ساینسپوهانو داسې شواهد موندلي چې د کائنات په پیل کې یو کوزمیک توپ (cosmic ball) موجود و. د کائنات ټول ذرات چې نن شته، په همدې کوزمیک توپ کې ډېر د فشار حالت کې سره نښتي وو.

وروسته، د ستورپوهنې د څېړنو له مخې، دا کوزمیک توپ په ناڅاپي ډول وچاودېد. ټول فشرده ذرات په هر لور خپاره شول او اوسنی کائنات په څو دقیقو کې جوړ شو. دا پوښتنه پیدا کېږي چې دا ذرات د کوم بهرني ځواک په مداخلې خپاره شول؟ دا ځواک یو مداخله کوونکی ذات و—یعنې خدای تعالی.

د Big Bang چاودنې داسې کائنات وزېږاوه چې په هر لحاظ منظم او معنا لرونکی دی. دا حیرانوونکی حقیقت موږ دې نتیجې ته رسوي چې دا چاودنه بېپلانه نه وه، بلکې له مخکې پلان شوې وه. او کله چې دا ثابته شي چې دا پېښه له مخکې پلان شوې وه، نو دا هم ثابته کېږي چې د دې پلان تر شا یو پلان جوړوونکی موجود و—یو ستر پلان جوړوونکی. او همدا ذات الله جل جلاله دی.

کله چې موږ په ژوره توګه په نړۍ غور وکړو، نو په ټوله هستۍ کې د پلان، ډیزاین او زيرک کنټرول ښکاره نښې وینو. دا نښې موږ دې باور ته رسوي چې د مخلوقاتو یو خالق شته، د ډیزاینونو یو ډیزاینر شته، او د ټولو حرکتونو یو متحرک کوونکی شته.