د دوهم چاپ سريزه
د نظر لاندې کتاب (د تعبير غلطي) په لومړي ځل په ١٩٦٣م کې چاپ شوى و، کتاب ډير ژر ختم شو. چې له دې وروسته په پرله پسې توگه د دې د چاپولو غوښتنه روانه وه. مگر د بيلا بيلو لاملونو لاندې د دې چاپيدل وروسته کيدل. اوس له شلو کلونو څخه له زياتې مودې وروسته دا دى دوهم ځل چاپ او خپور شو.
په دې چاپ کې د ځينو لفظي ترميمونو پرته بل هيڅ بدلون نه دى راوړل شوى. دا نږدې په هغه بڼه کې چاپ شوى څنگه چې په ١٩٦٣م کې چاپ شوى و، په پخواني چاپ کې پيوست ليك (ضميمه) د کتاب په آخر کې و، اوس په نوي ترتيب کې هغه په مينځ کې شامل کړاى شوى دى.
د بحث لاندې فکر په اړه چې زما کومو لويانو سره خبرې اترې او خطونه او ليکونه تبادله شوي وو، د هغه پوره راپور د پخوا په شان په کتاب کې شامل دى. خو بيا هم دغو حضراتو د کتاب له خپرولو وروسته په ليکلې توگه باندې بيرته ځواب ورنکړ. هغوي ټول په ټوله په دې معامله کې چپ پاتې شول.
د مولانا ابو الاعلى مودودي (١٩٠٣م ١٩٧٩م) د تفهيم القران څلورم ټوك زما د دې کتاب څخه وروسته خپور شوى. هغه په دې کې د سورت الشورىٰ د اقيمو الدين د آيت لاندې د لوى سايز نږدې اووه مخونه تشريح ليکل شوې. په دې تشريح کې بيلا بيل داسې داخلي قرينې موجودې وې له کومو څخه چې دا گومان کيږي چې مولانا مودودي په دې کې د تعبير غلطۍ ځواب ورکړى د هغه دا اوږده حاشيه (لمن ليك) نه يوازې دا چې پوره په پوره د ځواب په انداز کې دي بلکې په دې کې دا رنگه اشاره کوونکي الفاظ هم موجود دي.
چيرته ممکنه ده چې يو کس دې د دې پيغمبرانه تگلارې موخه يوه زرې وگرځوي. له دې ټولو څخه په تيريدا سره دا د تعبير غلطي او د پيغمبرانو له تگلارې سره په ټکر کې وبولي. لکه څرنگه چې کله د تفهيم القرآن د څلورم ټوك له چاپ کيدو وروسته ما د تفهيم خاوند ته ليك واستاوه چې که چېرې د سورت الشورىٰ د ياد شوې ايت په تشريح کې چې څه ليکلي هغه که چيرې زما د کتاب ځواب وي نو زه به د هغه ترديد خپور کړم. ځکه چې زما په نزد دا ټول بحث بالکل نااړونده دى.
د دې په ځواب کې د موصوف يو ليك راغلى په کومو کې چې هغه له دې څخه انکار کړى و، چې ده دې د تفهيم القرآن په ذکر شوې حاشيه کې زما د کتاب ځواب ورکړى وي. زما په نزد دا يوازې علمي کم همتي وه چې مولانا ابو الاعلى مودودي د دې خبرې اقرار نه دى کړى دى چې ده د اقيمو الدين د الشورىٰ د ١٣ آيت په تشريح کې زما د نيوکو ځواب ورکړى. بيا هم د يو لاسي وسيلې له لارې ما خپل کتاب الاسلام ورليږلى و، چې د مولانا د ليك ١٩٧٩م د فرورۍ د ٥ مې مطابق د هغه په ژوند کې هغه ته رسيدلى و، البته د بحث لاندې فکر د کشرانو څخه ځينو خلکو د دې ځوابونه خپاره کړل.
له هغو څخه يو محترم عامر عثماني (وفات ١٩٧٥م) و، هغه د تعبير د غلطۍ د اصل د علمي نيوکو هيڅ ځواب نه و ورکړى. البته د خپل ځانگړي ذوق مطابق د تعبير غلطى د کتاب پورې يې ملنډې کړې وې او دا يې ښکاره کول غوښتل چې دا کتاب د دې وړ نه دى چې ځواب يې ورکړل شي. د محترم عامر عثماني صاحب دا اوږود مضمون د هغه په مياشتنۍ گڼه تجلي کې ١٩٦٥م په پيل کې چاپ شوى و، د دې په ځواب کې ما يو مضمون نيوکه يا خندونکې په عنوان ليکلى و، دا مضمون لومړى په مياشتنۍ گڼه نظام (کانپور) کې په دسمبر ١٩٦٥م کې چاپ او له دې رووسته په نورو جريدو کې نقل کړاى شو. په دې مضمون کې په سوچه علمي اندازه کې د جناب عامر عثماني صاحب خبرې بې بنسټه ښکاره کړاى شوې وې.
تنقيد يا د مسخرې وړ په کتابي ټولگه کې جلا خپريده. د کوم چې نوم جايزه (څيړنه) و. زما د دې مضمون له خپريدو وروسته محترم عامر عثماني په دې مضوع بالکل چپ پاتې شو. له دې وروسته هم ا گر چې هغه لس کاله ژوندى و، مگر بيا هيڅکله هم هغه د تعبير غلطي په بحثونو باندې مخامخ د خپل نظر څرگندونه ونه کړه. غالباً هغه ته به د خپلې تيروتنې احساس شوى و، لکه چې هغه د تجلۍ له مطالعه کولو (نمبر ١٩٦٦م اگست) کې د دې تلافي وفرمايله.
په دې نمبر کې د مولانا ابو الاعلى مودودي په شمول د ډيرو سترو ليکوالانو يادونه شوې وه، مگر په دې نمبر کې د ټولو اول او تر ټولو څرگند مضمون هغه و، چې د دې حروفو د ليکوال په باره کې و، جناب عامر عثماني صاحب زما د کتاب مذهب او نوي چلنجونه د پيژندنې په کولو يې زما په باره کې زيات شاندار الفاظ ليکلي وو. تردې پورې چې دا ويل به صحيح وي چې هغه د دې کتاب (مذهب او نوي چلنجونه) په اعتراف کې يي د خپلو وروستيو الفاظو استعمال کړى و، زما گومان دى چې د مولانا جليل احسن ندوى (١٩٨١م) معامله هم دغسې وه. د تعبير غلطي په باره کې دوى هم په پيل کې د ملنډو انداز غوره کړى و.
مگر له دې رووسته کله چې په ١٩٧٦م کې مياشتنۍ الرساله خپره شوه نو دوي د دې ستر قدر داني وفرمايله. دا يو څرگند حقيقت دى. چې الرساله د داسې ديني تصور لاندې راويستل کيږي کوم چې د تعبير غلطي کې وړاندې کيده د دې باوجود مولانا جليل احسن صاحب نه يوازې د الرساله مستقل لوستونکى و، بلکې هغه د دې اخستونکى هم و، د الرساله په لړ کې دوى څول ځله د حوصلې اوچتولو ليکونه ليکلي وو. زما احساس دى چې هغه پرته له اعلان کولو زما هم خياله شوى و، د دې فکري کړۍ يو شمير نور کسان دي چا چې د خپل خيال له مخې د تعبير غلطي رد کړى دى. دغو حضراتو چې کومه طريقه غوره کړه هغه داه چې دوى په خپل ټول کتاب کې چيرته هم نه د تعبير د غلطۍ نوم اخستى او نه يې د دې اصل عبارت رانقل کړى دوى له ځانه په جوړه کړې توگه باندې څخه اټکلي نيوکې کړي او هغه يې رد کړي او دا يې گڼلې چې دوى د تعبير غلطي کتاب باندې رد کړى دى.
مگر دا ډول ټولې ليکنې د خپل ځان ردول وي نه د تعبير غلطي ردول. دا حضرات پوهيدلي وو چې که چېرې هغوى د تعبير غلطي اصلي عبارت راوړي نو په عملي توگه به د نيکو لاندې راشي. له همدې امله يې پخپله اعتراضات کړي او د خپلو جوړو کړو اعتراضاتو ځوابونه يې ليکلي دي او بيا يې دا گڼلې چې دوى د تعبير غلطي رد کړى دى. په داسې حال کې چې هغوى د کوم شي رد کړى دى هغه د دوى خپل له ځانه جوړ کړي مفروضې وي نه د تعبير غلطي اعتراضات.
حقيقت دا دى چې د تعبير غلطي کتاب کې چې کوم نظر او فکر د بحث لاندې راوړل شوى دى هغه په علمي ميدان کې د ماتې سره سرتر پايه مخ دى. مگر د دې فکر لرونکي کسان عصبيت يې اعتراف کولو ته نه تياروي. د خپل ماتې خوړلي ذهنيت څرگندونه اوس هغه په دې ډول کوې چې هغوى په ډيره منظمه توگه باندې د کتاب د ليکوال د بدنامولو کوشش کوي. د نيوکو په ميدان کې د خپلو ځانونو د بې وسه ليدلو سره هغوى د بدنامولو ميدان ته راوتلي دي. کاشکې دويته معلومه واى چې په داسې کولو هغوي خپله دفاعيه (کيس) لاپسې کمزورى کوي هغه دا خبره ثابتوي چې هغوي نه يوازې د علمي ديواليه کيدو ښکار شوي دي. بلکې هغوي په اخلاقي ديواليه کې هم اخته شوي دي.
د قرآن کريم يو آيت دى چې الفاظ يې دا دي: وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ. (حم السجده ٢٦).
او کافران وايي دا قرآن مه اورئ او په دې تور ولگوي ښايي تاسې برلاسي شي.
پدې آيت کې د وَالْغَوْا فِيهِ تفسير حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنهما په عَيبوه (تورن يې کړئ) سره کړى دى. (تفسير ابن کثير جلد ٤ صفحه ٩٨).
يعنې په قرآن او د قرآن په خاوند تور لگوئ. د عبدالله بن عباس رضى الله عنه د تشريح په رڼا کې چې وکتل شي نو د يو چا په اړه د نظر څرگندولو دوه طريقې دي. يو کره کتنه او بل تورنول.
د کره کتنې مطلب دا دى چې د څرگندو او ښکاره دلايلو په اساس پر هغه رد کول. د تورنولو مطلب دا دى چې په هغه باندې تور لگول. هغه د تورونو نښه گرځول. د تنقيد (کره کتنې) طريقه اسلامي طريقه ده. هر څوك حق لري چې هغه د دليل او برهان په رڼا کې د يو چا په افکارو نيوکې وکړي. مگر تور لگول سراسر غير اسلامي طريقه ده.
دا د قرآن په نزد د کافرانو روش او چلند دى. کوم خلك چې د کوم کس په خلاف د تورنولو کوششونه کوي. هغوي ته فکر کول پکار دي چې د خپل دغه روش ذريعه هغه له چا سره خپل ځان په ټکر کې اچوي.
وحيد الدين
٤ اکتوبر ١٩٨٦م