زما په لیدو سره، هغه په موسکا شو او ویې ویل، 'زه راغلی یم چې تاسو ته یو ښه خبر درکړم.' او بیا یې راته وویل چې هغه په کار کې ترفیع شوی او په معاش کې یې زیاتوالی راغلی دی.
ما له ځان سره فکر وکړ، 'که څوک یو مهمه خبرونه ولري، هغه نشي کولی دا له ځانه سره وساتي. په حقیقت کې، ځینې وختونه هغه د یو چا موندلو لپاره له خپلې لارې بهر ځي چې خپل خبرونه ورسره شریک کړي. که څوک نوی موټر اخلي یا نوی کور جوړوي، هغه د هغې په اړه له خبرو کولو څخه ډډه نشي کولی. که چیرې په یوه غونډه کې، د هغه موټر یا کور د بحث موضوع نه شي، هغه روانه خبرې اترې په داسې لوري بدلوي چې هغه کولی شي نورو ته د خپل موټر یا کور په اړه ووایی. دا د انسان طبیعت دی. هیڅ انسان نشته چې د خپلو مهمو خبرونو نورو ته د ویلو لپاره لیواله نه وي! '
نن سبا بې شمیره غږونه د خلکو پام جزبولو لپاره یو بل سره سیالي کوي. هرڅوک یو څه پیغام لري چې هغه غواړي نورو ته یې ورسوي. مګر د خلکو په دې لویه ګڼه ګوڼه کې هیڅ څوک نشته چې د آخرت په اړه خبرونه ورسوي، ترڅو نور د جنت او دوزخ څخه خبر کړي. د ویناوالو او لیکوالانو کمښت نشته، مګر هیڅوک د آخرت په اړه اندیښنه نلري. هرڅوک د دې نړۍ سره د یو څه یا بل په اړه خبرونه لري.
مګر هیڅوک د آخرت په اړه خبرونه نلري چې نورو ته یې ووایی. په حقیقت کې دې نه به هیڅ خبره لویه او مهمه نه وي چې خلک خپله ټوله انرژي او وخت یوازې د نورو سره د آخرت په اړه د خبرونو په شریکولو کې مصرف کړي. د دوزخ څخه د خلکو د ویرولو او د جنت د زېری رسولو پرته بل کارمهم نشته.
که خلک پوه شي چې په راتلونکو څو شیبو کې زلزله راځي نو دوې به یوازې د زلزلې په اړه خبرې وکړي، هیڅ بل څه باره کې نه. دوې به نور هرڅه هیر کړي او یوازې د راتلونکي ویجاړونکي پیښې په اړه به خبرې وکړي. مګر ویناوال خپلې ویناوې پرمخ وړي، او لیکوالان خپلې لیکنې پرمخ وړي، او دا ټولې ویناوې او لیکنې د آخرت له ذکر څخه دومره خالي دي چې داسې ښکاري چې خلک د دې راتلونکي ویرونکي ورځې په اړه هیڅ خبر نلري.
خلک عموما د خپل فوري چاپیریال په ستونزو کې ښکیل دي - لکه د دوې شخصي یا ټولنیزې، اقتصادي او یا سیاسي مسایل. دوې فکر کوي چې دا د ریښتینې اهمیت مسلې دي. او له همدې امله دوې د داسې مسلو په اړه په بحث کې بوخت وي. خو واقیعت دا دی چې ترټولو لویه مسله د آخرت مسله ده. آخرت زموږ له سترګو پټ دی، خو دا د ټولو راتلونکو پیښو څخه تر ټولو لویه پېښه ده او باید د نورو ټولو پیښو په پرتله ډېر زموږ د بحث موضوع وي.