دا ډیره نادره ده چې دا ډول پخلاینه د دواړو خواوو د غوښتنو سره سم په مساوي ډول وي. په ډیری مواردو کې، دا پخلاینه په یو اړخیزه توګه ترسره کیږي. دا د دې معنی ده چې، د دواړو خواوو څخه یو خپلې غوښتنې یوې خوا ته پریږدي او موافقه کوي چې شخړه د بل لوري د غوښتنو سره سم حل کړي.

ولې دا ډول یو اړخیزه پخلاینه 'غوره' ګڼل کیږي؟ د دې دلیل دا دی چې د شخړې حالت د رغنده یا مثبتو فعالیتو د بندیدو لامل ګرځي. د روغې جوړې او د موافقې ګټه دا ده چې په دې توګه یو څوک د خپل وخت، ځواک او سرچینو په بې ګټې مقابله کې د ضایع کولو اړتیا څخه خلاصیږي او ددې پر ځای کولی شي په رغنده هڅو تمرکز وکړي. د عمل هغه لاره چې د پخلاینې سره مخالفه وي تل او په ناگزیر ډول د ویجاړۍ لامل کیږي. د پخلاینې طریقه تل او په هر حالت کې ګټوره وي.

تاریخ د دې حقیقت شاهد دی چې هر کله چې چا کومه بریا ترلاسه کړې، هغه یوازې د پخلاینې طریقې له غوره کولو وروسته ترلاسه شوې وي. هیڅ یو کس هیڅکله د مقابلې او جګړې له لارې ریښتینې بریا نه ده ترلاسه کړې. د پخلاینې اهمیت پدې حقیقت کې دی چې دا د شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره  فرصت برابروي. له بلې خوا، د مقابلې لاره یو کس ته لارښوونه کوي چې خپله انرژي د نورو د ویجاړولو په هڅه کې ضایع کړي.

 د بریالیتوب راز د ځان په ثبات او ځان جوړولو کې دی، او یقینا د فرضي دښمنانو په له منځه وړلو کې نه دی