دا د 1984 کال و کله چې زه د خپل مشر ورور الف خان لیدو ته لاړم، هغه په اله آباد کې اوسېده. هغه زما څخه ډیرې توپیر درلود. هغه په خپل ملکیت کې دوه ټوپکې درلودلې او کله ناکله به ښکار ته لاړ. کله چې زه د هغه لیدو ته لاړم، هغه د ښکار سفر تنظیم کړ او له ما څخه یې وغوښتل چې زه هم د هغه او د هغه ملګرو سره ښکار ته لاړ شم. که څه هم ښکار زما د طبیعت سره نه جوړ نه دی، مګر بیا هم چې زما ورور ټینګار وکړ ما موافقه وکړه چې ورسره مل شم
موږ په دوو موټرو کې د اله آباد ښار څنډو ته ورسیدو. هلته چاپیریال د ځنګل په څیر و او ډیری مرغۍ د ونو په سرونو کې ناستې وې. زما ورور غوښتل چې د کوترې یو ځانګړی ډول ښکار وکړي چې په محلي ژبه کې ورته کهلاک ویل کیږي. کله چې هغه او ملګري یې ښکار ته روان وو، زه یوې خوا ته د یو ناغوښتل شوي لیدونکي په توګه ولاړ وم.
بیا زما ورور راغی، ماته یې ټوپک راکړ او له ما څخه یې وغوښتل چې په هغې سره د کهلاک هدف وټاکم. نو زه د یوې ونې لاندې ودریدم او په یوه څانګه کې ولاړ یو کهلاک مې ولید. ما ټوپک په خپل اوږه کېښود او هڅه مې وکړه چې نښه ونیسم. کله چې مرغۍ په حد کې راغله او ما باید یوازې ټریګر ته فشار ورکړی وی، ناڅاپه زما ذهن ته یوه پوښتنه راغله: ولې زه مرغۍ وژنم؟ زما وجدان ځواب ورکړ چې زه د مرغۍ د وژلو حق نلرم. کله چې ما دا درک کړه، ما نشو کولی ټریګرته فشار ورکړم او ټوپک مې خپل ورور ته بیرته ورکړ. ما دومره د نا امیدي احساس وکړ چې سمدلاسه له هغه ځایه څخه ووتم او د بس په لارې د اله آباد ښار ته راستون شوم.
د تاوتریخوالي کلتور ظاهرا د بل چا په وړاندې وي. مګر په حقیقت کې دا د واقعیت خلاف دی. کله چې یو تاوتریخوالی کوونکی کس هڅه کوي چې بل ووژني، هغه د جدي واقعیت څخه خبر نه دی، دا د مرګ فرښته ده چې د هغه تر شا ولاړه ده. کله چې هغه نور خلک وژلي وي، نو هغه به هم ژر یا وروسته د مرګ د فرښتې په منګولو کې راشي، چې هغه به د نړۍ رب ته بوځي ترڅو هغه د خپل د کړنو حساب ورکړي. که چیرې یو څوک چې ټوپک لري دا حقیقت په یاد ولري، نو هغه به هیڅکله - په هیڅ دلیل - په چا باندې نښه ونه نیسي. هغه به یوازې د خپل ژوند هدف ترلاسه کولو لپاره په سوله ایزه مبارزه کې ښکیل شي.
هرکله چې زه د ترهګرۍ خبرونه اورم، زما تل په اله آباد کې پورته تجربه یاديږي. زه فکر کوم چې ترهګر هم انسانان دي لکه څنګه چې زه یم. دوې زما په څیر ورته وجدان لري، نو ولې د دوې داخلي غږ له دوې څخه پوښتنه نه کوي چې ولې دوې خپل ملګري وژني؟ دوې څه حق لري چې یو څوک ووژني؟ دوې به نه غواړي چې څوک دوې ووژني، نو ولې د نورو په وړاندې دا جرم ترسره کوي؟ ایا ترهګر له ډبرې څخه جوړ شوي دي؟ که هغه ټوپک چې ما ته د مرغۍ د وژلو لپاره ورکړل شوی و، زما له لاس څخه وغورځید، ولې ټوپکونه د دې ترهګرو له لاسونو څخه نورو خلکو د وژلو په حال کې نه غورځیږي؟
دا فکر ما بیا بیا ځوروي. زه ګورم چې ترهګر منفي شوي دي ځکه چې دوې خپل عملونه د پیښو په یو اړخیزه مطالعه باندې اساس کړي. د مثال په توګه، یو خبری راپور د هغو کتابونو لیست کوي چې د ترهګرو لخوا لوستل کیږي، چې ډیری یې په جګړه دي.
دا د اسامه بن لادن د ایبټ آباد له انګړ څخه د ترلاسه شوي اسنادو ټولګه څخه څرګندیږي. پدې کې هغه کتابونه شامل دي چې بن لادن او د هغه خلکو لوستل. ځینې یې د میشل چوسودوفسکي لخوا د امریکا "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه"، د جیمز کربټري لخوا د ګوریلا هوایی دفاع: د الوتکو ضد وسلې او د ګوریلا ځواکونو لپاره تخنیکونه، د باب ووډوارډ لخوا د اوباما جنګونه، د رابرټ هاپکنز میلر لخوا د متحده ایالاتو او ویتنام 1787-1941، د فریټز سپرینګمایر لخوا د ایلومیناتي وینې کرښې .1
دا ښیي چې ترهګر د نورو په وړاندې په منفي حالت کې اخته شوي دي. شاید دوی هیڅکله د هغو خلکو سره اړیکه ونلري چې د دوی ذهنونه خراب کړي. که ترهګر کله هم داسې خلکو سره ولیدل، زه ډاډه یم چې دوی به خپله فلسفه بیا غور وکړي او خپل تاوتریخوالی کلتور به پریږدي. کله چې د دوې وجدان فعال شي، نو دوې به هم خپلې وسلې پریږدي، لکه څنګه چې ما د ښکار په وخت پریښود.
ما ډېرې داسې تجربې درلودې. د مثال په توګه، په ۱۹۹۳ کال کې یوې افراطي ډلې ما په خپل هټ لیست کې واچاوه. په هغه وخت کې، یو ځوان سړی یوه ورځ په نوي ډیلي کې زما دفتر ته ننوت کله چې زه یوازې وم. ما اټکل وکړ چې دهغې په جیب کې تومانچه دی، ځکه چې لاس یې هیڅکله د جیب څخه نه و وتلی. ما د یوې شیبې لپاره فکر وکړ او بیا زه هغه ته ورغلم، او د هغه تر څنګ کښېناستم وم، ما خپل لاس د هغه په سر کېښود او ورته مې وویل: 'وګوره، زه ستاسو د پلار په څیر یم. زما مشوره تا ته دا ده چې په ښوونځي کې داخله واخله. زه تا سره ژمنه کوم چې زه به ستا د زده کړې لګښت ورکړم تر هغه چې تا خپلې زده کړې بشپړې کړي نه وي.' ځوان سړی غلی شو او بیا هغه پورته شو او خپل سریې ټیټ کړ.
ډیری ځوانان شته چې زما د سولې په اړه لیکنې یې لوستلي او د هغوی څخه اغیزمن شوي دي. دوی بیا پریکړه کړې چې سوله ایز ژوند وکړي.
ترهګر په اصل کې فاسد اشخاص ندي. دوې په غلط ډول وضع شوي انسانان دي. موږ باید هڅه وکړو چې د عقل په کارولو سره د دوې فکر بدل کړو، او بې له شکه ترهګري به ورکه شي.