فرانسوي لیکوال ارنسټ سیچاري چوپتیا د "جنت په توګه تشریح کړې چې ځمکې ته راښکته کیږي". دا شاعرانه جمله هغه فکرته اشاره کوي چې ډیری مفکرینو او پوهانو د تجربې له لارې کشف کړي دي:د چوپتیا معنی نشتوالی نه دی - دا د هغې دروازه ده. نن سبا، موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې له موږ څخه تمه کیږي چې غبرګون وښیو، تبصره وکړو،خپل نظر شریک کړو او تقریبا پرته له ځنډه خبرې وکړو. مګر په دې نه ختمیدونکي تبادلې کې  دا خطر شته چې موږ د فکر کولو عادت له لاسه ورکړو. وینا کولی شي خبر ورکړي - مګر چوپتیا بدلون راولي.

د اسحاق نیوټن مثال واخلئ، د تاریخ یو له خورا هوښیار ذهنونو څخه و. هغه د خپل خاموش مزاج لپاره پیژندل کېدو. په حقیقت کې د هغه شاوخوا خلکو هغه ته "د وړیو راټولونکی" ویل - یعنې یو څوک چې په فکر کې ورک شوی وي. د کمزورۍ بر عکس د نیوټن چوپتیا هغه خاوره وه چې د هغه انقلابي نظرونو پکې ریښه نیولې وه. دا د هغه د فکر کولو عادت و چې هغه ته یې اجازه ورکړه چې هغه څه وګوري چې نورو نه شوه لېدلی.

ارواپوهانو موندلي چې د چوپتیا منظمې شیبې کولی شي فشار کم کړي، حافظه ښه کړي، تمرکز تیز کړي، او تخلیقیت لوړ کړي. په لنډه توګه، چوپتیا موږ سره مرسته کوي چې په ډیر روښانه  فکر وکړو او په بشپړ ډول ژوند وکړو. سربیره پردې، چوپتیا کولی شي په ټولنیزو اړیکو کې یو پیاوړی وسیله وي. ډیری شخړې - که د افرادو یا ملتونو ترمنځ وي - د هغو کلمو سره پیل کیږي چې په قهر کې ویل کیږي. یوه ناسمه غوره شوې جمله کولی شي تاوتریخوالی زیات کړي، پداسې حال کې چې د چوپتیا یوه شیبه کولی شي د دوې مخه ونیسي. د مثال په توګه، په غوسه کې د خبرو نه کولو غوره کول د غیر فعالیت نښه نه ده. دا حکمت دی. دا احساساتي ځواک او د لنډمهاله پارونې څخه پورته کیدو وړتیا ښیې.

 

د چوپتیا اهمیت د اوریدلو عمل ته غځیږي. په خبرو اترو کې، ډیری خلک په هغه څه ډیر تمرکز کوي چې دوې خپله غواړي ووایی، نه هغه څه چې بل کس یې وایی. ریښتیني اوریدل چوپتیا ته اړتیا لري - نه یوازې د خولې، بلکه د ذهن.

ډیری مذهبي دودونه چوپتیا د الهی سره د نږدېوالي لاره ګڼي. د تاریخ په اوږدو کې راهبانو او حکیمانو چوپتیا د اعتکاف په توګه نه بلکې د الهام سرچینې په توګه  ګڼل. دوې وموندله چې کله د نړۍ شور کم شي، د حقیقت غږ روښانه کیږي.

په عصري ژوند کې چوپتیا اسانه نه ده. د دوامداره خبرتیاو څخه تر 24 ساعته خبرونو دورې پورې، موږ د شور کلتور کې ډوب یو. پرته له چوپتیا، د فکر کولو لپاره لږ ځای شتون لري.

دا هم د یادونې وړ ده چې چوپتیا د داخلي ځواک نښه ده. هغه خلک چې په خپلو فکرونو کې خوندي دي په دوامداره توګه د خبرو کولو اړتیا نه احساسوي. دوې پوهیږي چې چوپتیا، کله چې د ارادې سره کارول کیږي، احساساتي او رواني وزن لري. دا کولی شي فشار کم کړي، د خبرو اترو لاره بیرته وګرځوي، او د فکر کولو لپاره ځای رامینځته کړي. د چوپتیا ځواک زموږ د داخلي توازن بیرته راګرځولو وړتیا کې دی.