د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

د خوږو ورزياتول

فصل: 4

د هندوستان ټايمز په ضميمه د (The neighbor hood star) په اړه (١٨- ٢٤مارچ ١٩٨٩م) په شپږمه صفحه باندې يوه له پنده ډکه پيښه خپره شوې وه. د ايران مجوس چې په لومړي ځل هندوستان ته راغلل نو هغوى د هندوستان په لويديزه غاړه واړول. دغه وخت يادورانا د گجرات راجه (واکمن) و، د پارسيانو مشر راجه سره ملاقات وکړ، له ده څخه يې د دې غوښتنه وکړه چې د دوى خلكو ته په خپل رياست کې د اوسيدو اجازه ورکړي. راجه د دې په ځواب کې د شيدو ډك يو گيلاس د پارسي پيشوا (مشر) په لاس کې کيښود. د دې مقصد دا و چې زما رياست له مخکې نه له خلکو ډك دى. په دې کې د نورو زياتو خلکو د اوسيدو گنجايش نشته.
 پارسي مشر په الفاظو کې د دې ځواب ورنکړ. ده يوازې دا وکړل چې يوه کاشوغه بوره يې راواخيسته او په شيدو کې گډه کړه او راجه ته يې ګيلاس ورکړ. د اشارو په دې ژبه کې د دې ځواب څرگندول وو، چې مونږ د ستا په شيدو د قبضې کولو په ځاى دا خوږوو. مونږ د ستا د رياست په ژوند کې خواږه ورزياتوو. له دې څخه وروسته راجه هغوى ته په گجرات کې د اوسيدو اجازه ورکړه.
په دې واقعه باندې اوس زرکلونه تير شوي دي. تاريخ وايي چې د پارسيانو لارښود چې کومه خبره کړې وه. هغه پارسي قوم پوره کړه. پارسيانو په دې هيواد کې غوښتنى، احتجاجونه او دايجي ټيشن بيرغونه راپورته نه کړل بلکې هغوى په خپل خاموش محنت او خوارۍ سره د دې هيواد په پرمختگ کې زياتوالى راووست، پارسيانو له نورو څخه زياته خواري وکړه. دوى په تعليم، تجارت او صنعت کې مخ په وړاندې ولاړل، دوى د هيواد په پانگه او ترقۍ کې زياتوالى راوست. په دې هيواد کې چيرته چې ډير خلك د اخستونکې ډلې (Taker group) حيثيت لري، پارسيانو د عمل په ذريعه د خپل ځان لپاره د ورکوونکې ډلې (Giver group) درجه حاصله کړه. همدا د ژوند راز دى. په دې دنيا کې ورکولو والا پاتې کيږي. دلته هغه انسان ته د عزت نه ډك ځاى په لاس ورځي کوم خلك چې په شيدو کې له خپله اړخه د خوږو زياتوالى وکړي. د دې بر عکس د کومو خلکو سره چې د ورکولو لپاره يوازې تريخوالى وي. دوى ته به هم په دې دنيا کې هغه شى تر لاسه کړى کوم چې دوى نورو ته ورکړى وي.
 که چيرې ته موندل غواړې نو په دنيا کې د "ورکړې کارت" راوباسه. او که چيرې ته د "غوښتنې کارت" راوباسي نو دلته د ستا لپاره ترلاسه کيدونکي هيڅ نشته. 
د اگست په ٢٤ مه ١٩٨٨م کې مې د مسټر ډى ملهوترا سره ملاقات وشو. هغه په ساهتيه اکاډمۍ (نوى ډيلى) کى نږدې له ديرش کالو راهيسې پبلى کيشنز منيجر و، هغه وويل: يوه ورځ زه په دفتر کې ايسار شوم. کور ته د تللو لپاره بهر راووتم، د شپې دولس بجې وى. زه په خپل موټر سايکل باندې روان وم. يو سړك ته ورسيدم. هلته زه يوه پوليس ودرولم ا و راته ويي ويل: چى د موټر چلولو لايسنس راوباسه. مسټر ملهوترا جيب ته لاس کړ د ډريورۍ له کارت سره يو ځاى يي يو بل کارت هم راوويسته،  هغه دواړه کارتونه په لاس کې ونيول او پوښتنه يي وکړه. چې دا دويم کارت څه دي. دا په اصل کې د سترگې د ډالۍ کولو کارت و (Eye Donor Card) په دې کارت باندې د انسان له لاسليك سره په هغه طرف دا الفاظ ليکل شوي وو.

"ما خپلې سترگې قوم ته بخشش کړي دي. د مهربانۍ له مخې زما په مرگ باندې تر ټولو نږدې د سترگو روغتون ته خبر ورکړئ. او زما د خواهش په پوره کولو کې له ما سره مرسته وکړئ. مننه"
I have gifted my eyes to the nation. Kindly inform the nearest Eye Bank immediately on my demise and help them no fulfill my desire. Thanks

پوليس لومړى د زياتو ايسارولو سره ډيرې خبرې کولې مگر د سترگو د بخشش کارت په ليدلو د هغه لهجه بدله شوه. هغه له لازيات تفتيش څخه پرته وويل: ځئ، ځئ.
 د سترگو بخشش په موجوده زمانه کې يوه له شرافته ډكه کړنه ده. په تلويزون کې د دې غوښتنه په دې احساساتي الفاظو کې راځي. په دنيا کې يو شى دى کوم چې يوازې ته يې بل ته ورکولى شې. پوليس چې مسټر ملهوترا سره د سترگو د بخشش کولو کارت وليد نو هغه پوه شو چې دا يو شريف او همدرد انسان دى. د سترگو عطيه کولو کارت د مسټر ملهوترا لپاره د دې پيژندگلوي جوړه شوه چې هغه نورو ته ورکوونکى انسان دى. دې شى د پوليس زړه د هغه په حق کې نرم کړ.
په دې دنيا کې ورکولو والا ته ورکول کيږي. کوم چې بل ته ورکوي نو دا يي له نورو څخه ترلاسه کوي تردې چې هغه په داسې وخت کې د موندلو مستحق جوړيږي. کله چې ده تراوسه هغه عملاً ورکړي نه وي. ده تراوسه يوازې د ورکولو اراده کړې ده. 

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ