د الله تعالی لټون تر ټولو ستر حقیقت لټون دی. یو انسان چې کله الله تعالی ومومي، نو دا د هغه لپاره داسې زلزله خیزه موندنه وي چې د ټول ژوند مسیر یې بدل کړي. هغه د الهي نور په رڼا کې راپاڅي او داسې بدلون ورشي چې د بیان وړ نه وي. له هغه نه یو نوی انسان جوړ شي، فکر او سوچ یې نوې لارې ته روان شي، د یوه عادي عمل نه لوی کار جوړ شي، او ټول کړه وړه یې د داسې انسان کړه وړه شي چې د خدای تعالی د قدرت نښې ویني، مخکې له دې چې د خدای تعالی ظهور ته ورسېږي.
هغه داسې احساس کوي لکه د قیامت د ترازو مخې ته ولاړ وي، مخکې له دې چې په حقیقت کې د قیامت په ورځ ودریږي. د مومن او غیر مومن فرق دا دی: غیر مومن چې څه د قیامت په ورځ ورسره کېږي، هغه ویره په مومن باندې په همدې دنیا کې تېرېږي. غیر مومن چې څه سبا په آخرت کې ویني، مومن یې نن په دنیا کې ویني. غیر مومن چې سبا د قیامت په ورځ د څه په منلو مجبورېږي، مومن یې نن ورځ په دنیا کې بې له هر ډول مجبورۍ مني.