال د خدای پکار دی. د مومن دنده دا ده چې د خدای نه پرته د سیاست چې څومره قسمونه په ځمکه باندی ولاړ دی. هغه ختم کړی او د ژوند په ټولو شعبو کې د خدای اقتدار اعلی قائم کړی ـــ د آیت هدف دا وه چې د خدای لویی وریادولو سره انسان هڅول کیږی چې هغه د خدای عبادت کونکی وګرځی . خو فوق که ونی حکم لره یی په سیاسی معنی کې واخسته او هغه نه یی سیاسی دنده راوښکله .
۵: دغه ډول مثال په توګه باندی لا الا انا فاعبدون واخلی. اله مطلب هغه ذات چې په لور یی خپلو حاجتونو لپاره رجوع وکړی شی. او د عبادت معنی ده بندګی. دا مفهوم په انسان کې دننه د عجز افتقار خوی پیدا کوی. په دی کې هغه ته دا سبک ترلاسه کیږی. چې جوړولو او ورانولو ټول اختیار یوازی خدای سره دی. ما ته د خپلی کامیابی او خلاصی (فلاح ونجات ) لپاره همده په لور منده کول پکار دی. او د همده مخی ته خپل ځان غورځول پکار دی. خو یاد شوی ذهن په دی آیت کې اله په معنی د حاکم اخلی او عبادت د سیاسی اطاعت په معنی کې ګڼی. دی آیت لوستلو سره په هغه کې چې کومه جذبه را پورته کیږی. هغه دا چې هم خدای سیاسی واکدار دی په ظاهره دا یوه ښه او صحیح خبره معلومیږی. خو د دی تشریح پای به دا وی چې د آیت نه چې د بندګی کومه غذا حاصلیدلی پکار وو. هغه به انسان ته نه ترلاسه کیږی. د دی آیت څخه به هغه ته سیاسی لاندی باندی کولو خوراک ترلاسه کیږی. نه چې د خدای په وړاندی د خپل ځان ټیټولو .
د دی مثالونو څخه په ډاکه کیږی. چې د دین یاد شوی تصور نتیجه به څه وی. د دی قدرتی پای به دا وی چې د سړی په ذهن کې د خدای حکم نښانه بدلیږی. اوس د خپل شخصی ځای پر ځای خارجی دنیا هغه ځای وی چې پکی هغه د خدای د حکم د پوره والی به غواړی هغه خپل ژوندون بدلولو پرځای ًنظامً بدلولو باندی خپل ټول پام تمرکز کوی. د داسی خلکو حال به دا وی چې هغوی به د خپل ځان نه غافل وی خو د عالم د ستونزو په موضوع باندی خبری کولو سره د هغوی ژبی کله ستړی کیږی نه ـــــ د لمونځ د ً اقامت ً سره هغوی ډیر جدی نه وی خو هغوی خدایی حکومت قائمولو نعره پورته کوی. د هغوی کورونه چر ته چې هغوی نن هم قوام (مشرانو) حیثیت لری پکی به د باطل چلند تقلید کیږی. خو په ملک کې دننه هغوی ګرځیدو نعره به وهی تر څو چې د ملک څخه د باطل نظام لری کړی شی. د هغوی سینه به د خدای د یاد څخه خالی وی خو هغوی دولتی رسنیو. باندی قبضه کولو تحریک چلوی تر څو چې په ټوله دنیا کې د خدای پلوی مشهورتیا وکړی شی ً جزء دین ً باندی عمل کولو کې به هغوی نیم کړی وی خو ً ټول دین ً د عملی کولو لپاره هغغوی نړیوال کانفرانس کوی .
شخصی حکم د خارج په لور اړول
2026-03-20 16:46:40
لوستلو ته دوام ورکړئ
جهاد فی لله
د قرآن کریم په ۲۹مه سوره کې یو آیت دی: "موږ به خامخا هغو کسانو ته چې زموږ د لارې لپاره هڅه کوي لارښوونه وکړو، یقینا خدای د نیکانو سره دی....