د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

 فوق العاده انسان

فصل: 8

وان وورسټ(Bruce Van Voorst) يو امريکايي ژور نالست دى. ده د جنگي راپورټر په حيث شهرت حاصل کړى دى. ډامى ننکن (Dominican Republic) جنگ، د ايران شاه رضا په خلاف د ايراني انقلابياتو جنگ، عراق او ايران جنگ او په خليجي جنگ کې نوموړي د جنگ ميدان ته ځان رسولو او د جنگ له ميدان څخه په يي رپوټونه ورکول. 
ټايم ميگزين ٤ فرورۍ ١٩٩١م کې د وان وورسټ څه تجربې خپرې کړې. ده چې کومې خبرې کړي له هغو څخه يوه خبره د جنگ په وخت د عسکرو صفتونه Quality او سالميت Integrity هکله وې. دا وايي کله چې جنگي مقابله روانه وي نو فوحيان په حيرانونکي توگه باندې د اوچتې کار کردگي څرگندونه کوي. هغوى له ستونزو بې پروا وي او خپلې دندې سرته رسوي:

 په جنگ کې دا عام فوځي نه وي هغه ټول په ټوله فوق العاده خلك جوړ شوي وي.  
In battle there are no ordinary soldiers, they are all extra ordinary

امريکايي ژورناليست چې کومې خبرې د فوځيانو په باره کې کړي دي هغه د هر انسان او هرې مقابلې له پاره په يو شان صحيح دي. په انسان کې په پيدايشي توگه بې شميره صلاحيتونه شته. په عامو حالاتو کې دغه صلاحيتونه ويده وي. مگر کله چې د خطر احساس وکړي، کله چې د چلنج او مقابلې صورتحال مخې ته راشي نو په ناڅاپي توگه د انسان ټول ويده صلاحيتونه راويښ شي له دې وړاندې که چيرې د ده د انرژۍ مرکز يو گروپ روښانولو، نو اوس د دې مرکز ټول گروپونه په يو وخت روښانه کيږي.
اوس د ده عقل د زيات ژور فکر ثبوت ورکوي د ده بدن د لا زياتو ځواکونو سره په حرکت کې راځي، د ده ټول وجود د اتلولۍ او قهرمانۍ کردار لپاره تياريږي. چلنج له کمزوري انسان څخه ځواکمن انسان جوړوي. هغه له ناپوه انسان څخه هوښيار انسان جوړوي. چلنج په ظاهره يو خنډ وي. مګر د خپلې نتيجې په اعتبار سره د اوچت ترينې ترقۍ تر ټولو ستر زينه ده. د مقابلې مخې ته له راتگ څخه وړاندې هر انسان يو معمولي انسان وي مگر د مقابلې مخې ته له راتگ وروسته هر انسان فوق العاده انسان جوړيږي. 
چيرته چې اسکوپ (وده او انکشاف) نه وي هلته زياته وده او انکشاف وي چيرته چې په ظاهره فرصتونه نه وي هلته لا زيات فرصتونه د انسان لپاره پټ شوي وي. 
يو مسلمان زلمى دى، د هغه څه خپلوان په امريکا کې اوسيږي، هغه امريکا ته لاړ، هلته يي زده کړې وکړې. دوه کاله يي په امريکا کې ماموريت هم وکړ. بيا ده ته فکر ورغى چى خپل هيواد ته ولاړ شي او په خپل هيواد کې د خپل ژوند لپاره آبادي وکړي. همداسې وشول چې هغه هندوستان ته ستون شو 
له هغه سره زما ملاقات وشو، هغه ماته وويل: زه چې هندوستان ته راستون شوى يم نو د ذهني پراگندگۍ سره مخ يم. دلته چې زما څومره، خپل خپلوان او دوستان دي هغوى ټول وايي چې تا ډيره ناپوهي کړې چې امريکا دې پريښوده او هندوستان ته راغلې، هلته تا ته د ترقۍ لوى، لوى فرصتونه ترلاسه کيدل. دلته خو د ستا لپاره هيڅ وده او انکشاف نشته. 
ما ورته ځواب ورکړ چې ستا دوستان او خپلوان سرچپه خبرې کوي. زه وايم چې په هندوستان کې  ارزښت نشته،ځکه خو دلته ارزښت شته. په هندوستان کې د ستا لپاره د ترقۍ هغه ټول فرصتونه شته کوم چې په امريکا کې دي. بلکې ته دلته له امريکا څخه هم زياته ترقي کولى شي. اصل دا دى چې د ترقۍ تړاو له دوو شياو سره دى يو خارجي فرصتونه او بل داخلي امکانات. له بهرنيو فرصتونو څخه هدف هغه فرصتونه دي چې ستا د وجود نه بهر په خارجي دنيا کې پيدا کيږي. له اندروني امکاناتو څخه مطلب هغه فطري وړتيا ده کومه چې ستا په ذهن او د ستا په بدن کې الله تعالٰى ايښودې ده.
 په عامه توگه د خلکو نظر د دنيا په بهرنيو فرصتونو باندې وي. له همدې امله هغوى وايي چې په فلاني هيواد کې فرصتونه دي او په فلاني ملك کې فرصتونه نشته. مگر د ترقۍ لپاره له دې څخه هم زيات اهميت د هغو صلاحيتونو دي چې له فطرت څخه هر انسان ته رسيږي. او هيڅ يو بنيادم ورڅخه خالي نه وي. 
کله چې د ژوند ستونزې انسان چلنج کوي نو د ده پټ صلاحيتونه لگياوي رابرسيره کيږي. د حالاتو ټکانونه ده ته ټکان ورکوي او له ده څخه متحرك انسان جوړوې. دغه ويښتا به د هر انسان په ژوند کې د ده د پرمختگ لپاره ډير زيات اهميت لري. امريکا کې دا انکشاف دى چې هلته بهرني فرصتونه موجود دي. په هندوستان کې دا وده ده چې دلته د چلنج صورت حال موندل کيږي. کوم چې د انسان فطري صلاحيتونه تر آخري حده پورې رابيدار وي. او د لومړي انکشاف په نسبت دويم انکشاف پرته له شکه څو چنده زيات ارزښتناك او قيمتي وي. 

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ