بل فرصت او چانس
په ١٩٨٧م کې په ريډرزډائجسټ کې يو مضمون خپور شوى دى.
Dare to change your life
(د خپل ژوند د بدلولو جرات وکړئ)
په دې مضمون کې څو داسې واقعات ورکول شوې په کومو کې چې يو کس په پيل کې ناکامۍ سره مخ شوې، له تاوانونو او ستونزو سره مخ شوى مګر هغه حوصله له لاسه نه ده ورکړې د يو فرصت د لاسه ورکولو سره، سره يې نظر په بل فرصت لگولى دى. دا تدبير کار ورکوونکى دى. يو ځل چې ناکام شوې بل ځل به برياليتوب ترلاسه کړې. د مضمون په پاى کې مضمون ليکونکي ليکلي دي. چې ژوند له نورو فرصتونو څخه ډك دى، د بل فرصت استعمالولو لپاره چې څه پکار دي هغه يوازې دا صلاحيت او وړتيا ده چې انسان هغه وپيژني او په حوصله مندانه توگه باندې پرې عمل وکړي.
Life is full of second chances. All we need for a second chance is the ability to recognize it and the courage to act
ژوند د دويم فرصت د استعمالولو نوم دى دا يو داسې حقيقت دى چې د فرد لپاره هم دومره صحيح دى څومره چې د قوم او ملت لپاره صحيح دى. ټول تاريخ د دې حقيقت تصديق کوي. په لومړى دور کې د اسلام (برلاسۍ) ته په مکه کې فرصت په لاس ورنغى، له دې څخه وروسته اسلام د مدينې فرصت استعمال کړ او خپل تاريخ يې جوړ کړ. لويديزو قومونو په صليبي جنگونو کې د خپل ځان لپاره فرصت پيدا نکړ. نو هغوى علمى فرصتونه استعمال کړل او يو ځل بيا د برياليتوب مقام ترلاسه کړ.
په موجوده دنيا کې اکثره داسې کيږي چې انسان لومړى فرصت له لاسه ورکوي، کله د خپلې نيمگړې تجربې له امله او کله د نورو د سرغړونى په وجه. مگر د لومړى فرصت له لاسه ورکولو مطلب د لومړى فرصت د لاسه ورکولو څخه وروسته که چيرې انسان ناهيلى نشي. نو ډير ژر به هغه ته بل فرصت په لاس ورشي د کوم په استعمالولو سره به چې هغه يو ځل بيا خپل منزل او هدف ته ورسيږي. په کومو فرصتونو چې د نورو خلکو قبضه ده له هغوى څخه يې د اخستلو کوشش کول عقلمندي نه ده، عقلمندي دا ده چې کوم فرصتونه تر اوسه پاتې دي په هغې باندې د واك حاصلولو کوشش وکړاى شې.
د هندوستان ټايمز په ١٩٨٩م د اپريل ١٣ مه د دويمې برخې په څلورمه صفحه باندې د نيويارك د ضرب الاجل سره يو راپور چاپ شوى. د هغه عنوان دى. په سوپر کمپيوټر کې د امريکا څخه د جاپان وړاندې کيدو هڅه.
Japans bid to excel the US super computer
په راپور کې ويل شوي چې د ستر کمپيوټر په ميدان کې د امريکا د اوږدې مودې برلاسي اوس شکمنه شويده. د امريکا د يوې اتحاديې څيړونکو له مطالعې وروسته دا اعلان وکړ چې د جاپان جوړ کړى يو ستر کمپيوټر په ١٩٩٠م کې مارکيټ (بازار) ته راتلونکى دى او د دنيا په کچه تر ټولو زيات تيز کار کوونکى ماشين به وى.
جاپانيانو د دې کمپيوټر نوم ايس ايکس ايکس (sx-x) ايښى دى. د دې حرکت دومره زيات دى چې هغه په يوه ثانيه کې د ساينسي ډول حساب شل بلينه عمليات تر سره کوي. دا جاپانى کمپيوټر د امريکا د تيز ترين کمپيوټر څخه پنځه ويشت فيصده تيز رفتاره دى. له دې سره د دې لا زياته ځانگړتيا دا ده چې د بشپړه صحيح کار کولو سره، سره نسبتاً کمه مصرفه هم دى.
د دې ستر کمپيوټر اهميت يوازې د علمي څيړنو، د تيلو لټون او د موسم وړاندوينې په شان شيانو پورې محدود نه دى بلکې هغه د ملي امنيت لپاره هم له اندازې زيات اهم گڼل کيږي. ځکه چې دا د زروي وسلو په تيارولو ډير زيات استعماليداى شي. نوي جاپاني کمپيوټر دنيا يوه نوي صنعتي دور ته ورداخله کړې ده. موجوده کمپيوټرى چې په کومه زمانه کې "نوى" گڼل کيدې هغه اوس مروجې او تقليدي جوړې شوې دي. تردې پورې چې د جاپان دې رامنځته کولو هغه په فوځي ميدان کې يې هم ورته برترې او اوچتوالى ورکړى دى. امريکا يو لوى بم جوړ کړ او په ١٩٤٥م کې يې جاپان تباه کړ. مگر هغې له جاپان څخه دا امکان وانخست چې جاپان نوى لوى کمپيوټر جوړ کړي او يو ځل بيا نوى ژوند حاصل کړي او يوازې په ٤٥ کلونو کې د تاريخ مخه واړوي. ورانونه اگر که هر څومره لويه وي. هغه د نوې ودانۍ فرصتونه ختمولى نشي. او د ودانولو طاقت او توان په هر حال کې له ورانونې ا و تخريب څخه زيات دى.