د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

شل کاله وروسته

فصل: 6

کولمبس امريکا کشف کړه. د شپږو ټکو دا جمله نن يو کس له شپږو ثانيو څخه هم لږ وخت کې په خپله ژبه باندې اداء کوي. مګر د دې واقعې د راڅرگندولو لپاره کولمبس له زحمت نه ډك شل کلونه ولگول. کرسټوفر کولمبس (Christopher Columbus) په ١٤٥١م په ايټاليا کې پيدا شوى او په ١٥٠٦م په هسپانيه کې مړ شوى دى. د امريکا کشفول په حقيقت کې د اروپا لپاره د ختيزې سمندري لارې د پيدا کولو د کوشش يوه ضمني لاسته راوړنه (by-product) وه. کولمبس په ١٤٨٤م کې د پرتگال شاه جان دوم(II-John) څخه غوښتنه وکړه. چې له ده سره د دې سمندري سفر لپاره مرسته وکړې. مگر د پرتگال پاچا دا بې گټې وگڼلو او ورسره له مرستۍ کولو څخه يې انکار وکړ. 
له دې څخه وروسته کولمبس د کيسټلي (Castile) د ملکې ازبيلا (Isabella) څخه مرسته وغوښته. دلته هم هغه ته مثبت ځواب ترلاسه نشو. بيا کولمبس خپلو هڅو ته دوام ورکړ. تردې پورې چې اته کاله وروسته ملکې ده ته کښتۍ او ضروري سامان تيار کړ.

 کولمبس په دريو کښتيو سره خپل سفر په ٣ اگست ١٤٩٢م کې پيل کړ. خو بيا هم په دې سفر کې هغه د امريکا ساحل ته په رسيدو کې بريالى نشو. له هر ډول ستونزو او امتحانونو سره کولمبس په خپلو کوششونو کې لگيا و. په پايله کې له څلورم سفر څخه وروسته په ١٥٠٤م کې هغه د نوى نړۍ په کشفولو کې بريالى شو (٦٩١-١٠) کولمبس څخه مخکى نړۍ په دوو برخو ويشل شوې وه د کولمبس کشفولو (نوې او پخوانۍ) د دواړو نړيو په يو ځاى کولو سره نړۍ يوه کړه. دا پرته له شکه يوه ستره کشفونه وه. مگر دغه کشفول يوازې هغه مهال ممکنه شول کله چې کولمبس او د ده ملگري پرته له دې چې حوصله له لاسه ورکړي تر شلو کلونو پورې د دغه خطري پلان په پوره کولو کې لگيا وو.
همدا په دنيا کې د برياليتوب طريقه ده. په دې نړۍ کې هر برياليتوب شل کاله محنت او خواري غواړي. له دې پرته هيڅ لويه کاميابې حاصليداى نشي. 
په دې نړۍ کې هر برياليتوب له اوږدو هلو ځلو څخه وروسته حاصليږي. انسان چې لومړى په لږ څه راضي شي له هغې وروسته هغه تر زياتو پورې رسيداى شي. 
نيل آرمن اسټرانگ لومړى کس دى چا چې د سپوږمۍ سفر کړى دى. په ٢١ جولاى ١٩٦٩م کې ده د ايگل په نوم د سپوږۍ له راکټ څخه کوز او په سپوږمۍ باندې يې خپل قدم کيښود. دغه وخت د زمکې او سپوږمۍ تر منځ برابره مواصلاتي اړيکه قايمه وه. په سپوږمۍ باندې له کوزيدو وروسته چې هغه د زمکې اوسيدونکو ته چې کوم لومړى پيغام ورکړ هغه دا و:

"چې د يو کس په اعتبار سره دا يو کوچنى قدم دى مگر د انسانيت لپاره دا يو ستر گام دى" 
That’s one small step for man but one giant leap for man kind

د آرم اسټرانگ مطلب دا و، چې زما دا وخت په سپوږمۍ باندې کوزيدل په ظاهره يوازې د يو کس په سپوږمۍ کوزيدل دي. مگر هغه يو نوى د کائناتي سفر پيل دى. د يو کس په سپوږمۍ باندې په حفاظت سره به کوزيدلو دا ثابته شوه چې د انسان لپاره د سپوږمۍ سفر ممکن دى. دا کشف او موندنه به په راتلونکې کې لا پسې ستره شي تردې پورې چې هغه وخت به راورسيږي کله به چې عام خلك له يوې سيارې  څخه بلې سيارې پورې دا سفر کوي لکه څنگه چې هغوى د موجوده زمکې دپاسه سفر کوي. 
هر لوى کار په موجوده دنيا کې دغسې کيږي. لومړى يو يا څو تنه قرباني ورکړي او تر يوې موندنې او کشف پورې رسيږي. دغسې هغه د انساني سفر لپاره يوه نوې لار پرانيزي. دغه ابتدايي کار پرته له شکه چې ډير زيات مشکل  وي. هغه غر له خپل ځاى څخه د پورته کولو په معنا وي مگر کله چې دغه ابتدايي کار سرته ورسيږي نو له دې څخه وروسته ټوله معامله آسانه شي. اوس يوه داسې پراخه لار د خلکو په وړاندې راغلې ده چې د انساني کاروان لوى شمير ور باندې سفر کولى شي.
 کروندگر چې کله په ځمکه کې يو تخم واچوي. نو هغه گويا د زراعت په طرف يو کوچنى قدم پورته کړى دى. بيا هم لدې کوچني قدم سره کروندگر د کرنيز سفر آغاز کوي. دا سفر روان وي تردې چې هغه وخت راورسيږي چې د ده په کرونده کې پوره فصل او کښت په نظر ورشي. همدا طريقه د ټولو انساني معاملاتو لپاره سمه ده برابره ده که هغه د زراعت او باغوانۍ معامله وي او که بله کومه معامله.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ