جزيه يوازې د لنډې مودې لپاره يو ډول تعزيـري ماليات وو چې د اسلام د پېغمبر په وخت کې پر هغه عرب قبيلې ولګول شول چې بغاوت يې کړی و . سره له دې چې هغوی له پېغمبر سره د وفادارۍ لوړه کړې وه، بيا هم د هغه د دښمنانو ملګري شول او د پېغمبر او د هغه د ملګرو پر ضد ودرېدل

وروسته له دې چې جزيه لغوه شوه، يوازې د خراج (د ځمکې ماليات) نظام پاتې شو چې پر ټولو خلکو—مسلمانانو او غيرمسلمانانو—يو شان تطبیقېده . په وروسته زمانو کې د مسلمان واکمنانو له لوري د غيرمسلمانو لږکيو څخه د جزيې اخيستل په اسلام کې هېڅ شرعي بنسټ نه لري .