مقابله نه ظلم
د ايډمينډبرك (Edmund berke) وينا ده:
"کوم کس چې مونږ سره جنگيږي هغه زمونږ اعصاب مضبوطوي او زمونږ وړتياوې تيزوي. زمونږ مخالف زمونږ مرستندوى دى"
He that wrestles with us strengthens our nerves. And sharpens our skill our antagonist is our helper
دا بعينه هماغه خبره ده کومه چې شيخ سعدي رح په گلستان کې د يوې کيسې په ضمن کې په تمثيلي توگه باندې داسې ويلې ده: "آيا ته نه گورې پيشو چې کله راتنگه کړاى شي نو په خپلو نوکو باندې د زمري سترگې راوباسي"
نه بينى که چون گر به عاجز شود.
بر آرد به چنگال چشـــــــــم پلنگ
له بلې خوا څخه د ستا په خلاف چې کومه واقعه مخې ته راشي نو د دې د غبرگون دوه صورتونه دي. يو دا چې ته هغه ظلم وگڼې دويم صورت دا چې ته هغه مقابله (چلنج) وگڼې د ظلم گڼلو په صورت کې شکايتونه په ذهن کې پيدا کيږي. او د چلنج گڼلو په صورت کې د مقابلې ذهن پيدا کيږي.
شکايتي ذهن د خپلو کولو کار يوازى دا په نظر ورځي چې د جانب مقابل په خلاف د چغې آواز شروع کړى. هغه د ده په خلاف ټول احتجاجي الفاظ استعمالوي. د دې برعکس د مقابلې ذهن د عمل په طرف ځي. هغه حالاتو ته فکرکوي او د ځوابي طريقي په لټولو کې لگيدلى وي. تر څو د حکمت او تدبير په ذريعه د جانب مقابل مخالفانه پلانونه ناکامه کړي.
د شکايت او احتجاج ذهن انسان د داسې لارو په طرف بيايي چيرته چې هغه خپل ساتلى ځواك هم په بې گټې غوغا گانو کې ضايع کړي. کله چې د چلنج او مقابلې ذهن د انسان پټ شوي صلاحيتونو برسيره کړي. هغه ده ته نوى حوصله وربخښي هغه له ده څخه دومره ستر شخصيت جوړوي چې کمزورى هم په ځواکمن برلاسى کوي او پيشو هم د زمري په وړاندې په راپورته کولو مجبوروي.
موجوده دنيا د مقابلې دنيا ده. دلته شکايت لرونکى ذهن انسان د تباهۍ په طرف بيايي. او د تدبير ذهن ودانۍ او ترقۍ په طرف بوتلل کوي.
ته په لار روان يې. د لارې په منځ کې د اغزې لرونکې ونې په اغزو کې ستا لمن ونښلي دغه وخت به ته څه کوې. ته به د شکايت په ځاى د تدبير طريقه اختياروې. ته به د اغزي لرونکې ونې په خلاف احتجاج نه کوې بلکې دا فکر به کوې، چې په کومه طريقه خپله ستونزه حل کړې.
عقلمند انسان پوهيږي چې همدا طريقه ده ته د انسانانو په معامله کې هم اختيارول دي. د انسانانو په منځ کې چې اوسيږي هغه هم همداسې کيږى چې چا سره يې ټکر پيښيږي، له چا څخه ورته تکليف رسيږي. د چا په اړه زمونږ احساس داسې وي چې ده ماته زما حق نه دى راکړى په دغسې هر يو ځاى کې دوباره زمونږ لپاره د شکايت په ځاى د تدبير اختيارول پکار دي.
د ژوند هره ستونزه يو چلنج دى، نه په يو کس باندې د بل کس زور، زياتى. تا ته چې کومه ستونزه رامنځته شي. ا و ته دا زور، زياتى وگڼې نو له دې څخه د شکايت او احتجاج ذهنيت پيدا کيږي تردې چې دغه ذهنيت تا تر هغه ځايه بوځي چې ته د نااميدۍ ښکار شې. ته دا گڼې چې په موجوده چاپيريال کې د ستا لپاره څه کول ممکن نه دي. د شکايت ذهن مايوسۍ طرف ته انسان بيايي. او د ما يوسۍ والا ذهن نفسياتي ځان وژنې پورې انسان رسوي.
د دې په عکس که چيرې د ستا دا حال وي چې کله کومه ستونزه درته رامنځته شي نو ته دا د خپل ځان لپاره يو چلنج او مقابله وگڼې. نو له دې څخه د ستا ويده شوي صلاحيتونه راويښيږي. په تا کې حالاتو سره د مقابلې کولو حوصله پيدا کيږی. په لومړي ياد شوې صورت کې ستا ذهن منفي طرف ته تللو نو اوس به ستا ذهن په پوره توگه مثبت خوا باندې روانيږي ـ په همدې يو لفظ کې په موجوده دنيا کې د کاميابۍ او ناکامۍ راز دى. په دې دنيا کې چې د چا ذهن له ستونزو څخه د شکايت او احتجاجونو غذا اخلى د د ه لپاره دلته له بربادۍ پرته بل هيڅ شى مقدر نه دى. د دې برعکس د چا حال چې دا وي چې د ستونزو مخې له راتللو څخه وروسته د ده ذهن د تدبير کولو په لټون پسې ولگيږي هغه په لازمي توگه بريالى کيږي. ځکه چې په دې دنيا کې هره ستونزه يو حل لري او د هر مشکل لپاره يو تدبير وي.