د انتظار تګلاره معنا دا ده چې د ښه سبا لپاره انتظار کول؛ دا هیله لرل چې سبا هغه څه راوړي چې نن نه دي ترلاسه شوي. دا بېله شکه د حکمت خبره ده، ځکه ډېر امکان شته چې سبا هغه څه ترلاسه شي چې نن نه دي ترلاسه شوي.
په واده کې مېړه او مېرمن ډېری وخت دا تېروتنه کوي چې له لومړۍ ورځې یو بل د خپلو توقعاتو مطابق غواړي. دوی دې ته پام نه کوي چې یو بل ته د عیارېدو لپاره وخت ورکول ضروري دي، حال دا چې ښه معلومه ده چې هېڅ شی له ټاکلي وخت مخکې نه کېږي. په دې نړۍ کې دا ناشونې ده چې نن هغه څه ومومې چې د سبا لپاره ټاکل شوي وي.
کله چې سړی او ښځه په واده سره یو ځای کېږي او کور جوړوي، دا د دواړو لپاره یو نوی تجربه وي. طبیعي ده چې دواړه غواړي یو بل وپېژني او د یو بل توقعات پوره کړي. دا بهیر له لومړۍ ورځې پیلېږي. دواړه باید یو بل سره په دې کې مرسته وکړي او له هر هغه چلند څخه ډډه وکړي چې دا بهیر ګډوډوي. د «انتظار» تګلاره باید د دې طبیعي ودې ملاتړ وکړي، څو دا بهیر بېخنډه تر خپل بشپړتیا پورې ورسېږي.
دا اوصول د ټولو لویو بریاوو سره تړاو لري. همدا اوصول په مېړه او مېرمن دواړو تطبیق کېږي. یوازې د انتظار وروسته انسان هغه څه ترلاسه کوي چې د هغه په خوښه وي. دا د طبیعت قانون دی، او په دې نړۍ کې له طبیعت لوی قانون بل نشته.
د خپلو بهرنیو سفرونو په یوه سفر کې ما له یوې عیسوۍ ښځې سره ملاقات وکړ. هغې راته وویل چې مېړه یې ضدي دی او ورسره جوړېدل ورته سخت دي، او دا حالت یې د طلاق تر پولې رسولی. ما ورته وویل چې دا په اصل کې ستونزه نه ده؛ ستونزه د هغې د فکر په طرز کې ده. که هغه موضوع په بل نظر وګوري، ستونزه به یې ختمه شي. ما ورته وویل چې د «ضدي» کلمه منفي ده؛ پر ځای یې دې خپل مېړه «هوډ لرونکی» وګڼي. مثبتې کلمې انسان مثبت فکر ته اړ باسي.
ما هغې ته وویل چې د هغې مېړه هوډ لرونکی انسان دی، او دا یوه ښه او نارینه ځانګړنه ده. هغه څوک چې دا ځانګړنه ونه لري، د ژوند د ستونزو د مقابلې جرئت نه لري. او څوک چې د ژوند له ستونزو سره مخ نه شي، په ژوند کې بریا نه شي ترلاسه کولی. دا ښځه په مسلکي توګه ژباړونکې وه، په ډېرو ژبو پوهېده او طبیعتاً نرمه وه، چې دا ځانګړتیا یې د کار لپاره مناسبه وه. د هغې مېړه بیا د یوې نړیوالې کمپنۍ مدیر و، او د خپلې دندې د سختو ننګونو د مقابلې لپاره یې کلک طبیعت ته اړتیا لرله. خدای هغې ته نرمي ورکړې وه چې د هغې د کار اړتیا وه، او مېړه یې کلک پیدا کړی و چې د خپل مسلک د ستونزو مقابله وکړي. نو هغې باید د شکایت پر ځای د خدای شکر ادا کړی وای.