بیت المقدس د یهودانو لپاره خورا مهم دی ځکه چې د یهودیت یو مهم پیغمبر، سلیمان هلته زیږیدلی و. هغه بیت المقدس د خپل سلطنت د پلازمینې په توګه تاسیس کړ. هغه په 975 قبل مسیح کې د یهودیانو یوه کنیسه (یا د سلیمان هیکال) جوړه کړه. له همدې امله، بیت المقدس د یهودانو لپاره مستقیم اهمیت لري. د سلیمان هیکال په تاریخ کې دوه ځله ویجاړ شوی دی. لومړۍ پېښه په ۵۸۶ ق م کې وشوه کله چې د بابل پاچا، نبوکدنضر دوهم، دا ویجاړ کړ. د اوږدې مودې وروسته، یهودانو خپل عبادت ځای بیا جوړ کړ. دا په ۷۰ میلادي کال کې د رومیانو لخوا بیا ویجاړ شو. نن ورځ د یهودانو ځینو ډلو دا خپله دنده ګرځولې ده چې هیکال بیا رغونه او بیا جوړ کړي لکه څنګه چې دا په اصل کې د سلیمان لخوا جوړ شوی و. د تورات له مخې، د سلیمان هیکال یوازې د هغه پیغمبر لخوا بیا جوړ کیدی شي چې د دوی په مینځ کې زیږیدلی وي.

بیت المقدس د عیسویانو لپاره یو مهم تاریخي اهمیت لري ځکه چې په بیت لحم (فلسطین) کې د زیږون وروسته، عیسی مسیح یو ځل بیت المقدس ته راغی او دلته یې ژوند کولو او تبلیغ کار یې کاوه.

مسلمانان بیت المقدس ته د روحاني سفر، اسرا له امله اهمیت ورکوي، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ترسره کړی وو او همدارنګه د مکې له کعبې نه  مخکې مسلمانو یو لنډمهاله مودې لپاره بیت المقدس په لوري مونځ کول

هغه څه چې د دې مذهبونو د پیروانو ترمنځ واټن کموي دا دي چې دوی مشترک پیغمبران لري. له همدې امله، د تاریخ له نظره، د سلیمان سلطنت او د عیسی مسیح د زیږون ځای د مسلمانانو لپاره هم په غیر مستقیم ډول مهم دي.