د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

تدبير نه کار اخله ټکر مه کوه

فصل: 1

مولانا جلال الدين رومى (١٢٠٧ـ١٢٧٣م وفات) په مسلمانانو کى د اوچتې مرتبې خاوند دى. نږدى شپږ ويشت زره اشعارو باندې مشتمله د ده مثنوى معنوى د مسلمانانو په منځ کې د تقدس (سپيڅلتيا) تر حده منل شوي ده. دغه مثنوى د سلگونو کلونو پورې د علماوو په منځ کې د لارښود کتاب په حيث لوستل کيده. په ١٢٥٨م کې چې تتاريانو بغداد ړنگ کړ، د عباسيانو حکومت يې له منځه يوړ. په اسلامي نړۍ باندې يې خپل له ظلمه ډكه واکمني قايمه کړه. دغه مهال د مولانا روم عمر نږدې پنځوس کاله و، ده د خپلې مثنوي په ذريعه مسلمانانو ته روحاني او اخلاقي درسونه ورکول. او د هغوى د راپورته کولو کوشش يي کاوه. له دې سره ده د وخت په مسايلو کې هم د مسلمانانو لارښوونه کوله. ده په خپله فارسي مثنوي کې د حکايت او تمثيل په ژبه کې مسلمانانو ته ويل: چې دغه وخت د مسلمانانو لپاره څه کول مناسب دي. او څه کول پکار نه دي. په دې دسلسله کې د زمري او سوۍ کيسه يوه له درس او پند نه ډکه کيسه ده. کومه چې د مثنوى په لومړى فصل کې له تفصيل سره بيان شوې ده. د دې کېسې لنډيز دا دى. 

په ځنگل کې يو زمرى و، ده به هره ورځ د خپلې لوږې ليرى کولو لپاره په حيواناتو بريد کاوه. وبه يې نيوه او خپل خوراك به يې ترې جوړ کړ. د دې په نتيجه کې به ټول ځناور په مستقله توگه په ويره او ترهه کې وو، په پاى کې دې ځناورو د دې يو حل راوويست هغوى زمرى په دې راضي کړ چې هغه دې په دوى حمله نه کوي، دوى به پخپله له خپله طرفه هره ورځ يو ځناور ورليږي. په دې مشوره باندې عمل شروع شو. د دې صورت دا ؤ چې هره ورځ به د قرعه اندازۍ له لارې دا پريکړه کيده چې نن به کوم ځناور د زمري خوراك وي. د کوم ځناور نوم به چې په پچه کې راووت نو هغه به يې زمري ته ورليږه. په دې طريقې سره د ځنگل ټولو ځناورو په امن سره ژوند کاوه. د کار پايله دا شوه چې د يوې سوۍ (خرگوش) نوم په پچه کې راووت. خرگوش له وړاندې نه فکر کړى و، چې کله د ده نوم په قرعه اندازۍ کې راووځي نو خپل ځان به د زمرى له خوراك څخه ژغورم. بلکې په يو تدبير سره به زمرى له منځه وړم.

 د سنجول شوي پلان سره سم خرگوش د يو ساعت په ځنډ سره زمري ته ورسيد. زمرى ډير وږى و، د ځنډيدلو په وجه يې طبيعت خراب شوى و، دغه راز يوازې د يوې کوچنۍ سوۍ له ليدلو سره يې لا زياته غصه شو. خرگوش (سوۍ) په نرمۍ او چاپلوسۍ سره وويل: محترما! خبره دا ده چې د ستا په پاچهۍ کې يو بل زمريس راغلى، ځناورو د ستا د خوراك لپاره دوه ځناوره وليږل. مگر دويم زمرى په مونږ باندې حمله وکړه يو خرگوش هغه ونيو او زه ترې په يوه طريقه تا ته راغلم. اوس د زمرى غصه د بل زمرى په طرف واوښته. خرگوش يي روان کړ او ورته ويي ويل چې هغه زمرى ماته وښيه کوم چې دې ځنگل ته د راتگ جرأت کړى دى. ما د هغه خواته وروله تر څو د هغه قصه ختمه کړم. سوۍ له زمري سره روانه شوه. سوۍ زمرى اخوا ديخوا گرځولو په پايله کې هغه يو کوهي ته وربرابر کړ. او د کوهي په غاړه يي ودراوه او ورته ويى ويل: محترما! هغه زمرى په دې کوهي کې دى. ته هغه پخپله وگوره.

زمري چې لاندې وکتل نو د کوهي په اوبو کې ورته خپل عکس په نظر ورغى فکر يې وکړ چې سوۍ ورته رښتيا ويلي دي. او واقعاً په دې کوهي کې يو زمرى موجود دى زمرى وغړمبيد دويم زمرى هم وغړمبيد. خپلې پاچهۍ ته د بل دغسې زمري راتگ ده برداشت نه کړاى شول. ورټوپ يې کړ او په فرضي زمري باندې يې ځان وروغورځاوه. او په همدغه کوهي کې ومړ. دغه شان يوې سوۍ د تدبير په زور د زمري په شان د دشمن خاتمه وکړه. مولانا روم په آخر کې ويلي. د دې د تدبير جال گويا د زمري لپاره تلك ؤ، څه عجيه وه هغه سوۍ کومې چې يو زمرى په هوا کړ.

دام مکــــــــر او کـمند شيــر بود
طرفه خرگوشى که شيرى را ربود

د دې حکايت په ژبه کې يوه لارښوونه وه. چې مولانا روم د خپلې زمانې مسلمانانو ته کړې وه. مولانا روم مسلمانان مجاهدانه اقدام ته نه وو هڅولي، ده هغوى ته دا نه وو ويلي چې د ځنگل ټولو ځناورو ته پکار وو چې په خپلو کې يې اتفاق کړى واى او په يوه اتفاق يي په زمرى حمله کړی واى که چيرې دوى زمرى له منځه وړى واى نو دوى به د غازى لقب گټلى واى. او که زمرى په وژلو بريالى شوى واى نو بيا به هم څه د تاوان خبره نه واى. ځکه چې په دې صورت کې به دوى ټول شهيدان گرځول شوى واى. او چاته چې د شهادت درجه حاصله شي نو هغه ته ډيره لويه درجه حاصله شوه. د دې برعکس مولانا روم هغوى حکيمانه تدبير په طرف رهنمايي کړل. هغه د مرگ په ځاى د ژوند طريقه وروښوده. د ده په ويل شوي حکيمانه تدبير کې، انسان ته په لومړى سر کې کوچني کيدل دي مگر په آخر او پايله کې هغه د سترتوب او فتحې اوچت مقام ترلاسه کوي.

د مولانا روم دا نصيحت د حال لپاره هم دومره کار ورکوونکى دى څومره چې هغه په تيره زمانه کار ورکوونکى و.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ