مسلمانانو د لومړی پیړی نه نیولی تر اوسه پوری خپلو واکدارانو سره په کشو ګیر کې دی. خو داسی کله هم ونشوه چې دغو سیاسی مسابقو له کبله په امت کې کومه علحیده فرقه جوړه شوی وی . چې په دی حیثیت سره پیژندل کیږی چې دا ً مسلمانانو سیاسی فرقه ً ده. په ټول تاریخ کې یوازی دوه مستثنی مثالونه منده کیږی. یو د شعیه او بل هغه خلک کوم چې اوسنی زمانه کې خپل ځانونه د خدایی حکومت مشغلداران وایی. شیعه ډله د هجرت په لومړی سلیزه کې د اسلامی سیاست بیرغ راخستلو سره را پورته شوه. خو د دوی سیاست، د نورو سیاسی خلکو څخه بنستی توګه باندی مختلف وو. نورو خلکو سیاست بوازی د اړتیا په توګه باندی خپل کړی وو. ولی چې شعیه حضراتو سیاست لره مستقل عقیده وګرځوله. سیاست په ډول کې منهاج لاندی شی وو چې وقتی حالاتو سره ټاکل کیږی خو شیعه ډلی سیاست لره الدین په شان دائمی حکم ثابتول وغوښتل. د خاص ډول مزاجو نه پرته عام خلک د هغوی سره اتفاق نشو کولی. پای دا شوه چې په امت کې یوه نوی فرقه مینځ ته راغله .
به اوسنی زمانه کې کوم خلک چې د خدایی دولت مشعلداره هغوی د یوی بلی اندازی څخه د همدی پشان غلطی کونکی دی. د هغوی ینا چې د مسلمانانو دائمی مسولیت دی چې هغوی د اسلام سیاسی نظام قائمولو لپاره قربانی ورکړی. ځکه چې همدا اصلی دینی دنده ده او همدی لپاره جدای پاک خپل ټول پیغمبران رالیږی وو. اسلامی حکومت پخپله یقیناً یو مطلب شی دی. خو هغه د منهاج لاندی شی دی نه د الدین لاندی. هغه د دین اضافی برخه ده نه حقیقی حصه. دا کوم مطلق مسیون نه ده بلکه وقتی حالات دا پریکړه کوی چې په دی لړ کې د مومنانو څه مسولیت دی. نو ځکه په ټول قرآن کې کوم یو آیت داسی نشته چې پکی صریح الفاظو کې دا ډول حکم ور کړی شوی وی یا دا یی د انبیاء دنده ښودلی وی. په داسی حال کې خاص ډول ذهنی قالب خلک د دی ابتکار ملګرتیا کولی شوه. نتیجه دا شوه چې کوم خلک د دی عقیدی ګیر چاپیره جمع شوه. هغوی د عام امت نه جُدا یو ډول سیاسی فرقه وګرځیده.
پورته آیت کې چې کومو شیونوته ً الدین ً وئیل شوی دی. که چری د دغو د اقامت او پیروی لپاره هلی ځلی وکړی شی نو په امت کې به کومه نوی فرقه مینځ ته را نشی. ځکه چې دا ټول په توله متفق علیه شیونه دی. دغو د تحریک سره د اتحاد او یوالی فضا را ولاړیږی. د دی برعکس شرعة او منهاج د ډول شیانو سره را پورته کیدل او ویل چې همدا ً الدین ً دی یوازی جُدا والی او تفریق فی الدین سبب به ګرځی. مسلمانانو په اوسنی زمانه کې دا ډول شیونه د دعوت او تحریک بنسټ ګرځولو خپل حال هغه کړی دی چې عکس یی په دی ایات کې ور کړی شوی دی:
الدین فرقو د ینهم وکانو شیعا کل حزب بما لدیهم فرحون (روم ۳۲)
هغوی چه تار په تار کړی یی دی دین خپل او شوی وو دوی ډلی، ډلی هره یوه ډله چې څه ورسره دی پری خوشحاله دی.
دا په ډلو کې تقسیمیدل کومه وړه خبره نه ده. دا د دین اصل روح ختمونکی دی. د دینی یوالی فضاوی نو سړی د خدای سړی تړل کیږی. د خلکو پام د دین په حقیقی تقاضو باندی تمرکز وی، د دی برعکس چې د دینی اختلاف فضاء وی نو اصل دینی اړتیا وی خخیږی. خلک اهم پریږدی او غیراهم پسی لکیږی د خپلی حلقی سره تړون نوم د خلکو په وړاندی دین ګرځی. هغوی ته د هغه اعلی ایمانی کچی تجربه هم نه کیږی. کله چې سړی د هر شی څخه پورته جګیدو سره ً د خدای په دربار کې روانیدل پیل کړی ً
ګنی مونږ په د خدایی سنت په ګرفت کې راشو. پخوانی اهل کتاب( بی اسرائیل) ته د خدای له لوری کوم میسون وسپارل شو. هغه تبین کتاب (ال عمران ۱۸۷) وو یعنی د الله بندګانو ته د الله پیغام رسول. وروسته دور کې کله چې پر هغوی زوال راغی نو هغوی دا کار پریښوده او په نور لاره باندی روان شو. خو په خپلو نعرو او تفریرو کې اوس هم د تورات ژبه استعمالوله. لکه چې هغوی څه کوی د تورات د اقامت لپاره یی کوی. بخی هماغسی لکه په اوسنی زمانه کې د یهودانو صهیتونی تحریک ټول ټال یو قومی تحریک دی خو د هغوی مشران په خپلو تقریرونو او لیکنو کې د تورات حوالی ورکوی. یو داسی کار چې د خدایی تعلیماتو سره یی څه اړه نشته. هغه داسی وړاندی کوی لکه چې دا هر څه د خدای د احکاماتو سر ته رسونی لپاره یی کوی.
د یهودو په دی روش باندی تبصره کولو سره په قرآن کې ویل شوی دی:
و یحبون ان بحمدو بما لم یفعلوا فلاتحسبهم بمفازة من العذاب ولهم عذاب الیم (ال عمران ۱۸۸)
ترجمه : هغوی غواړی چې کوم کار یی نه دی کړی پر هغه باندی تعریف وشی هغوی د عذاب نه ژغورلی مه ګنه. هغوی ته به درناکه سزا ورکولکیږی.
همدغه معامله د هر هغه قوم کیږی کوم چې د خدایی کتاب حاصل ګرځول شوی وی. وروسته دور کې کله چې پر هغوی باندی زوال راځی او هغوی د الله کتاب پریښودل کتاب (فرقان ۳۰) ګرځوی. نو دا پریښودنه عملی وی یوازی عملی وی نه چې لفظی. د هغه ژوند او سیاست په حقیقت کې په نورو لارو باندی روان وی خو لیډران یی په خپلو غیر خدای پلوه تحریکونه تل خدای پلوه اصطلاحاتو کې بیانوی. هغوی په یوه غیر دینی کار باندی. د دین نوم اخستل غواړی. هغوی غواړی چې یو داسی کار لپاره د د هغوی تعریف وکړی شی چې هغوی د سره کړی نه وی. د دی سبب دا دی چې اوږده مده تیریدو له کبله سره دینی الفاظ او تصورات د هغه قوم په رویاتو کې شاملیږی. قومی مشری کولو لپاره اړینه وی چې هغه د قوم په اشنا دینی اصطلاحاتو کې خبری وکړی د دی نه پرته نه د لیډرانو اعتماد او باور قوم کې دننه قائمیدی شی او نه د عوامو د جوش نه ډکه مرسته هغوی ته لاس ته راتلی شی ـــ همدا حال په اوسنی زمانه کې د مسلمانانو د لیډرانو شوی دی. هغوی قومی جذبو لاندی تحریکونه را پورته کړه او هغه یی د اسلام تقاضا بلکه د پیغمبرانو اصله دنده ښودله هغوی د یو داسی کار شهرت اخستل وغوښتل کوم چې هغوی د سره کړی نه وو.
مسلمانانو لیډرانو په موجوده زمانه کې د مغربی قومونو پر ضد سیاسی خپلواکی تحریکونه وچلول او هغوی ته د جهاد عنوان ورکړ. حال دا چه جهاد د خدای د دین خپرونی او تبلیغ لپاره د هلوځلو نوم دی نه چې یو داسی سیاست چې مقصد یی بیګانه واکداران لری کړی شی او پری ملکی خلک پر تخت کینول شی. هغوی د جمهوری مقصدونو لاندی متحده قومیت نعره ووهله او جائز ثابتولو لپاره یی د ًصحیفه مدینه ً حواله ورکړه. حال دا چه دا صحیفه مدینه د اسلام د غلبی اعلان وو نه په کوم ګډ سیاسی نظام کې د مسلمانانو ګډون. دا صحیفه کومه دوه اړخیزه تړون نه وو هغه ً د خدای د پیغمبر محمد (ص) له لوری یوه لیکنه وه مهاجرینو او د یثرب خلکو لپاره ً په دی کې لیکل شوی وو: و انکم مهما اختلفتم فیه من شی فان مرده الی الله والی رسوله ( د مدینی د خلکو په مینځ کله چې په یوه معامله کې اختلاف پیدا شی نو پریکړی لپاره دی خدای او رسول سره مراجعه وکړی شی) د یوه اکثریت د جمهوری برخه ګرځیدو د ځیار سره د دی صحیفی څه اړه ده هغوی معاشی او ټولنیز حقوقو ترلاسه کولو لپاره احتجاجی تحریک وچلاوه او په خپل کړن لاره کې دا ولیکل چې مونږ د خیر امت کردار ترسره کولو لپاره را پورته شوی یو حال دا چې د کومو قومونو پرضد هغوی د خپلو غوښتنو د لړی سره را ولاړ شوی وو.
هغوی دوی لپاره د مدعو قوم حیثیت درلوده او د مدعو قوم څخه د ً اجر ً غوښتنه سرا سر د اسلام پر ضد ده. هغوی د انسانی وروولی او دنیوی امن لپاره تقریری کمپائن وکړه. اوویول چې همدغه د اسلام د پیغمبر میسون وو. ځکه چې د جهالت د دور حلف الفضول کې هغوی ګډون کړی وو. نبوت حاصلیدو نه پس هغوی وفرمائل: لو د عیت به فی الاسلام لاجبت (د اسلام په زمانه کې هم له جری مادی لپاره را وغواړی نو زه به لبیک وائمه ) خو اولاً حلف الفضول د تقریری دورو کومه لړی نه وه. هغه عملی خیر ښګڼی عهد نامه وه. له دی معاهدی او تړون نوم حلف الفضول ځکه کیښودل شوی چې پکی دا جمله وه:ترد الفضول الی اهلها ( سهلی، روض الانف ) یعنی مال د هغوی خاوندانو ته بیرته ور وګرځول شی.
دویم: نبوت حاصلیدو نه پس هغوی خپله د حلف الفضول نویوالی کړو بلکه پکی ګډون یی د نورو بلنی سره وتړل وساتل. د دی سبب دا دی چې حلف الفضول سره د دی چې پخپه یو روا او پکار کار وو خو په هر حال هغه د دنیا د کامیابی لاندی یو پرګرام وو. د دی په مقابل کې د نبوت اصل میسون د آخرت کامیابی پیغام وی. دی شان ځنی ليډرانو د خپل ملک مسلمان واکداران د حکومت نه لری کولو کمپاین وچیړه. او اعلان یی وکړ چې د اسلامی شریعت عملی کول او د صالح مشرانو راوستلو لپاره مونږ داسی کوو. حال دا چې واضحه لارښوونو سره سم په اسلام کې دا له سره روا نه دی چې مسلمانو واکدارانو سره سیاسی شخړی وکړی شی. دا ډول ټول ً اسلامی ً تحریکونه کومو کې چې مسلمانان په اوسنی زمانه کې بوخت دی هغه ټول د یحبون ان یخمدو بما لم یفعلو ته ورته دی . دا د یوه غیر اسلامی کار لپاره د اسلام باور تر لاسه کولو ځیار دی. دا ډول ځیار تل د خدایی نصرت څخه بی برخی وی ځکه بی برخی وی ځکه خواه هغه په څومره هم لویه کچه باندی وکړی شی. هغه په هر حال بی نتیجه وی. هغه د امت لپاره د کومی حقیقی بریا سبب نشی ګرځیدی. د بائبل د روایاتو سره دا را بادشاه ( پنځمه سلیزه وړاندی د مسیح ) په زمانه کې یو حجی نبی تیر شوی دی. هغوی د یهودو په بد حال باندی هغوی نتیجه کړه. هغوی په تمثیلی ژبه کې وویل:
ً د فوځونو رب داسی فرمائی چې تاسو په خپل چلند باندی غور وکړی. تاسو ډیر وکرل او لږ مو وریبل. او مزدور خپله مزدوری سوری خلته کې جمع کوی. تاسو د ډیر زیات امید درلود او وګوری ډیر لږ لاس ته درغله او کله چې تاسو دا خپل کور ته راوړی نو ما والوځولی ولی. ځکه چې زما کور وران دی او ستاسو ځنی هر یو خپل کور ته منډی وهی. ځکه نه د آسمان وریږی او ځمکه خپل حاصل ورکوی (باب اول)
همدغه شان په اوسنی زمانه کې د مسلمانانو انجام شو هغوی ً ډیر زیات کرلو باندی لږ وریبل ً لوړز تحریکونو او کانفرانسونو لاس ته راوړنی عملاً دومره کمی وی لکه چې زمونږ هر لیډر خپله ً ځیار ګټه ً په سوری خلته کې جمع کوی. شاه ولی الله دهلوی ( ۱۷۰۳- ۱۷۶۲) د احمد شاه ابدالی په ذریعه مرهټو باندی یرغل وکړ. سید احمد بریلوی ( ۱۸۳۱-۱۷۸۶) د سکهانو سره جهاد وکړ. خو عملاً د هغه ګټه یوازی انګریزانو ته حاصل شوه. سید قطب مصری (۱۹۶۶-۱۹۰۶) او د هغه ملګرو د شاه فاروق پر ضد قربانی ورکړی خو ټول ټال ګټه. یی. عسکری منصبدارانو حصی ته لاړه پاکستان کې اسلام پلوو د جمهوریت په ذریعه اسلامی واکداری راوستلو لپاره ۳۰ کالو پوری قربانی وکړه. خو ټوله ګټه یی ښاغلی بهټو او جنرال ضیاءالحق غوندی خلکو ته حاصل شوه. ۱۹۴۴ کې د جامعه ازهر څخه یو لاریون را ووته چې مشری یی شیخ حسن البنا (۱۹۴۸-۱۹۰۶) کاوه. زرګونو د جوش نه ډکو مسلمانانو د قاهری په سرکونو باندی لبیک یا فلسطین (ای فلسطین مونږ حاضریو ) د نعرو سره د اسرائیل پر ضد یی خپلی هلی ځلی پیل کړی. تیرو ۳۵ کلونو کې په دی لړ کې د ځان او مال دومره ډیره قربانیانی ورکړل شوی کومی چې د دریسوه کلنی صلیبی جنګونو د مجموعی قربانیو څخه هم زیاتی دی. خو د فلسطین ستونزه نه یوازی دا چې حل نه شوه بلکه کوم ځای کې چې هغه په ۱۹۴۴ کې وه. نن د هغه نه ډیره لری شوی ده.
په دی مده کې په مونږ کې داسی لیډران راپورته شوه. کومو ته چې د بادشانو پوری مرسته حاصل وه. (شاه ولی الله، جمال الدین افغانی) مونږ داسی تحریلونه راپورته کړه. کومو چې عظیم ترقی آبادی د ملک د ټولو مسلمانانو تائید او مرسته حاصل کړه( مسلم لیګ) تر دی چې زمونږ په مینځ کې داسی تحریلونه هم راپورته شوه کومو ته چې د ټول عالم اسلام ګډ جماعت حاصل وو (فلسطین تحریک) سره د دی په حالت کې څه بدلون را نه غی. نن هم دا حال دی چې یوی ډلی ته د دی وینا موقع حاصلیږی چې د هغوی په دینی اجتماع ګانو کې لس لکه مسلمانان ګډون کوی (هندوستان) د یوه اسلامی تحریک لیډران خپل مقبولیت ښودو لپاره دا د فخر نه ډک الفاظ مومی چې د ملک هر وګړی د هغوی د اسلامی نظام پروګرام سره اتفاق کوی(پاکستان) دا ټول هر څه شته خو هماغه شی نه ترلاسه کیږی. کوم چې د ټولو لیډرانو او ډلو ګډ مقصد دی یعنی د اسلام علیه.
اصل دا دی چې د مسلمان حیثیت په دی دنیا کې د خدای د نمائنده په حیث دی هغوی آسمانی کتاب لرونکی دی. د داسی یوی ډلی قسمت ټول ټال د دی کتاب سره ټړل شوی وی. د خدای په نظر کې د هغوی ارزښت هغه وخت دی کله چې هغوی د دنیا د قومونو په وړاندی د خدای د کتاب اعلان او اظهار کوی. دی کار پریښودو نه پس هغوی د خدای په نظر کې دا شان بی قیمته کیږی. څنګه چې پخوانی کتاب لرونکی بی ارزښته شوه. کوم بل کار خواه که څومره هم په لویه کچه وکړی شی. د خدای په نظر کې مونږ ارزښمند نشی ګرځولی. ۱۹۶۲ کې چین د هندوستان په مشرقی سرحد باندی برید وکړه چینی فوځیان اسلام کې را ننوتل. هغه وخت تیز پور (آسام) کې کوم هندستانی کمشنر وو. هغه خپل دفتر پریښوده او خپل وطن ته راغی د خپلی ښځی او اولاد سره مشته شو. حکومت ته چې معلومه شوه نو هغوی کمشنر په خپل کور کې ونیوه. په هغه باندی دولتی وظیفه پریښودو محکمه وچلوله او سخته سزایی ورکړه. اولاد سره وسیدل د خپلی کورنی انتظام سنبالول د عامو خلکو لپاره څه غلطه خبره نه ده. خو کمشنر لپاره همدا خبره د نه معافولو وړ جرم وګرځیده ځکه چې د کمشنر ارزښت په ًتیز پور ً کې وو. په کور کې دننه نه وو که چری هغه د خپلی وظیفی پرځای ټینګ پاتی وی نو هغه به هغه وخت نه یوازی د حکومت سمبول وی بلکه هغه به د دولت لپاره د عزت سوال ګرځیدلی وی. دولت به د هغه ژغورنی لپاره خپل ټول قوت لګولی. اوس هغه په هر حال کې مجرم وو. اګر که په کوم بل ډګر هغه څومره هم کارونه کولی هغه په ظاهره صحیح او ګټور کارونه ولی نه کولی.
زمونږ د نجات او بری صورت دا دی چې مونږ د خدای د کتاب په لور را وګرځو. که چری مونږ داسی ونه کړه نو ویره ده چې مونږ هم هماغه شان د خدایی سنت په عتاب کې را شو څنګه چې د دی نه وړاندی یهود راغلل او د دی نه پس به نه زمونږ په دنیا کې څه ارزښت وی او نه به اخرت کې. نورو، نورو کارونو ته د دعوت قرآن او احیاء سنت نوم ورکول یوازی زمونږ وزر (بوجه) کې اضافه کوی. هغه په یو حال کې هم زمونږ د خلاصی سبب نشی ګرخیدی.
اوس د منهاج یوه مثال را واخلی
2026-03-20 16:56:37
لوستلو ته دوام ورکړئ
د یقین او شک تر منځ
د قرآن کریم د شپږم سورې په نهمه آیت کې د لارښوونې په اړه یو الهي قانون وضع شوی. دې ته د التباس (شک) قانون ویل کیږي. دا په ګوته کوي چې په ...