د برياليتوب ټکټ
په امريکا کې له آسيايي هيوادونو څخه چى راغلي کوم خلك آباد دي. هغوى ته په عامه توگه آسيايي امريکايان (Asian American) ويل کيږي. دا خلك زياتره د ١٩٦٥م څخه وروسته دغلته ورغلي دي. په امريکا کې د هغوى موجوده شمير نږدې دوه په سلو کې دى. په هغوى کې څه يهوديان دي، څه بودايان دي او څه د کنفيوشش عقيدې منونکي دي. او دغسې ځيني د نورو دينونو سره تړاو لرونکي دي. په امريکا د خپل مستقبل ودانولو مطلب که چيرې دا وگڼي چې د دوى د ډلې انسان دې ولسمشرۍ چوکۍ ته ورسيږي نو هغوى ته په امريکا کې د خپل ځان لپاره د پرمختگ دروازه بالکل بنده په نظر ورځي. ځکه چې د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره په امريکا د پيدا کيدو تابعيت (Natural born citizen) لرل ا ړين دي. او آسياسي وگړي په دې تعريف کې نه راځي. ولسمشري خپله نښه گرځولو په صورت کې آسيايي مهاجرين يا خو د ناهيلۍ ښکار کيږي او يا د دې کار لپاره ناکامه سعى کوي. تر څو د امريکا په قانون کې په ترميم کولو د ولسمشرۍ لپاره دغه شرط ختم کړي. تر څو د هغوى کس هم د ولسمشر د چوکۍ تر لاسه کولو لپاره جايز کانديد جوړ او ورته ودريداى شي.
مګر آسيايي امريکايان دغه ډول کم عقل توب نه کوي. هغوى د خپلو واقعي حالاتو په اعتبار سره د امريکا څيړنه کړې نو هغوى ته په نظر ورغلى ده چې دلته د دوى په شان د اقليت لپاره اگر چې ولسمشرۍ ته د رسيدو فرصت نشته. مگر اوچتو تعليمي چوکيو پورې د رسيدلو فرصتونه په پوره توگه موجود دي. دوى په دې خبره پوه شوي دي چې تعليم د دوى لپاره د برياليتوب د ټکټ (Ticket to success) حيثيت لري. هغوى خپل ټول زور د زده کړې په ترلاسه کولو کې لگوي. نو ځکه هغوى زبردسته کاميابي حاصله کړې ده. تردې پورې چې په شمير کې دوه سلنه خلکو په هغو اوچتو تعليمې ادارو کې په شل فيصده چوکيو تسلط ترلاسه کړى دى.
همدا په دنيا کې د برياليتوب د ترلاسه کولو طريقه ده. په دې دنيا کې هميشه داسې کيږي چې څه فرصتونه د انسان لپاره خلاص ميسر وي او څه فرصتونه ورته ميسر نه وي. د انسان بهترينه عقلمندي دا ده چې هغه ميسر او خلاص فرصتونه استعمال کړي او د مخکې تگ کوشش وکړي. که چيرې دا بندو دروازو سره ډغرې ووهي نو دورازه خو به ورته خلاصه نشي البته خپل به ورباندې خامخا مات کړي. په ځانگړې توگه د نن په دنيا کې تعليم د برياليتوب ټکټ دى. او د دې ټکټ د ترلاسه کولو فرصتونه د هر انسان لپاره په هر ځاى کى خلاص او پرانستي دي.
دا اصول کوم چې د افرادو د پرمختگ راز دی. همدا د هيوادونو او ملتونو د ترقۍ راز هم دى. په دې سلسله کې جاپان يو د تقليد وړ مثال وړاندې کړى دى. د جاپان په باره کې يوه امريکايي ليکوال يو کتاب چاپ کړى دى. د دې کتاب نوم جاپان د اول نمره په حيث دى. په دوه نيم سوه مخه مشتمل کتاب کې ليکوال دا ښودلې ده چې جاپان څنگه په دويم لوى نړيوال جنگ کې د بشپړې ماتې خوړلو څخه وروسته يو ځل بيا څنگه راپورته شو چې خپل ځان د فاتحې امريکا لپاره مد مقابل (چلنج) جوړ کړي. د ليکوال الفاظ دي د جاپان خلك د بدلون سالاران جوړ شول. د دې په ځاى چى هغوى د دوې ښکار جوړ شي. نور هيوادونه بهرنيو اغيزو تباه او برباد کړل، مگر جاپان له هغوى څخه طاقت او ځواك تر لاسه کړ.
Thus they became the masters of change rather than the victims. Other countries were devastated by foreign influence, but Japan was invigorated.
Ezra F. Vogel, Japan as number One,
Hardware University press, London 1979, p. 256
د ليکوال په نزد د جاپان د دې فوق العاده برياليتوب راز دا و، چې دوى په فوځي او سياسي ميدان کې له ماتې خوړولو وروسته خپل د عمل ميدان بدل کړ او خپله ټوله پاملرنه يې د علم په لاره کې ولگوله. د دې کتاب به دريم باب کې ليکوال ويلي چې د جاپان د موجوده برياليتوب يوازينى عامل (Single factor) و،که چيرې کوم شي گرځول کيداى شي نو هغه يوازې يو دى او هغه دى په جاپاني قوم کې د علم (Knowledge) د تلاش او لټون بې حده مينه او جذبه ـ په دې لړ کې ليکوال ليکلي دي.
When a foreign visitor comes to Japan, most Japanese almost instinctively think, "What can I learn from him?" And the three million Japanese who now travel abroad each year look for little hints of new ideas they might apply at home (p.29)
له بهر څخه چې کله جاپان ته کوم انسان راځي. نو اکثره جاپانيان دا فکر کوي چې زه له ده څخه کومه خبره زده کولى شم. درې ميليونه جاپانيان چې نن سبا هر کال بهرنۍ نړۍ ته سفرونه کوي. هغوى چې کله بهر ته ورسيږي نو هغوى دا کوشش کوي چې دوى کوم نوى تصور لاس ته راوړى کله چې هغه بيرته خپل هيواد ته ستنيږي په خپل هيواد کې وکاروي.