د کورنۍ لور د خپلې خوښې له مخې له یو تعلیمیافته سړي سره واده وکړ. یو زوی هم ورڅخه وزېږېد. خو ډېر ژر د دې ځوانې جوړې ترمنځ اختلافات پیدا شول، او خبره تر دې ځایه ورسېده چې ښځه د خپل پلار کور ته بېرته ستنه شوه. هغې ټول ملامتۍ په خپل مېړه واچول.
کله چې مور یې د هغې خبرې واورېدې نو ورته یې وویل: «واده د ټول عمر لپاره وي؛ یا به له خپل مېړه سره ځان عیاروې، او کنه نو بیا دې ژوند پای ته ورسوه.» لور د خپلې مور له دې ځواب څخه حیرانه شوه، خو ډېر ژر یې ځان راټول کړ او د خپل حالت په اړه یې بیا فکر پیل کړ. په همدې موده کې یې د دې لیکوال کتاب د ژوند راز ولوست. کله چې کتاب ختم شو، هغې درک کړه چې مور یې رښتیا وییل، یعنې دا چې باید له خپل مېړه سره عیارېدل زده کړي، بله لاره نه شته. هغې ژوند ته له نوې زاویې وکتل او پرېکړه یې وکړه چې بېرته خپل مېړه ته ستنه شي. هغه بېرته ولاړه او بې له کوم شرطه یې نوی ژوند پیل کړ.
ما پخپله لیدلي چې اوس دواړه په خوښۍ سره یو ځای ژوند کوي. دوی یو بل لپاره د ژوند ښه ملګري جوړ شوي دي.
د اختلافاتو موضوع د ربړ بند یا سپرنګ په څېر ده. که موږ دا بند یا سپرنګ ونه غزوو، بلکې په خپل عادي حالت کې یې پرېږدو، هېڅ شی له کنټروله نه وځي او هر څه په اسانۍ اداره کېدای شي.
د مېړه او مېرمن د اړیکو په اړه قرآن کریم وايي: «له هغوی سره په ښه او نرمۍ ژوند وکړئ؛ که هغوی درته ناخوښه ښکاري، کېدای شي په هغه څه کې ډېر خیر وي چې تاسو یې نه خوښوئ.» (نساء ۱۹)
دا اصل د مېړه او مېرمن دواړو لپاره دی. مطلب یې دا دی چې د کورنی بریالی ژوند په دې نه دی ولاړ چې انسان دقیق د خپلې خوښې ملګری ومومي. د طبیعت د قانون له مخې دا ناشونې ده. د بریالي کورني ژوند راز په دې کې دی چې دواړه یو له بله سره عیار شي، او په هغه څه کې هم خیر ولټوي چې په لومړي نظر بد ښکاري.
انسانان عموماً یوه ګډه ستونزه لري: هر څوک فکر کوي چې باید تر دې ډېر څه ولري. په همدې نارضایتۍ کې دوی د یوه «مثالي ملګري» په لټه کې ژوند تېروي، داسې ملګری چې د دوی د خیال مطابق وي. او په همدې لټون کې خپل ژوند ناخوښ تېروي.
خو خوشحالي د ذهن حالت دی؛ د ذهن نه بهر شتون نه لري. انسان باید دا اصول زده کړي، او بیا به نړۍ ورته په بل ډول ښکاري. یوازې ته خپله ځان خوشحاله کولی شې؛ هېڅوک نه شي کولای خوشحالي درته ډالۍ کړي.