په راتلونکې نظر ساتل
پبلى ليس سائرس Pubilius syrus يو لاتيني ليکوال دى د نوموړي زمانه له ميلاد مسيح نه يوه پيړۍ مخکې ده هغه د روميانو په واکمنۍ کې د سوريې په سيمه کې پيدا شوى دى. او په روم کې وفات شوى دى. د ده يوه وينا په انگريزي ترجمه کې داسې رانقل کړاى شوې ده.
هوښيار انسان د راتلونکې زمانې داسې ساتنه کوي لکه څنگه چې هغه د حال حفاظت کوي.
The wise man guards against the future as if it were the present
د ناپوه انسان په حال باندې نظر وي او د هوښيار انسان په مستقبل باندې نظر وي. ناپوه انسان د خپل د نن په حالاتو کې يو ناخوښه شى گوري هغه له دې سره جنگيدلو لپاره راپاڅيږي. عقلند انسان له دې فکر کولو څخه کار اخلي. هغه فکر کوي چې زما د نن جنگ جگړې پايله به سبا ته په کوم انداز کې راوځي. ناپوه نن ته گوري او اقدام کوي. عقلمند هغه دى چې راتلونکې يې د ځان په وړاندې ايښودې وي او د خپل کار لپاره پلان جوړوي. هر اقدام د خپلې نتيجې په اعتبار سره د مستقبل پيښه او واقعه ده. اقدام نن کيږي مگر د دې پايله هميشه په راتلونکې کې راوځي. له همدې امله دا خبره سمه ده چې عملي اقدام د راتلونکي معيار سره کول پکار دي. د نن کړنې د سمې او ناسمې کيدو فيصله په دې اعتبار سره بايد وشي چې کړنه کله خپل پاى ته ورسيږي نو د هغې حاصل په کوم صوت کې زمونږ په وړاندې راځي.
دا دنيا د هوښيارانو لپاره ده. ناپوهانو لپاره دلته له دې پرته بله پايله نشته. چې هغه بې فکره اقدام کوي او کله چې د دې بده پايله مخې ته راشي. نو د دې په خلاف احتجاج کوي. د نن صحيح مصرف د نن قربانول نه دي، بلکې د نن استعمالول دي. کوم خلك چې په دې حکمت پوهيږي. همغه په دنيا کې لوى برياليتوب حاصلولى شي. د يوه لويديز مفکر وينا د:
ښه فوځي د جنگ په لومړۍ ورح جنگيدو نه مري بلکې هغه ژوندی پاتې کيږي چې راروانه ورځ له دښمن سره وجنگيږي.
A Good soldier lives to for the second day
دا وينا يوازې پيژندل شوي ډول لويو، لويو جنگونو لپاره نه ده. دا د هرې ورځې مخې ته راتلونکو عامو مقابلو لپاره هم ده. که چيرې د ستا له يو چا سره هغه دغه وشي او ته په فوري توگه له هغه سره وروستي جنگ لپاره ودريږي. نو ته يو ناکاره فوځي يې. ته په خپل ژوند کې هيڅ لويه کاميابي حاصلولى نشې. د دې لامل دا دى چې په اکثرو حالاتو کې انسان په لومړۍ ورځ د زياتې اغيزناکې جگړې په موقف کې وي، له همدې امله عقلمند هغه دى چې د لومړۍ ورځې جگړه په زبردستۍ وکړې. هغه د جگړې له ميدان څخه ورتير شي او د خپل ځان د مضبوطولو کوشش وکړي. تر څو يا خو د ده په مقابله کې د ده حريف دومره کمزورى شي چې هغه له جنگيدو پرته وسله وغورځوي. يا هغه پخپله دومره ځواکمن شي چې هغه په هره جگړه کې له کاميابۍ سره ژوندى پاتې شي.
د دې اصولو بهترين مثال د اسلام تاريخ دى. د اسلام پيغمبر د خپلې پيغمبرۍ د مودې له نيمايي څخه زياته برخه په مکه کې تيره کړه، دلته ورسره خپلو مخالفينو هر ډول ظلمونه وکړل. مگر ده له هغوى سره نښته او ټکر ونکړ. ده به په يوه اړخيزه توگه صبر کاوه. مدينې طرفته له هجرت کولو وروسته کله چې بيا هغوى ظلم وکړ نو ده خپل لښکر منظم کړ ا و جنگ يې ورسره وکړ. له دې څخه وروسته يو ځل بيا ده د حديبيه پر مهال باندې له جنگ څخه لاس واخيست. له دې څخه وروسته ډير ژر هغه وخت راورسيد چې دښمن له هر ډول جگړې څخه پرته وسله په ځمکه کيښوده او خپله ماتې يې ومنله.
په لومړۍ ورځ يې د دښمن په خلاف له صبر کار واخيست، په بله ورځ ده له دشمن سره وسله واله مقابله وکړه او په هغوى باندې يې برياليتوب ترلاسه کړ. د حديبيې په بله ورځ د مقابلې وار رانغى، دشمن له مقابلې پرته شکست ومانه او وسله يې کيښوده.