دا آیت په اصل کې د پېغمبر د کورنۍ لپاره نازل شوی و، خو ځکه چې د پېغمبر کورنۍ د ټولو مؤمنانو لپاره د بېلګې حیثیت لري، نو دا حکم په ټولو مؤمنانو هم تطبیق کېږي. دا آیت هر مسلمان کور ته خطاب دی. ضروري ده چې هر مسلمان کور د هغه اصلاحاتي لارې منونکی شي چې د پېغمبر د کورنۍ لپاره د خداي امر و.

هر کور یو ځانګړی جوړښت دی، او دغه جوړښتونه ټولنه جوړوي. که د ټولنې هر جوړښت اصلاح شي، نو ټولنه به اصلاح شي. او که جوړښتونه بېلارې شي، ټولنه به هم بېلارې شي. په دې لحاظ د هر کورنۍ مسؤلیت د پېغمبر د کورنۍ د مسؤلیت په څېر دی، لکه څنګه چې په قرآن کې د اهلِ بیت په نوم یاد شوی. هر مسلمان کور باید د پاکوالي او تزکیې دغه بهیر تېر کړي، تر څو بدۍ لېرې او نېکي ته وده ورکړل شي. په دې کار کې د کورنۍ هر سړی او هره ښځه مسؤل دی، څو یوه نېک او صالحه ټولنه رامنځته شي. په دې برخه کې نارینه او ښځه دواړه مساوي مسؤلیت لري؛ خو د نارینه موقف د یو مدیر په څېر دی او د ښځې موقف د ملاتړي په شان.

د میړه او ښځې دواړه فرض دی چې دا مسؤلیت درک او خپل اړوند رولونه پوره کړي. دا د خداي له لوري پر دوی تحمیل شوی فریضه ده. که دوی خپل رولونه پوره کړي، نو د خدای له لوري به اجر ترلاسه کړي؛ او که پاتې راشي، نو بېشکه جې حساب به ترې کېږي او د خداي سزا بېشکه تر ټولو سخته ده.

قوامیت یا د آمر اصطلاح

په څلورم سورت کې قرآن وايي چې سړي د ښځو قوام دي. (۴:۳۴) په قرآن کې کارېدلی لفظ قوام دی، چې د نن ورځې د «آمر» یا رئیس په معنا سره ورته تړاو لري.

د «آمر» کلمه په ظاهره داسې انګېرنه ورکوي چې یو څوک واکمن دی او بل تابع؛ خو قوام بله معنا لري. قوام د واکمنۍ په مانا نه، بلکې د ادارې او مسؤلیت په معنا دی — یعنې دا د ښځې پر وړاندې د لوړتیا یا تسلط ښودل نه دي.

نن د «آمر» یا د «آمریت» مفهوم عام دی. د قوامیت مفهوم د یوې بېلګې له لارې ښه درک کېدای شي: قوامیت دا معنا لري چې سړی د کورنۍ سر دی، لکه څنګه چې په یوه اداره یا شرکت کې یو سرپرست وي. دغه سرپرست یا «نګران» د ادارې چارې پر مخ وړي، خو دا پدې معنی نه ده چې هغه په ظاهري یا اخلاقي توګه له ادارې څخه لوړ دی. عامه وینا دا ده: «آمر خبره تل سم وي.» دا پدې مانا نه ده چې آمر په هر لحاظ لوړ دی، بلکې دا ښيي چې د یوې مؤثرې ادارې لپاره باید څوک وي چې واک او مسؤلیت ولري.

په همدې ډول کور هم یوه اداره ده. د دې ادارې د سمې چارې لپاره هم یو سرپرست ته اړتیا شته. په همدې مفهوم کې قرآن سړی قوام بللی دی.

د هر کور قوام د مدیر یا اداري مسؤل په څېر موقف لري، چې د کور د نورو غړو په پرتله د مسؤلیت په لحاظ پورته ولاړ وي. که دا اصل ونه منل شي، کور په اسانۍ سره د بېنظمي ښکار کېدای شي.

د «آمر» په توګه اوسېدل د بل چا پر وړاندې لوړتیا نه، بلکې د هغه د پاملرنې او مسؤلیت اخیستلو معنا لري. په همدې ډول، قوامیت هم یو مسؤلیت دی. دا د اداري اړتیا پوره کوي، نه د یو بل پر وړاندې د برترۍ تمرین. که د دې عملي اړتیا او ایډیولوژیکي واک ترمنځ توپیر په سمه توګه وپېژندل شي، نو د قوامیت مفهوم به په اسانۍ سره درک شي.