نبی (ص) اخطار ورکړی وو چې پخوانی اهل کتاب ۷۲ فرقو کې تقسیم شول. تاسو به ۷۳ فرقو کې تقسیم شی. دا تنبه بن پیښه ګرځیدلی ده. مسلمانانو کې مختلف نومونو باندی بی شمیره فرقی او ډلی جوړی شوی دی. هر یوه خپله علحده تنظیمی بڼه جوړه کړی ده. د هر یوه خپل ادب دی. تر دی چې خپلی، خپلی شرخی او تفسیرونه یی تیارولو سره هر یوه خپل قرآن او حدیث هم جدا کړی دی. دا حالت د خدایی حکم سراسر خلاف دی. الله تعالی د دینی یوالی باندی ټنګار کړی وو (ال عمران ۱۰۵) مونږ هغه په دینی اختلاف کې بدل کړه. په داسی حال کې به څنګه شونی شی چې د الله رحمتونه او مرستی پر مونږ باندی نازل شی. دینی اختلاف پیدا کیدو سبب تل هم یو وی. د دین کومی اضافی جزء ته اعتقاداً یا عملاً هغه اهمیت ورکول کوم چې د دین حقیقی او اساسی جزء ته ورکول پکار دی . د دین حقیقی حصی ته قرآن کې الدین (شوری ۱۳) او اضافی اجزاء ته یی شرعته او منهاج ( مائده ۴۸۵) وئیل شوی دی. د الدین نه مراد هغه تل پاتی لارښونی دی کوم چې ټولو پیغمبرانو ته یو شان ورکول کیده. مثال په توګه توحید، اخلاص او داسی نور. شرعته څخه مراد قانونی وضاحتونه او منهاج څخه مراد د پيغمبر سنت یا تعامل او چلند دی. دا تفصیلات او رویه د مهالی حلاتو تابع وی. ځکه
په دی کې د مختلفو انبیاء په نزد توپیر منده کیږی. قرآن کې حکم ورکړی شو چې یوازی لومړی شی د دین مرکز وګرځوی.

(شرعه و منهاج) عن ابن عباس سبیلاً وسنة وګذا روی عن مجاهد و عکرمه و حسن البصری وقتادت و الضحال و السدی، ابن کثیر
په نورو معاملاتو کې د پراخی طریقه خپله کړی.
د دی مسئله نور وضاحت لپاره په لاندی آیت باندی غور وکړی:
یاایهاالرسل کلو امن الطبیات و عملو اصالحاً انی بما تعملون علیم وان هذا متکلم واحدة و انا ربکه فاتقون ـ
مومنون (۵۱-۵۲)
ترجمه: ای پیغمبرانو خوری تاسو له پاکو شیانو او وکړی عملونه ښه بیشکه زه پر هغو عملونو چې کوی تاسی ښه پوهیږم. او بیشکه دا دین د ستاسی دین یو او زه رب د ستاسی یم نو وویریږی له ما.

د دی آیت سره سم هغه واحد دین کوم چې د ټولو پیغمبرانو په مینځ کې متفق علیه (منل شوی) دی دا ووــــ خوراک کې د حرام او حلال لحاظ ساتل، نیک عمل کول، الله عالم او خبرداره منلو سره ژوند تیرول، الله خپل رب او مالک ګرځول، یوازی د الله نه ویریدل. په ځنی نورو آیتونو کې د څو نورو شیونو زیاتوالی دی . مثلاً حنیفیت، انابت الی لله، لمونځ، روژه، دشرک څخه پرهیز (روم ۳۲-۳۱) پاسنی آیت کې ً عمل صالح ً د دغو ټولو لپاره جامع لفظ. عمل صالح کې یاد شوی ټاکلی اعمالونو پرته هغه ټول شیونه هم شامل دی. کوم چې د قرآن د نورو روایاتونو څخه سرګندو ټکو کې ثابت کیږی لکه روژه، عدل، ظلم پریښودل او داسی نور.

همدا ثابت شوی او متفق علیه دین ً دین قیم ً دی او په دین کې اصل اهمیت د دغو شیانو دی. همدغه د دعوت مرکز ګرځول دی او د همدغو پربنسټ باندی امر او د نهی تحریک چلول دی ( ال عمران ۱۰۴) د دی نه پرته کوم شیونه چې د شریعت او منهاج سره اړه لری. په دغو کې د خپلو حالاتو له لحاظ که څه هم خامخا یوه نه یوه طریقه خپلول وی که چری په دغو کې هغه شدت یا توندوالی اختیار کړی شی کوم چې د حقیقی اوامرو دی نو دا به د سبل متفرقه اتباع (انعام ۱۵۳) دی کوم چې یوازی په امت کې د اختلاف ګرځی. ځکه چې الدین یو دی ولی چې شریعت او منهاج کې توپیر دی او هرومرو به وی. د دی توپیر له کبله د دی په معامله کې بشپړه اتحاد شونی نه دی. په نورو الفاظو کې دا چې که چری ته یو داسی کار کوی چې نوعیت یی شریعت او منهاج یی نو دی ته دا عنوان مه ورکوه چې ـــــ همدغه د ټولو انبیاو دنده وه ــ شریعت او منهاج کې مختلفو طریقو امکان کیدو له کبله تل به داسی وی چې چا لپاره به یوه طریقه د لومړیتوب وی او چا لپاره بله . اوس که چری همدی ته د پیغمبرانو اصل میسون وویل شی نو مختلف ډول خلک به مختلف شیانو لره د انبیاء میسون ګنل پیل کړی او پای کې به په یوه دین کې ډیر دینونه جوړ شی. او تفریق فی الدین به منیځ ته راشی کوم چې د الله په نظر کې سخت مبغوض دی.

د دی ستونزی د نور وضاحت لپاره د شرعت او منهاج یوه، یوه مثال ته وګوری.
د سلګونو کالونو را یسی په مسلمانانو کې بیا، بیا داسی خلک را پورته کیده چې وینا یی وه چې خلکو ً لمونځ وکړئ ً خو دغو کوښښونو په امت کې دننه کله هم کومه لمونځ کونکی ډله پیدا نه کړه. نن یوه داسی تنظیمی دهانچه نشته کومه چې دی لپاره ځانګړی ګڼل کیږی چې هغه خلکو ته د لمونځ تاکید کوی. د دی برعکس ځنی نور راپورته شول کومو چې دا ډول موضوعات وڅیړل چې په لمونځ کې د امام پسی فاتحه لوستل پکار دی یا نه. امین په زوره ویل افضل دی یا په قلاره سره . رفع یدین سره لمونځ صحیح دی یا د دی نه پرته. دا ډول بحثونو ملت په فرقو او ډلو کې تقسیم کړه. جدا، جدا مدرسی. جدا، جدا جماعتونه او جُدا، جُدا تنظیمونه جوړ شوه. د دی سبب دا وو چې کومه مسئله د شرعت ډول وه. هغی ته هغوی د الدین حیثیت ورکړه. د دین هغه حصه چې پکی د یوه نه زیاتو طریقو ځای وو. هغه یی د دین د هغی حصی په څیر وغوښته چې پکی د یوه نه زیاتو طریقو ځای وو. هغه یی د دین د هغی حصی په څیر وغوښته چې پکی کومه هم یوه طریقه صحیح وی.